عبدالوافي نایبزی
په کابل پوهنتون کې مو د درس پر مهال له یو ښاغلی او مسلکي پوهاند سره د «متمدن انسان» پر موضوع بحث راغی. استاد دلیل وایه، چې پخوانی انسان د نن پر نسبت «متمدن» و او د هغوی موندنې او نظریات که نهوو، د نن انسان به څه کول؟ د «نن انسان» یې پړ وباله، چې له گټې یې ټولنې ته زیان ډېر دی، چاپېریال یې ککړ کړی دی، اتومي وسلې یې جوړې کړي دي، او نړۍ یې د تباهۍ پر لور رهي کړېده.
که څه هم هلته مې خپل نظر څرگند کړ، خو دلته غواړم چې له لوستونکیو سره خپل نظري مخالفت په جزییاتو شریک کړم؛ کله چې دا پوښتنه مطرح کېږي چې «پخوانی انسان ډېر متمدن و، که د نن؟» زما په اند، دې پوښتنې ته د «پخواني» او «نن» انسان ترمنځ په ساده انتخاب سره ځواب ورکول له علمي پلوه کافي نهدي؛ ځکه تمدن یو مطلق او یو-بُعدي مفهوم نه، بلکې یو تاریخي، ټولنیز او څوبعدي بهیر دی. د تمدن د کچې ارزونه یوازې د اختراعاتو او موندنو په شمېر نهکېږي، بلکې علم، ټکنالوژي، فلسفه، اخلاق، قانون، بشري حقونه، روغتیا، تعلیم، ټولنیز نظم، د ژوند کیفیت، د طبیعت سره تعامل او د راتلونکو نسلونو پر وړاندې مسوولیت هم پهکې شامل دي.
زه دا منم چې د پخوانیو انسانانو علمي، فکري او تخنیکي میراث د معاصر تمدن بنسټ جوړوي. که پخوانیو انسانانو لیکنه، کرنه، فلزات، ریاضیات، طب، فلسفه، نجوم او د ټولنیز جوړښتونو لهپاره بېلابېل اصول نهوای رامنځته کړي، د نن ورځې علم او ټکنالوژي به په اوسني پړاو کې نه وه. د نن یا معاصر انسان له صفره پیل نهدی کړی؛ بلکې د زرگونو کلونو د انساني تجربې، فکر، کشف، خطا او بریا «وارث انسان» دی.
خو زما د استدلال اساسي ټکی دا دی چې د پخوانیو لاستهراوړنو درلودل په خپله د تمدن د پای ټکی نهدی؛ بلکې د تمدن د دوام لپاره بنسټ دی. د تمدن ماهیت داسې دی چې هر نسل د مخکیني نسل پر علم او تجربې یوه نوې طبقه یا Layer جوړوي. په همدې بنسټ، معاصر انسان یوازې د تېر تمدن مصرفوونکی نهدی؛ بلکې د هغه تمدن ساتونکی، څېړونکی، منتقد، اصلاحکوونکی او پراختیاورکوونکی هم دی.
غواړم د نن یا معاصر انسان درې ستر مسوولیتونه ولیکم؛ لومړی خو دا چې د نن یا معاصر انسان د ماضي مسوولیت هم پر غاړه لري، معاصر انسان د تاریخ د ساتنې او مطالعې لپاره منظم علمي مېکانیزمونه یا حتا نظامونه ورته ویلای شو، چې رامنځته کړيدي. لرغونپوهنه، تاریخ، انسانپېژندنه، فلسفه او ورته نور ټولې هغه ساحې دي چې د بشر تېرې تجربې ثبتوي، تحلیلوي او له هېرېدو یې ژغوري.
حتا هغه نظریې چې نن یې په پوهنتونونو او کاډمېکو بنسټونو کې مطالعه کوو، یوازې د پخوانیو افکارو د ستاینې لپاره یې نه لولو؛ بلکې د هغوی د تحلیل، نقد، ازمایښت او اصلاح لپاره یې لولو. علم په همدې ډول پرمختگ کوي چې یوه نظریه وړاندې کېږي، ازمویل کېږي، نیمگړتیاوې یې په گوته کېږي او راتلونکی نسل پرې خپله نوې پوهه تولیدوي/لوړوي.
نو ویلای شو، چې د «نن انسان» له ماضي سره پرېکون نهدی کړی؛ بلکې له ماضي سره یې اړیکه علمي او انتقادي کړېده.
زما دوییم دلیل دا وو چې د «نن انسان» یوازې ژوند نهکوي یانې یوازې او یوازې عادي ژوند نهکوي، بلکې د «ژوند کیفیت» ته هم سخت کار کوي، تر څو د ژوند کیفیت بدل کړي. د معاصر تمدن یوه مهمه ځانگړنه د انسان د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره د پوهې منظم استعمال دی. د عصري طب، واکسینونو، جراحۍ، انټيبیوټیکونو، مخابراتو، انټرنېټ، برېښنا، عصري ترانسپورټ، فضايي څېړنو، مصنوعي ځیرکتیا، د اوبو د تصفیې سیستمونو او گڼو نورو نوښتونو موخه یوازې «اختراع» نهده؛ بلکې د انساني اړتیاوو لپاره د حللارو موندل دي.
د بېلگې په توگه، انسان یوازې ناروغۍ نه مطالعه کوي؛ بلکې د ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص او درملنې لپاره سیستمونه جوړ کړي او لا یې جوړوي. یوازې د اوبو کمښت نهپېژني؛ بلکې د اوبو د مدیریت او تصفیې ټکنالوژي او پایداره سیسټمونه رامنځته کوي. یوازې د اقلیم بدلون نه مشاهده کوي؛ بلکې د هغه د علتونو او اغېزو د کمولو لپاره پرلهپسې څېړنې کوي.
له همدې امله، د معاصر تمدن ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې څه یې اختراع کړي؛ بلکې په دې کې هم دی چې د خپلې پوهې په وسیله یې د انساني ستونزو د حل لپاره څومره ظرفیت رامنځته کړی دی.
درېیم خبره دا ده، چې د «نن انسان» تر ټولو ستر تمدني مسوولیت د راتلونکې اړوند هم دی، زما په اند، د نن انسان تر ټولو مهم توپیر دا دی چې هغه د راتلونکي نسل په اړه په پراخه کچه فکر کوي. د نن انسان یوازې د خپلې ورځې د اړتیاوو په اړه فکر نهکوي؛ بلکې د اقلیم بدلون، د طبیعي سرچینو کمښت، د خوړو او اوبو امنیت، د انرژۍ راتلونکی، نوې ناروغۍ، مصنوعي ځیرکتیا، فضايي څېړنې او د راتلونکو نسلونو د ژوند شرایط مطالعه کوي.
او زما په اند دا بیا په حقیقت کې د تمدن یوه لوړه مرحله ده: انسان د داسې نسل په اړه هم د مسوولیت احساس کوي چې لا تر اوسه پیدا شوی نهدی. که موږ د تمدن یوه مهمه نښه د انسان د مسوولیت د ساحې پراخوالی وبولو، نو معاصر انسان له خپل فردي او نسلي ژوند څخه هاخوا د بشریت د اوږدمهاله راتلونکي په اړه فکر کوي.
زه دا هم منم چې معاصر تمدن یو ستر تناقض هم لري، البته د معاصر تمدن ستاینه باید د هغه پر تیارو اړخونو سترگې پټې نهکړي. معاصر انسان داسې وسلې جوړې کړې چې د ټول بشریت د له منځهوړلو وړتیا لري؛ چاپېریال یې ککړ کړی، طبیعي سرچینې یې تر سخت فشار لاندې راوستي، د صنعتي پرمختگ له امله یې د اقلیم د بدلون ستونزې رامنځته کړې او د ټکنالوژۍ له لارې یې د ویجاړتیا نوي امکانات هم پیدا کړي دي. له دې اړخه د پوهاند صیب نیوکه جدي او د بحث وړ وه/ده.
خو زما په اند، د «نن انسان» ستونزې باید ټول معاصر تمدن له پوښتنې لاندې رانهولي، دا چې انسان اټومي وسلې جوړې کړې، د هغه د علم د غلط استعمال یوه بېلگه ده؛ خو همدغه علم د سرطان د درملنې، واکسینونو، پاکې انرژۍ او د میلیونونو انسانانو د ژوند د ژغورلو لپاره هم کارول کېږي. همدارنگه، دا چې انسان چاپېریال ته زیان رسولی، په عین وخت کې د دې سبب هم شوی چې انسان د چاپېریال د ساتنې علم، نړیوالې تگلارې، د پایدار پرمختگ مفهوم، د پاکې انرژۍ ټکنالوژي او د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره علمي پروگرامونه رامنځته کړي.
هدف مې دا دی چې د «نن انسان» یوازې د ستونزو جوړوونکی نهدی؛ بلکې د خپلو جوړو کړو ستونزو د درک او حل هڅهکوونکی هم دی.
دلته یو بل معقول بحث «د ځان نقدول» دي، زما په اند، د تمدن د پرمختگ یوه مهمه نښه دا ده چې یو تمدن د خپل ځان د نقد، اصلاح او بیا جوړونې ظرفیت ولري.
دا منو چې پخوانی انسان موږ ته ډېر څه راکړل، خو معاصر انسان د دې وړتیا پیدا کړې چې د پخوانیو نظریاتو او حتا د خپلو معاصرو نظریاتو په اړه هم پوښتنه وکړي: ایا دا سمه ده؟ ایا دا گټوره ده؟ ایا دا عادلانه ده؟ ایا چاپېریال ته زیان رسوي؟ او که نن گټوره وي، ایا سبا به هم گټوره وي؟ همدا انتقادي فکر د علم او تمدن د پرمختگ یو اساسي محرک دی.
له همدې امله، زه نه وایم چې پخوانی انسان «غیرمتمدن» وو او د «نن انسان» بشپړ متمدن دی. هیڅ تمدن بشپړ نهدی. پخوانی انسان د بشري تمدن بنسټگر وو، او د نن یا معاصر انسان د همدې تمدن وارث دی؛ خو د هغه مهم توپیر دا دی چې د تېر میراث د ساتلو ترڅنگ یې د هغه د نقد، اصلاح او پراختیا لپاره هم علمي وسایل رامنځته کړيدي.
نو زما لپاره د تمدن اصلي معیار یوازې دا نه دی چې «انسان څه شی اختراع کړی؟» بلکې دا هم دی چې «له خپلې پوهې، ځواک او امکاناتو څخه یې د څه لپاره استفاده کړې او راتلونکي نسل ته یې څه پرېښي دي؟»
که پخواني انسان موږ ته د تمدن د ودې لپاره بستر چمتو کړیدی، د نن انسان بیا دا دنده لري چې دغه بنسټ وساتي، نیمگړتیاوې یې اصلاح کړي، حدود یې پراخ کړي او راتلونکو نسلونو ته یې لا غني او خوندي وسپاري. له همدې امله، پخوانی انسان د تمدن بنسټگر وو؛ د نن انسان د تمدن وارث، منتقد او اصلاحکوونکی دی؛ او د راتلونکي انسان پر وړاندې د هغه تر ټولو ستره دنده دا ده چې د تېر نسل لاستهورغلی تمدني میراث، د راتلونکي نسل لپاره په لا ښه بڼه وساتي.
تمدن یوازې هغه څه نه دي چې موږ له تېر څخه ترلاسه کړي؛ تمدن هغه څه هم دي چې موږ یې له خپل نن څخه راتلونکي ته په ښه او غوره بڼه سپارو.