شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبپر ادبياتو د جګړې اغېز | شبیراحمد سلیمي

پر ادبياتو د جګړې اغېز | شبیراحمد سلیمي

په ادبياتو کې د ژوند ښکلا نغښتې، ادبيات يوازې ليکنی سمون، ژبه، د ژبې زېرمه، د اثار تفکيک او داسې نورې چارې نه دي. ادبياتو ته ژوند وايي، ادبيات د دې ټولو چارو تر څنګ د ژوند د سمون لار ده. د ادبياتو د ښکلا په اړه که هر څومره افراطي خبرې وشي، بيا هم د ادبياتو ارزښت په بشپړه توګه نه شي روښانولی. خو پر ادبياتو انقلابونه، د ټولنو افکار او بېلابېلې سياسي، ټولنيزې، اقتصادي چارې اغېز کوي. چې ځينې وخت دا چاره ښه؛ خو کله دا کار ځينې ستونزې زېږوي. زه به يې په ځينو تاثیراتو خبرې وکړم؛ چې زموږ په ټولنه کې جګړې پر ادبياتو څه اغېز کړئ او څومره ستونزې يې جوړ کړې دي. دا يو لوی بحث دی، ښايي په دې کوچنۍ ليکنه کې دا موضوع په بشپړه توګه را ونه نغاړل شي. خو بيا هم ځينې سطحي خبرې به پرې وکړم.

دا چې پښتو ژبه په داسې هېوادونو کې ويل کېږي، چې هلته جګړه حاکمه ده. او جګړې د ژوند په ټولو برخو اغېز کړئ. يوازې پر ادبياتو یې اغېز نه دی کړئ؛ بلکې د ژوند هر اړخ یې تر خپل تاثیر لاندې راوستی. دې اغېز موږ ته ډېر تاوان اړولی دی. زموږ ادبيات د جګړو له الفاظو ډک دي. زه نه غواړم دا خبره وکړم، چې ادبيات له دې اغېزونو بايد په بشپړه توګه پاک وای يا بايد وي. دا اغېز نا‌‌اختياري دی او جګړه زموږ د ادبياتو عادي الفاظ دي چې زموږ په ادبياتو يې لمن خوره کړې ده. دې کار نه یوازې موږ ته دا تاوان اړولی چې موږ يې د ژوند له ځينو نورو اړوندو سوژو لرې پاتې کړي يو؛ دا اغېز يې هم کړئ ؛ چې دلته یې عامه اذهان اغېزمن کړي دي. او موږ يې د شلمې پېړۍ له پرمختګونو لرې کړي يو. دا اغېز افراطي دی او همداسې افراطي او د نه کنترول وړ تاوان يې را اړولی دی. که د دې ناوړه اغېز پر ځای زموږ په شعر، داستان او داسې نورو تخلیقي ادبیاتو د مډرن فکر یوه برخه حاکمه وی، څومره ګټه به مو کړې وی. د بېلګې په توګه، د دې اغېز پر ځای د ژوند د سمون یا هم د ژوند تجربو تاثیر وی، موږ به نن سبا د ژوند په لارو چارو پوه وی او دا به مو درک کړې وی؛ چې ژوند څه ته وایي. کله چې اذهان له يو کار سره عادي شي، بيا په دې کار پورې اړوند څیزونه هم انسان ته عادي ښکاري او تر سره کول يې که ښه نه، بد هم نه ورته ښکاري. چې دا لويه ستونزه ده، موږ يې له جګړې سره عادي کړي يو. زموږ په شاعرۍ باندې جګړې خپل اغېز پرېښی دی. زموږ د شعر تيوري حتا د دې جګړې تر اغېز لاندې راغلې ده.

دا کومه نوې خبره نه ده، چې جګړې پر ادبیاتو اغېز کوي، خو دا ویل شوي ادبیات بیا د ټولنې اذهانو ته زیان رسوي. که یوازې پر ادبیاتو یې اغېز وی، خو موږ به ښه بللی وی، چې هغه ده په وییپانګه کې مو پرته ژبه ده. کوم تاوان نه را رسوي. خو نه هر څه برعکس دي، موږ یې زیانمن کړي یو، اذهان مو د جګړې له فکر سره عادي شوي، چې دې چارې د جګړې د پراخوالي نوې لار جوړه کړې ده. ځکه اکثره تخلیقي ادبیاتو لکه شعر له احساساتو ډک وي، کله چې دې جګړې او توند لارۍ احساسات له شعر سر یو ځای شي بیا نو د ځوانانو د فکر د بدلون لپاره ډېره اسانه وسیله ده. او دا اغېز هغه وخت له منځه تلی شي، چې په محیط کې جګړه ختمه شي او موږ د ادبیاتو ایجاد په اختیاري توګه داسې وکړو، چې هلته د جګړې اغېز نه وي شیندل شوی. هله به موږ د دې تاثیر مخه ونیولی شو، کنه تر هغې به د دې اغېز سیوری زموږ په ادبیاتو پروت وي. خو بیا هم که ادبیات پنځوونکي د دې هڅه وکړي، چې له دې سیوري څخه لرې ادبیات وپنځوي، که سل سلنه امکان نه لري د دې هڅه خو کېدلی شي، چې تر پنځسو یا شپېتو سلنو پورې بریالي شي. پنځوونکي باید د دې اغېز مخه ونیسي او هڅه وکړي، چې له دې دایرې بهر ادبیات ایجاد کړي.

۱۳۹۷/۱۰/۱۵

د سهار ۳:۴۰ دقیقې، بلخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب