شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرله کابله تر مردانه،‌ خان زمان کاکړ

له کابله تر مردانه،‌ خان زمان کاکړ

د ځوان شاعر خان زمان کاکړ انتقادي نظم چې په کابل او مردان کې په یوه ورځ د لسګونو لروبرو افغانانو د شهادت په مناسبت یې لیکلی دی

له کابله تر مردانه، يو غلام قوم اوسېږي
له کابله تر مردانه، د پنجاب اسپې ترپېږي
له کابله تر مردانه، د مردانو قات راغلی
له کابله تر مردانه، وجدانونه نيلامېږي
له کابله تر مردانه، د منصب پر سر جګړه
له کابله تر مردانه، د بهرام نسل ښورېږي
له کابله تر مردانه، ساه وتلې ده له خلکو
له کابله تر مردانه، بوی د وينو پورته کېږي
له کابله تر مردانه، نه پاڅون شته، نه تحريک شته
له کابله تر مردانه، يو بې موخې قام هستېږي
********************
څه هستي ده، څه سيالي ده، له کابله تر مردانه
بې حسي ده، غلامي ده، له کابله تر مردانه
دغه خاوره چې زانګو وه، د تهذيب د سرلوړيو
اوس په واک د پنجابي ده، له کابله تر مردانه
دا ولس چې علامت وو د وفا او د مېړانې
اوس ورپاته ناځواني ده، له کابله تر مردانه
د دې قام شاعر باغي وو، ژمن و خاورې او ولس ته
اوس لهجه يې تبليغي ده، له کابله تر مردانه
د دې قام مقدمه شته، له کابله تر مردانه
خو په شان د جماعتي ده، له کابله تر مردانه
*********************
له کابله تر مردانه، له مردانه تر کابله
يو تک تور سړی روان وو او امسا يې ښوروله
له کابله تر مردانه، له مردانه تر کابله
تور سړي ويل باچا يم، ټوله خاوره مې ده خپله
له کابله تر مردانه، له مردانه تر کابله
د خوشال خټک پر خاوره، يوه ډمه نڅېدله
له کابله تر مردانه، له مردانه تر کابله
هر ملا په جوماته کې، د پنجاب خطبه وئيله
له کابله تر مردانه، له مردانه تر کابله
دغه خاوره کله نه وه، داسې پاتې بې اتله
*********************
يو وجود دی يو بدن دی، له کابله تر مردانه
د افغان ملت وطن دی، له کابله تر مردانه
له کابله تر مردانه، په مردۍ سره شريک دي
ننګ د دې وګړو فن دی، له کابله تر مردانه
له کابله تر مردانه، بله لار د خلاصون نشته
يا وطن دی يا کفن دی، له کابله تر مردانه
له کابله تر مردانه به پښتون ولس پاڅېږي
که دا نه وکړي زيانمن دی، له کابله تر مردانه
له کابله تر مردانه چې پنجاب شړي له خاورې
هغه څوک مو سروبن دی،‌ له کابله تر مردانه
19 اپرېل 2016

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب