جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد سینې د سرطان د مخنیوي لور ته مهم ګام

د سینې د سرطان د مخنیوي لور ته مهم ګام

تاند- ساینسپوهان وايي چې دوی اوس تقریباً معلومه کړې چې د انسان په جین کې کوم بدلونونه د دې سبب کېږي چې د سینې یا تي سرطان رامنځته شي.

د ښځو د سینې یا تي سرطان د سرطانونو په منځ کې تر ټولو عام او زیات دی.

د ساینسپوهانو له لوري دا پرمختګ، چې جزییات یې په نېچر مجله کې خپاره شوي، د دې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره یو لوی ګام بلل شوی دی.

ویل شوي چې دا د سینې د سرطان په برخه کې تر ټولو لویه او پراخه څېړنه ده او هغه ټول معلومات پکې شامل دي چې په وجه یې د روغې سینې انساج خرابېږي.

د بریتانیا د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز وايي چې دا تازه موندنې د سرطان د درملنې لور ته یو مهم ګام دی.

ساینسپوهان وايي، د دې لپاره چې د دې ناروغۍ په علت پوی شي باید لومړی دا څرګنده کړي چې په ډي این اې کې څه ستونزه پېښېږي چې له کبله یې د انسان روغ انساج سرطاني کېږي.

ساینسپوهانو په دې څېړنه کې د ۵۶۰ تنو د سینې د سرطان بېلګې کتلي دي.

4 COMMENTS

  1. زما ۳هفتی کیږي چی ټوخی میدی اوس ټوخي سره وینه راځی زه باید سه وکم ډاکتر ته هم لارم خو اوس هم وینه راځی البته سحر چی راپاسم ټوخي کی وینه راځی زما د فیس بوک پاڼه kandar khan مرسته وکۍ ورونو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب