نم نم باران وریده . د ډیران له صندوقونو سره د بریښنا د ولاړې ستنې څراغ تت ښکاریده.
زه ورټیټ شوم کاغذونه مې په خپل ځای کیښودل او چې کله مې د پلاستکي شیانو کڅوړه صندوق ته وراچوله ، چیغه شوه. په پراګ کې په هغه ښار کې چې خلک یې په لارو کوڅو کې غلي وي، چیغه سړی وارخطا کړي. ناببره مې شاوخوا وکتل د صندوق له شا یوې نجلۍ په لوړ غږ وویل:
– ولې داسې کوئ!
– څه مې کړي دي؟
نجلۍ خپلې مخې ته پرتو پلاستیکي کڅوړو او بوتلونو ته اشاره وکړه:
– دغه ټول مې له صندوقه راایستلي ته نور پکې اچوې
– وبښئ تیاره ده تاسو ته مې فکر نه و څه مو ورک شوي؟
– هو یو شی پسې ګورمه
هلته نژدې یو لرګی پروت و هغه مې راواخیست. پرې وختم او له صندوقه مې هغه کڅوړې رابهر کړې چې وراچولې مې وې. نجلۍ مننه وکړه زه ترې رهي شوم. نجلۍ راغږ کړل:
– هیله ده راسره مرسته وکړې زما لاس د صندوق منځ ته سم نه وررسیږي
وروګرځیدم. نورې کڅوړې مې رابهر کړې. دې ژر ژر وتوشپلې او سر یې وخوځاوه. بل ځل چې مې دوه پلاستیکي کڅوړې د دې مخې ته واچولې نور څه په صندوق کې پاتې نه شول.
نجلۍ چې دا کڅوړې سره تیت کړې له منځه یې د عکس یو چوکاټ راوایست. عکس یې په ټټر پورې ونیو په ژړا یې راته وویل:
– دا مې د میړه عکس دی په دې پسې ګرځیدم
پورته مې وکتل باران لږ تیز شو. نجلۍ وویل:
– میړه مې طلاقه کړې یمه خو زه احمقه یمه په ما ګران دی زه باید هوښیاره شمه
ما د جمپر خولۍ پر سر راکش کړه. ټک شو، ما شاته ټوپ کړل، نجلۍ چوکاټ له مځکې ویشتی و. دې په لوړ غږ کټ کټ وخندل او راته ویې ویل:
– نه یمه لیونۍ خو خپله پریکړه مې له زړه وکړه تر دې وروسته یې نه یادوم.