(Heinrich Böll) – Action Will Be Taken
ژباړه: حیات
زما د ژوند یو عجیب وخت هغه مهال و، چې د الفرد وونزیدېل[1] په فابریکه کې مې مزدوري کوله. زه فطرتاً ملال او تنبلۍ ته تر کاره ډېر جوړ یم؛ خو کله کله مې دوامداره مالي مشکلات مجبور کړي – نه چورت او پرېشاني پيسې ګټې او نه هم کرارناستی – چې یوه وظيفه پيدا کړم. یو وارې بیا په دغسې موړ کې ودرېدم، ځکه خو مې ځان د کارموندنې دفتر ته لاس تړلی وسپاره. دوی له اووه نورو کړاوشریکو سره د دې لپاره چې څه مې زده دي او که نه، د الفرد وونزیدېل فابریکې پلو ازموینې ته ولېږلم.
د فابریکې ظاهري بڼه زما شک ته بس وه: فابریکه سراسر له ښيښهيي خښتو جوړه وه. له روښانه ودانیو او کوټو زما کرکه له کاره تر کرکې کمه نه ده. زما شک هغه وخت لا پوخ شو، چې سملاسي يې چراغان کافيشاپ ته سهارنۍ لپاره بوتلو: ښکلو خدمتګارو هګۍ، کافي او ډوډۍ او په ښایسته جکونو کې د مالتې جوس راوړل. ماهیان په ستړو څېرو د شفتليرنګه اکواریوم په دېوالونو مخونه نښلولي وو. خدمتګارې دومره خوشاله وې، چې له خوښۍ په جامو کې نه ځایېدې. یوازې یوې غښتلې ارادې – ما داسې بلله – دوی کرۍ ورځ له سندرو منع کړې وې. د هغوی زړونه له داسې ناویلو سندرو ډک وو، لکه چرګې چې له نااچول شویو هګیو ډکې وي.
سملاسي وپوهېدم، چې زما کړاوشریکو ظاهراً دې خبرې ته نه و پام، ها دا چې سهارنۍ زموږ د امتحان یوه برخه وه، ځکه خو ما په ډېر ادب په داسې انداز سهارنۍ تېروله، لکه یو کس چې ډېر ارزښتمن خواړه خوري. یو بل کار مې هم وکړ، داسې کار چې معمولاً د ځمکې پر سر هېڅ زور نه شوم اړ کولای: په وږي نس مې د مالتې جوس وڅښه، کافي او هګیو ته مې ګوتې هم ورنه وړې، ډوډۍ ته هم. پاڅېدم، کافيشاپ کې وګرځېدم، داسې لکه یو دروند فکر چې زېږېدو ته په تمه وي.
په اخر کې، زه لومړنی کس وم، هغې کوټې ته چې پوښتنلیکونه پکې پر ښکلو مېزونو اېښي وو، وبلل شوم. دېوالونو ته شینبخون رنګ ورکړل شوی و. دغه کار د کورني ډیکور مینهوالو په خوله حتماً د «زړه راښکونکې» کلمه راوستله. کوټه خالي معلومېده او اوس هم مطمین وم، چې یو څوک مې څاري. د یوه پُرکاره سړي غوندې چې ګومان کوي، څوک يې نه څاري، همداسې چالچلن مې وکاوه. قلم مې سملاسي له جېبه را وایست، سرپوښ مې ترې لرې کړ، مېز ته نږدې کېناستم او د پوښتنو پاڼې مې ځان ته راکش کړې، داسې لکه یو غوسهناک پېرېدونکی چې د هوټل بېل راکاږي.
لومړۍ پوښتنه: ستا په نظر دا سهي ده، چې یو سړی یوازې دوه لاسه، دوه پښې، دوه سترګې او دوه غوږونه ولري؟
په لومړي ځل مې له خپل غمجن طبیعت څخه استفاده وکړه او بې له دې چې زړه نازړه شم، ومې لیکل: «ان څلور لاسه، څلور پښې او څلور غوږونه زما محرکې انرژۍ ته کم دي. انسان پوره نه دی جوړ.»
دويمه پوښتنه: په یوه وخت څو تلیفونونه سمبالولی شې؟
دا پوښتنه هم دومره اسانه وه لکه یو – دوه – درې حساب غوندې، ومې لیکل: «که اووه تلیفونونه هم وي، بېحوصلې کېږم؛ نهه تلیفونونه باید وي، دا چې مطمین شم په ټول ظرفیت کار کوم.»
درېیمه پوښتنه: خالي وخت کې څه کوې؟
زما ځواب: «زه د خالي وخت اصطلاح له سره نه منم. له پنځلس کلنۍ مې دا اصطلاح له خپل قاموسه ایستلې ده، ځکه چې یوازې عمل ته ارزښت ورکول شوی دی.
کار ته يې ومنلم. ان له نهو تلیفونونو سره سره مې بیا هم فکر کاوه، چې په ټول ظرفیت کار نه کوم. په مایکروفون کې مې په زوره وویل: «ژر لاس په کار شئ! یا «یو څه وکړئ! – موږ باید یو کار وکړو – کار باید وشي – کار شوی دی – کار باید شوی وای». وضعیت ته په کتو مې دا اصطلاح په امریه جملو اړوله.
خوندورې شېبې بیا هغه وخت وې، چې موږ د غرمې مړۍ په ارامه فضا کې خوړله. د الفرد فابریکه له داسې خلکو ډکه وه، چې د خپل ژوند کیسې وايي، کټ مټ لکه مټور کسان چې کارګر وي. هغوی ته تر خپل ژونده، خپلې کیسې ډېرې مهمې وې. بس تڼۍ کېکاږه او د کارنامو باران ته کېنه.
الفرد یو ښيلاسی کارګر هم درلوده، بروشېک[2] نومېد. هغه په دې دلیل نوم ګټلی و، چې د محصلۍ پر مهال يې د شپې کار کاوه او له همدې لارې يې اووه ماشومان او مفلوجه مېرمن ساتله. هغه څلور تجارتي ایجنسۍ هم اداره کولې. له دې ټولو سره سره یې دوه ازموینې په عالي درجه هم تېرې کړې وې. کله چې یوه خبریال ترې وپوښتل، «ښاغلی بروشېک، ويدېږې څه وخت؟»، هغه ځواب ورکړ: «خوب جنایت دی!»
د الفرد سکرټرې هم د اوبدلو له لارې مفلوج مېړه او څلور ماشومان ساتلي وو، په ورته وخت کې له ارواپوهنې او جرمني تاریخ له فاکولتو هم فارغه شوې وه او د رمو سپيان یې هم ساتل. هغه د نایټ کلب د سندرغاړې په څېر مشهوره شوې وه، خلکو «اووم نمبر فرېبګره» بلله.
الفرد پخپله د هغو کسانو په څېر دی، چې سهار سترګې خلاصې کړي، یوه کار ته يې سوچ شي، ووايي، «یو څه باید وکړو»، بیا په بېړه ځانپاک له ځانه تاو کړي او ووايي، «یو څه باید وکړو». چې ږیره هم خرېيي، له ځان سره وايي، «یو کار باید وکړو» او شاهانه د ږیرې خرېیل شویو وېښتانو ته چې له فوم سره ځي، ګوري: دغه ببر اثار د الفرد د ډېرې انرژۍ ورځني لومړني قربانیان دي. ځینې نورې خصوصي چارې هم هغوی راضي ساتي: اوبه شراری کوي، کاغذ وکارېد. کار وشو. ډوډۍ وخوړل شوه، هګۍ ماتې او تېرې شوې.
الفرد ته معمولي کار هم یو لوی کار ښکارېږي: خولۍ يې پر سر څنګه کېښووله، په رېږ د کورتۍ تڼۍ تړي، ښځې ته يې مچکه ورکړه، دا او دا ټول عمل او کار ښکارېږي ورته.
کله به چې دفتر ته رسېده، په جګ غږ به يې له سکرټرې سره «کار باید وکړو» ستړې مشې کوله، هغې په واضح او روښانه غږ ورته ویل: «وبه شي». الفرد له دفتره ووت، په خوشالۍ يې نارلې وهلې: «راځئ، څه کارونه وکړو!» هر یوه ځواب ورکاوه: «وبه شي!» ما به هم په نوراني موسکا چې زما دفتر ته به یې سر رابېرته کړ، وویل: «وبه شي!»
په یوه اوونۍ کې مې د مېز پر سر تلیفونونه یوولسو ته ورسول، په دوو اوونیو کې دیارلسو ته. هر سهار به مې په لینيموټرو کې د «کار وکړئ»، کلمو په اړه له فکره خوند اخیست او به بېلابېلو زمانو او بېل انداز به مې تکرارولې: پوره دوه ورځې مې بیا بیا یوه جمله تکرار او تکرار کړه، ځکه ما ویل دا خوندوره راځي: «کار کول پکار و». دوه نورې ورځې مې بیا په دې جملې تېرې کړې: «داسې کار نه و پکار.»
نو په رښتیا مې احساسوله، چې کله یو څه شی کولو ته وي، په ښه اخلاص يې کوم. د یوې سهشنبې په سهار – لا مېز ته نه وم ناست – الفرد دفتر ته په منډه راغی او په لوړ غږ يې ویل: «راځه، یو کار باید وکړو!» خو د هغه په څېره کې ناببره څیز دې ته پرېنښووم، چې د پخوا په څېر ورته ووایم: «باچا سلامت!» لکه چې په ځنډ مې ځواب ورکړی وی، الفرد غږ نور هم جګ کړ، ويې ویل: «ځواب را، ځواب، له اصولو نه یې خبر؟» ما په سانیولي غږ، په نه زړه، لکه یو ماشوم چې مجبور کړي ووايي، زه شوخ او ورانکاری یم، ځواب ورکړ. په ډېرۍ خوارۍ مې یوازې دا کلمات ادا کړای شول: «کار به وشي.» او لا مې خبره نه و خلاصه کړې، چې کار په رښتیا وشو: الفرد پر غولي وغورځېد. په یوه اړخ د پرانیستي وره په سم نیمايي کې ولوېد. د سترګو په رپ کې وپوهېدم، کله چې له مېزه ارام ورتاو، پر غولي پروت جسد ته نژدې شوم: هغه مړ شوی و.
سر مې وښوراوه، په دهلېز کې ورو د بروشېک دفتر ته روان شوم او بې له دې چې دروازه يې وټکوم، دفتر ته ورننوتم. بروشېک مېز ته ناست و، په دواړو لاسونو کې يې د تلیفون غوږۍ نیولې وې، په غاښونو يې قلم چې پر کاغذ د یادداشت لپاره و، نیولی و او یبلو پښو يې تر مېز لاندې د جامواوبدنې پر ماشین هم کار کاوه. له دې لارې يې خپلې کورنۍ ته جامې برابرولې. ورو مې ورته وویل: «یو کار وشو.»
بروشېک قلم له خولې ایسته تو کړ، د تلیفونونو غوږۍ يې کېښووې، په نه زړه يې د پښو پنجې د اوبدنې له ماشینه ایسته کړې.
ويې پوښتل: «څه کار؟»
ما وویل: « الفرد مړ شو.»
هغه وویل: «نه!»
ورته ومې ویل: «ولا، راځه، پخپله يې وګوره!»
هغه وویل: «نه، څه وايې!» خو چپړکې یې پښو کړې او په دهلېز کې په ما پسې راروان شو.
کله چې د الفرد جسد ته ودرېدو، ويې ویل: «نه، نه، نه!» ما د هغه د خبرې ځواب ورنه کړ. الفرد مې کرار ستونیستاغ واړاوه، سترګې مې ورپټې کړې او په غمجن نظر مې وروکتل.
خواخوږي مې ورسره وشوه، په لومړي ځل مې احساس کړه، چې له هغه مې هېڅکله کرکه نه ده کړې. د هغه مخ د داسې ماشومانو څېرې ته ورته و، چې پر سانتا کلاز[3] له باوره په زور اړول کېږي، باوجود د دې چې د ساتېریو د ملګرو پر دلایلو يې د سړي زړه هم خړوبېږي.
بروشېک وویل: «نه، نه.»
ما ورو بروشېک ته وویل: «موږ باید یو کار وکړ.» هغه وویل: «هو، موږ باید یو څه وکړو.»
کار ترسره شو: الفرد ښخ شو. ما ته وویل شول، چې د هغه په تابوت پسې د پلاستیګي ګلابو ګېډې یووسم، ځکه زه نه یوازې ملال او لټۍ ته متمایل یم؛ په تورو جامو کې هم ښه ښکارم. ظاهراً، کله مې چې د الفرد په تابوت پسې د مصنوعي ګلابو ګېډۍ وړله، ښه ښکلی ښکارېدم، په همدې دلیل یوه مشهور جنازېسمبالوونکي شرکت راته د وظیفې وړاندیز وکړ. ويې ویل، چې له دوی سره د مسلکي ویرجنو په توګه کار شروع کړم. د شرکت مدیر وویل: «ته پيدایشي ویرجن يې، لباس جامې شرکت درکوي. څېره دې – بېسارې ښکلې.»
استعفاهخط مې بروشېک ته ورکړ او ورته ومې ویل، چې هلته مې هېڅکله نه وه احساس کړې، چې په ټول ظرفیت کار کوم. له دیارلسو تلیفونونو سره سره مې بیا هم یو څه استعداد او ظرفیت ضایع کېده. زما ظاهر چې کله د یوه مسلکي ویرجن په توګه څرګنده شو، زه وپوهېدم: زما ځای همدا او ویر زما په طبعه جوړ کار دی.
د تابوت تر شا غمجن ولاړ یم، د ګلانو ساده ګېډۍ مې په لاس کې نیولې، اُرګ هندېل لارګو[4] موسیقي غږوي، د موسیقي داسې پارچه چې څومره يې درناوی پکار دی، هومره درناوی يې نه کېږي. د هدیرې کفَّې زما د روزانه راشې درشې ځای دی. د کار ترمنځ دمې لپاره همدلته راځم؛ کله کله په ځینو جنازو پسې چې ضرور نه ده ورپسې لاړ شم، روانېږم. ګلان په خپلو پیسو اخلم او د ځینو بېکسو په تابوت پسې له نورو سره ملګری کېږم. وخت په وخت د الفرد ګور ته هم درېږم. زه ځان د هغه احسانمن ګڼم، ځکه د هغه له برکته مې خپله اصلي دنده پيدا کړه، داسې دنده چې ویر پکې لازمي دی او تنبلي پکې زما وظیفه.
ډېر وخت وروسته وپوهېدم، چې ما هېڅکه ځان نه و په زحمت کړی، چې د الفرد وونزیدېل فابریکې څه جوړول. زما په خیال، صابون يې جوړاوه.
[1] Alfred Wunsiedel
[2] Broschek
[3] Santa Claus
[4] Handel’s Largo