(څلورمه برخه)
پر کندهار باندي د کیخسرو پوځي حملې او د هغه ناکامي او عواقب:
کندهار استقلال اعلان کړی او ترلاسه کړی وو. له پښتنو څخه د استقلال د بیرته اخیستلو او د کندهار د بیرته اېلولو لپاره د ایران له صفوي رژیم سره د شاه عباس او شاه طهماسب په څېر قوت موجود نه وو. کندهار هم هغه پخوانی کندهار نه وو. اوس یې د میرویس نیکه په څېر یو هوښیار او زړه ور لارښود درلودی او د سیمي ټولو اوسېدونکو د هغه رهبري منلې وه او په مقابل کي صفوي رژیم دونه فاسد او بې واکه سوی وو چي د خپل قلمرو ساتل یې په وس کي نه وه او نور د پوځي عملیاتو زور ورپاته نه وو.
میرویس نیکه په ۱۷۰۹ م کي پاڅون وکړ او ګرګین یې قتل کړ. دا خبر ډېر ژر اصفهان ته ورسېدی خو د اېران دربار د کندهار د پاڅون د بیرته نیولو او پاڅون والو ته د سزا ورکولو لپاره ایله دوه کاله وروسته د ګرګین وراره خسرو خان یا کیخسرو خان ته پر کندهار باندي د حملې کولو وظیفه وسپارله او هغه په ۱۷۱۱ م کي د مشهد له لاري د کندهار پر لور روان سو. کروزینسکي. تاریخ سیاح مسیحی ص ۲۷
د دونه مهمي لښکرکښۍ لپاره باید چي اصفهان یو ډېر لوی پوځ لېږلی وای ځکه چي هغه پوځ ډېره لویه فاصله وهله او باید چي حتماً یې بری ترلاسه کړی وای کنه نو د پوځ د ماتي په صورت کي مات سوي عسکر تر ایران پوري رسېدلای نه سوای او ټول قتلېدل. خو شاه حسین یوازي ۱۶ زره عسکر واستول. په داسی حال کي چي خسروخان، د یوه جنرال په حیث، خپل لیاقت په اثبات رسولی وو او باید چي هغه د جنګ عمومي قوماندان وای خو شاه حسین یا خواجه سرایانو او درباریانو د پوځ مالي او پوځي مسولیت د عباسقلي بیګ په نوم یوه سړي ته وسپاری او د خسروخان سره چي یې قزلباش عسکر لېږلي وه هغوی یوه ګرجي قوماندې ته په هغه اندازه اهمیت نه ورکاوه لکه د خپل یوه مسلمان جنرال عباسقلي بیګ امر ته چي یې غاړه ایښودله.
کروزینسکي وايی چي دې پوځي قوې ته یې ۲۶۰ زره تومانه بودجه ورکړه؛ خو له دې جملې څخه یې ۲۰۰ زره عباسقلی خان او باقي پاته ۶۰ زره یې ګرجي عسکرو ته تخصیص کړه او د هغو پیسو د لګښت واک یې هم عباسقلي بیګ ته ورکړی وو. هغه کتاب هغه مخ
دا پخپله د خسروخان په څېر یوه مهم جنرال په حق کي تېری وو او پاچا یا درباریانو په لوی لاس د دونه مهمي حملې لپاره لېږل سوی پوځ، له لومړي سره، پر دوو برخو وېشلی وو. په هر صورت د خسروخان حمله ناکامه سوه. خسرو خان او عباسقلي بیګ دواړه ووژل سول او له پوځ څخه ایله ۵۰۰ تنه ژوندي ایران ته ورسېدل.
نور تاریخي منابع وايي چي د ایران دربار پر کندهار باندي حملې کولو او د هغه ښار او شاوخوا سیمو د پاڅون ځپلو اهمیت ته متوجه وو ځکه نو شاه حسین د دې لښکرو لپاره تر ټولو مناسب قوماندان د ګرګین وراره کیخسرو خان وټاکی چي هم په توره او زړه ورتوب مشهور وو او هم یې د خپل کاکا د کسات اخیستلو ویني په جوش کي وې.
محمدخلیل مرعشی، د کروزینسکی په خلاف، د صفوي پوځ شمېر ډېرزیات ښيي او لیکي چي صفوي شاه حسین کیخسرو میرزا ته د سپه سالاری مقام او د کندهار سرداري ورکړه او د خراسان، د هرات حاکم او د کرمان حاکم علیقلی خان د تقریباً ۵۰ زرو پیاده او سپرو عسکرو او توپخانې او خزانې سره د کندهار پرلور واستاوه. مجمع التواریخ ص ۸
د کیخسرو دونه زیاتي عسکري قوې، مهماتو او خزانو به د میرویس خان د آزادۍ تحریک ناکامه کړی او ځپلی نه وای مګر لږترلږه له سختو مشکلاتو سره به یې مخامخ کړی وای او د میرویس خان لپاره به ګرانه وای چي د دونه لوی طاقت سره یې په آسانی مقابله کړې وای. خو د اېران د دربار کمزوري او اداري فساد او د عالي رتبه مقاماتو پرله پسې خیانتونو دا ځل هم خپلي ریښې ووهلې او د کیخسرو میرزا پوځي اقدامات او عملیات یې له ناکامۍ سره مخامخ کړل. . تر ټولو مهمه د ایران د پاچا بېحده کمزوري وه چي هیڅ ډول اراده یې نه درلوده او که څه مړانه ورپاته وه هغه یې په شرابو او ښځو کي افراط له منځه وړې وه. د پاچا امر هیڅ چا نه مانه او یوازي د ده په حضور کي یې ګویا امر چلېدی.
د ایران د شاه د دربار هغه ډلي اشرافو او مقاماتو چي میرویس خان یې بیرته کندهار ته واستاوه او د ګرګین د وژلو او د کندهار د آزادۍ د پاڅون زمینه یې برابره کړه دا ځل د کیخسرو د پوځي طاقت د ماتولو دپاره دسیسه وکړه. دا ډله بېرېدله چي که یو ځل کیخسرو په دې عملیاتو کي بریالی سو نو دا به د شاه په دربار کي د هغه اعتبار ډېر لوړ کړي او د دوی حیثیت او قدرت ته به تاوان ورسوي. History of the Late Revolutions of Persia pp 190-191
د ایران د شاه درباریانو د کیخسرو د ماتولو او ناکامولو لپاره درې کارونه وکړل. لومړی خو یې د هغه د عسکرو او منصبدارانو لپاره د تخصیص سویو پیسو یوازي دریمه برخه ورکړه او د هغه پوځي قوت یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړ او په نتیجه کي یې عسکر زړه ماتي سول. دوهم یې د هغه په پوځ کي قزلباشو منصبدارانو ته مشوره ورکړه چی د خپل جنرال اطاعت به نه کوي ځکه چي هغه یو ګرجی دی او دوی باید د خپل قزلباش جنرال اوامر ومني. دې کار د پوځ په حرکاتو او عملیاتو کي بې نظمي راوستله او پوځ یې ډېر سخت کمزوری کړ. دریم کار چي تر ټولو خطرناک ثابت سو او د کیخسرو ریښې یې وایستلې هغه دا وو چي د کیخسرو محافظ او خانه سامان ته یې وظیفه ورکړه چي د ټولو جنګي عملیاتو اوپلانونو احوال به میرویس خان ته رسوي ؛ تر څو هغه مخکي له مخکي ځان تیار کړي او د کیخسرو حملې شنډي کړي. ویل کیږي چي دغه جاسوس چي میرویس خان ته یې د ایراني عسکرو د عملیاتو په باره کي جاسوسی کوله د اصفهان په عملیاتو کي د شاه محمود ملګری وو. Ibid pp 191-195
په هرصورت کیخسرو د ۱۷۰۹ میلادي د نومبر په میاشت کي له ایران څخه حرکت وکړ، په هرات کي د ابدالی قبیلې مشر عبدالله خان او د هغه د قبیلې سړي ورسره ملګري سول او د ۱۷۱۰ د نومبر په میاشت کي یې ځان فراه ته ورساه. لاکهارټ ص ۱۰۳
دا چي کیخسرو په یوه کال کي له اصفهان څخه ځان فراه ته رسوي او په مخ کي هیڅ نظامي ستونزه هم نه لري نو له دې څخه ښکاري چي هغه د خپل پوځ په دننه کي د سختو پوځي او اداري مشکلاتو سره لاس و ګرېوان وو کنه نو دا فاصله یې باید په دوو دریو میاشتو کی وهلې وای. میرویس خان د کیخسرو د لښکرکښۍ د خبر او اطلاعاتو اورېدلو سره سم د کندهار د ښار څخه دباندي پراته کلي له خلکو تش کړل او هغوی ته یې وویل چي یا د کندهار ښار ته او یا نورو محفوظو سیمو ته ولاړ سي. د کندهار پر شاوخوا پرتو کلیو حاصلات یې ښارته یوړل او په کلیو کي د اوسېدني ځایونه او مواد یې ټول وسوځول. Ibid p195
کله چي د کیخسرو پوځ د کندهار د ښار شاوخواته ورسېدی نو له لومړۍ ورځي د موادو له کمبود سره مخامخ سو او هغه مجبور وو چي د خپل پوځ لپاره له ډیرو لیري پرتو ځایونو څخه مواد راوړي. میرویس خان د کیخسرو پوځ پر آرامه نه پرېښود او هره شپه به یې د خرپ او ترپ حملې ورباندي کولې او په هره حمله کي به یې سل دوه سوه تنه ایراني پوځیان وژل او د کلا له سره څخه به یې شپه او ورځ ګولۍ ورباندي اورولې. میرویس خان په دغه وخت کي د کندهار د ښار اطرافو ته لیکونه واستول او پښتنو یې وویل چي هغه قافلې ولوټي چي د کیخسرو خان عسکرو ته آذوقه وړي. د کیخسرو عسکرو هرځای ماته کوله او هیڅ کار یې پر مخ نه سو بېولای. مجمع التواریخ ص ص ۱۰-۱۴
له یوې خوا کیخسرو خان، چي هسي په نوم مسلمان سوی وو او اصلاً عیسوی ووو د ایران صاحب منصبان توهینول او ډېر بد سلوک یې ورسره کاوه او هغوی به یې هره ورځ سپکول. مجمع التواریخ ص ۱۰۵
او له بلي خوا د ایران مقاماتو د خپلو هغو صاحبمنصبانو چي د یوه عیسوي جنرال تر قوماندې لاندي عملیاتو کولو څخه یې کرکه درلوده، حمایه کوله او د یوه سړي په زړه کي هم دا نه ورګرځېدله چي په دې کار سره د خپل هیواد ګټو ته څونه تاوان رسوي. لاکهارټ، ص ص ۱۰۳-۱۰۴
د کیخسرو قواوو، په دغو سختو شرایطو کي، د کندهار محاصرې ته تقریباً یو کال دوام ورکړ او کله چي ورته معلومه سوه چي په دغه راز شرایطو کي د ښار فتح کول امکان نه لري او افسرانو یې هم مشوره ورکړه چي اوس حاضر باید د هرات او مشهد خواته پر شا سو او په راتلونکي کال کي، په مساعدو شرایطو کي به، د نورو تازه دمه قواوو سره بیا د کندهار پر لور حرکت وکړو نو کیخسروخان هم د هغوی مشوره ومنله او د خپلو پوځونو د پرشا کولو فیصله یې وکړه. مجمع التواریخ ص ۱۶
داکترلاکهارت په دې باره کي یو څه تفصیل ورکوي او د تفصیل ورکولو لپاره د یوه ایټالوي جراح، فرسکو تاري ورونژ، د سترګو په لیدلي حال استناد کوي او لیکي چي میرویس له بلوڅانو څخه مرسته وغوښته او هغوی د کیخسرو پر عسکرو باندي د خرپ او ترپ حملې پیل کړې او هم یې د ښار شاوخوا ټوله چور کړه نو پر کیخسرو باندي میدان تنګ سو او په دې ضمن کي لا د کیخسرو اکثر عسکر د اسهال په ناروغي اخته سول او د سپټمبر پر ۲۷ د کیخسرو د کاکا زوی الیکساندر او یو څو تنه ورسره سپاره ملګري ېې په یوه نښته کي ووژل سول.
لاکهارت لیکي چي کله کیخسرو متوجه سو چي وضع خرابیږي نو یې د خپلو قواوو د عقب نشینی فیصله وکړه. کله چي د کیخسرو قواوو عقب نشیني پیل کړه، د میرویس قواوو په حملو پیل وکړ. ګرجیانو ډېر ښه جنګ وکړ او عبدالله خان ابدالی هم، چي د کیخسرو د قواوو ملاتړی یې کاوه، په مړانه وجنګېدی مګر د هغوی ایراني ملګرو د لوږي او تندي تاب رانه ووړ اوتېښتي ته مخه کړه. د کیخسرو ورور یزه له دغه جنګ څخه ژوندی ووت او ښايی کیخسرو هم نجات پیدا کړی وای مګر آس یې له یوې ویالې څخه د غورځېدلو په وخت کي وښویدی او له آسه ولوېدی. پښتنو هغه ته د بیرته سپرېدلو مجال ورنه کړ او ځای پرځای یې وواژه. انقراض، ص ص ۱۰۵-۱۰۶
د ایراني پوځ د ماتي خبرونو صفوي دربار سخت وارخطا کړ او بیا یې هم د معمول سره سم په سلا مشورو لاس پوري کړ. دې سلا مشورو ډېر دوام وکړ او بالآخره ټول دې نتیجې ته ورسېدل چي محمدزمان خان قورچي باشي به، چي یو تجربه کار جنرال دی، د کندهار خواته لېږي. محمدزمان خان هم زوړ اوهم ناروغ وو خو د شاه د امر سره سم یې دې ماموریت ته زړه نا زړه غاړه کښېښودله. صفوي دربار محمدزمان خان ته ښې ډیري پیسې او قوي توپخانه ورکړه او ضمناً د خراسان، استرآباد او قاجاریانو او کردانو او ترکمانانو څخه یې غوښتنه وکړه چي د محمدزمان خان له پوځ سره د لښکر، پوځ او خوراکي موادو مرستي ونه سپموي. خو ناروغ او سپین ږیري محمدزمان خان ایله ځان تر بسطام پوری ورساوه او هلته ناروغ پرېووت. له څو ورځو ناروغۍ څخه وروسته هلته وفات سو او د مرعشی په قول، د کندهار تر سفر یې د آخرت سفر ته ترجېح ورکړه. مجمع التواریخ ص ص ۱۷ـ۱۸
که څه هم چي کروزینسکی لیکي چي، د کیخسرو له ماتي څخه وروسته ، ایران هر کال کندهار ته پوځونه لېږل اوټولو ماته کوله تر څو چي میرویس وفات سو. خو کروزینسکی د خپلي ادعا تفصیل نه ورکوي او د هیڅ کوم جنرال نوم، چي کندهار ته دي لېږل سوی وي، نه اخلي.
مرحوم بینوا د میرویس نیکه په نوم کتاب کي د انګریزي صاحب منصب او مورخ ملیسن په حواله لیکي چي د ایران صفوي رژیم، په کندهار کي د کیخسرو د لښکرو له ماتي څخه مخکي، په ۱۸ میاشتو کي پنځه ځله کندهار ته پوځونه واستول او هر ځل له ناکامۍ سره مخامخ سول. په وروستۍ حمله کي، چي د تبریز د حاکم محمدخان تر قوماندې لاندي یې وکړه، میرویس د محمدخان ۵۰۰۰ سپرو ته په ۵۰۰ سپرو ماته ورکړه او پخپله د تبریز حاکم، له خپلو دریو زامنو سره، د پښتنو جنګیالیو په لاس ورغی. میرویس نیکه ص ۷۹
که څه هم چي د پورتنیو پنځو حملو لپاره هیڅ ډول موثق استناد موجود نه دی او د بېنوا منبع هم پر هانوې باندي، چي هغه پخپله هیڅ سند نه لري، حواله ورکوي؛ خو ملیسن په دې عقیده دی چي په کندهار کي د خسروخان د ماتي او وژل کېدلو څخه وروسته د ایران دربار، د محمدرستم خان تر قوماندې لاندي، یو بل پوځ هم پر کندهار باندي د حملې لپاره واستاوه. دې پوځ هم ماته وخوړه او محمدرستم خان ایله خپل سروساتی او له میدانه په تېښته ولاړ. ملیسن دا حمله په ۱۷۱۴ کي بولي. Malleson. History of Afghanistan p233 بېنوا. هوتکي ها ص ۷۲، حبیبی. تاریخ مختصر افغانستان ص ۲۴۷
د مرحوم بېنوا او د ملیسن دا ادعا چي ایران پر کندهار باندي د کیخسرو یا خسرو خان د حملې څخه مخکي پنځه ځله پر کندهار باندي حملې وکړې، نه یوازي دا چي په هیڅ تاریخي مأخذ کي وجود نه لري او یوازي د هانوې په خیالنامه کي یې یادونه سوې ده، بلکه په ۱۸ میاشتو کي پنځه حملې د ایران لپاره ممکني نه وې. موږ ولیدل چي ایران د خسروخان د پوځ د لېږلو لپاره پوره دوه کاله ځنډ وکړ او ایله یو پوځ یې برابر کړ چي هغه هم ماته وکړه. نو ګواکي د ایران لپاره دا پنځه حملې نه یوازي په لوژیستیکي لحاظ غیر ممکني وې بلکه د لاري فاصله او ستونزي که په نطر کي ورسره ونیولي سي نو سړی اټکل کولای سي چي د دې حملو امکان موجود نه وو.
فرهنګ هم، چي خپله منبع نه ښيي یا یې نه سي ښودلای، لیکي چي وروسته له هغه چي په کندهار کي د اصفهان د دوهم سفیر د نیول کېدلو خبر ایران ته ورسېدی نو دربار دې نتیجې ته ورسېدی چي میرویس په وعدو نه سي غولولای او باید چي پوځي اقدام وسی؛ خو بیا یې هم یوه منځنی لاره انتخاب کړه او هغه دا چي د یوه قوي پوځ د لېږلو پر ځای یې د هرات ګورنر ته امر وکړ چي د کندهار پر لور حرکت وکړي. دا اقدام په ۱۷۱۰ میلادي کي وسو. میرویس چي تر دغه وخته یې بشپړ نظامي ترتیبات نیولي وه، له ۵۰۰۰ عسکرو سره جنګ ته را ووت او د ایران قواوو ته یې ماته ورکړه. له دې څخه وروسته د ایران حکومت پر کندهار باندي څلور نوري حملې وکړې او ټولي بې نتیجې پای ته ورسېدلی. فرهنګ. افغانستان در پنج قرن اخیر ص ۷۱
د اصفهان دربار تر دې وروسته د کندهار خواته توجه ونه کړه او میرویس خان له دې وضع څخه ګټه واخیستله او تر کنټرول لاندي سیمو د سمسورولو خواته متوجه سو. د میرویس خان سره عمرډېره وفا ونه کړه او په ۱۷۱۶ میلادي کي وفات سو. کروزینسکی لیکي چي هغه د مرګ په وخت کي افغانانو ته وصیت وکړ چي د دښمن سره جهاد او مبارزې ته دوام ورکړي او همېشه یو لاس او یوموټی اوسي. هغه افغانانو ته وویل چي هیڅ وخت خپلو دښمنانو ته سر ټیټ نه کړی او په دې پوه سی چي په اېران کي بې اتفاقي موجوده ده او دولت یې مخ پر زوال دی او داسي ورځ به راسي چي د خدای په مرسته به اصفهان ونیسی. کروزینسکي. تاریخ سیاح مسیحی* ص ۲۸
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* د میرویس نیکه د وفات د نېټې په برخه کي د لیکوالو او مورخینو ترمنځ ډېر زیات اختلاف موجود دی او ډېر لږ یې پر یوه لاره دي. حبیبی تاریخ مختصر ص ۲۱۹ او بېنوا میرویس نیکه ص ۲۰ د میرویس نیکه وفات په ۱۱۲۷ هـق کي بولي چي ۱۷۱۴ میلادي کیږي. کروزینسکي یې ۱۷۱۷ بولي، مجمع التواریخ ص ۱۸ یې په ۱۷۱۵ کي بولي او راورټي خو لا د میرویس وفات Notes on Baluchistan and Afghanistan p 608 په ۱۷۲۰ کي بولي.
د کندهار د خپلواکۍ د پاڅون او د اصفهان د دونه لوی دښمن د وفات د نېټو په برخه کي له اختلاف څخه ښکاري چي د ایران دربار له کندهار سره ډېره سسته رابطه درلوده او دغه علت دی چي د دربار واقعه لیکونکو د دونه مهمي پیښي، چۍ د صفوي رژیم په سرنوشت کي یې ژوره او حتی قاطع اغېزه درلوده په سمه توګه قید کړي نه دي.
مخکي مو وویل چي کروزینسکی وايی کیخسرو د ۱۷۱۰ په پای کي کندهار ته واستول سو. کروزینسکي لیکي چي د هغه له ماتي څخه وروسته صفوي دربار هر کال کندهار ته پوځي قواوي لېږلی او ټولي پوځي حملې له ناکامۍ سره مخامخ کېدلې. میرویس اووه کاله ژوندی وو او وروسته وفات سو. په دې حساب باید میرویس نیکه په ۱۷۱۷ یا په ۱۷۱۸ کي وفات سوی وي. زه ګومان کوم چي دا وروستۍ نېټه د کندهار له وروستیو پیښو سره سرخوري. ځکه چي کله عبدالعزیز میرویس نیکه په زهرو وواژه او پخپله یې دوه کاله حکومت وکړ او شاه محمود هغه له منځه یووړ او پر ایران باندي یې حملې پیل کړې. دا ۱۷۲۰ سنه کیږي.
لاکهارټ وايی دا چي میرویس به په دغه ترلاس لاندي قلمرو قانع وو او که به یې د نورو فتوحاتو خیال هم درلود سړی چنداني څه نه سي ویلای. خو ځیني منابع وايی چي هغه د اصفهان د نیولو خیال درلود او د مرګ په وخت کي یې خپل زوی ته د اصفهان د نیولو تلقین کاوه. انقراض سلسله صفویه ص ۱۰۸.
زه ګومان کوم چي دا به د لاکهارټ خپله عقیده وي ځکه که یې منبع درلودلای حتماً به یې نوم یاد کړی وای. په دې باره کي هر چا خپل خیالات ور اضافه کړي دي.
موږ د میرویس نیکه د ادارې د طرز او د حکومت کولو په باب چنداني اطلاعات نه لرو. خو که د ګرګین څخه د ورپاته سوي قلمرو یعني له قلات څخخه نیولې تر کاکړستان، بلوڅو او بیا تر اوروزګان او فراه پوري پراخي سیمي د اوسېدونکو تابعیت ترلاسه کړی وي نو طبیعي خبره ده چي هم به ې مرستیالان او هم به یې سلاکاران درلودل. دا چي هغه د ایران له منظمو پوخونو سره مقابلې کولې او د جنګ په میدانونو کي یې بری ترلاسه کاوه نو څرګنده خبره ده چي هم ښه پوځي قوماندان وو او هم یې منظم پوځ درلود. طبیعي خبره ده چي دونه پراخ اداري قلمرو او منظم پوځ یوې منطمي ادارې او مالیاتي سسټم ته اړه درلوده خو دا چي د هغه اداري، پوځي او مالیاتي سسټم څه رنګ درلود موږ چنداني موثق اسناد په لاس کي نه لرو. خو دومره پوهیږو چي هغه یو اولسي مشر وو. تر مرګه پوري د مشر په نامه بسیا سو او د پاچهی د اعلانولو تکل یې ونه کړ. دا چي وروسته به یې پاچهي په خیال کي وه هغه معلومات هیڅ چا ته نسته. موږ دونه په یقین سره پوهیږو چي پښتانه په یوه اسانه چاته د بابا او نیکه نوم او لقب نه ورکوي. دا چي پښتانه یې تراوسه پوري نیکه بولي د دې معنا دا ده چي هغه به په ډېر پراخ زړه او ورین تندي له خلکو سره سلوک کړی وي.
که د میرویس خان د شخصیت او اهلیت په باره کي موږ ته چا څه ویلي نه دي هم موږ د هغه د اعمالو د نتیجو پر اساس د هغه د هوښیاری او مړاني په باره کي قضاوت کولای سو. دا چي هغه د کندهار او په مجموع کي د سیمي د پښتنو د آزادولو او خپلواکه کولو په منظور د اقدام کولو لپاره داسي حساس وخت انتخاب کړی وو چي د ایران صفوي رژیم د خپل اداري او اخلاقي فساد او کمزورۍ وروستی مرحلې ته رسېدلی وو او د لویو ښورښونو د ځپلو توان یې نه درلود او په ختیځ کي د هند مغلي دربار د اورنګ زیب له وفات څخه وروسته په داسي داخلي جګړو او ورور وژنو اخته سو چي د خپل ځان د ساتلو او ژغورلو توان ورته باته نه وو؛ دا پخپله د هغه پر منتهی هوښیاری او درایت باندي دلالت کوي. هغه لږ ترلږه دوه ځله د ایراني لښکرو سره د جنګ په میدان کي خپله مړانه، توره او نظامي هوښیاري او نبوغ وښود. البته موږ نه یو خبر چي هغه به د شال او مستونګ څخه نیولې تر اوروزګان او سیستان پوری د پراخي سیمي د اېلولو او د یوه واحد مرکز تر ادارې لاندي کولو لپاره په سیمه کي نور پوځي اقدامات هم کړي وي کنه. خو دا چي د هغه له وقات څخه وروسته د سیمي پښتنو په لومړي سرکي د ده ورور عبدالعزیز او تر هغه وروسته د ده ځوان زوی شاه محمود ته د چارو واګي وسپارلې دا ښيي چي له خپلو خلکو سره به یې حتماً ډېره ښه ګوزاره کړې وي او هغوی ته به یې ښودلې وي چي د ده کورنۍ د قومي چارو د ادارې توان لري او د دښمنانو په مقابل کي د دفاع توان او صلاحیت ورسره دی.
میرویس ډېر لوی مېړه وو. سره له هغه چي تر هر چا زړه ور او توریالی وو مګر په اجتماعي او سیاسي چارو کي یې عقل او تدبیر ته د توري تر استمعال ترجېح ورکوله. لاکهارټ وايی میرویس چي به هرکله خپل دښمن ته ګوزار ورکاوه صبر به یې کاوه او مناسب فرصت ته یې کتل. هغه کتاب ص ۱۰۷
سرجان مالکم لیکي چي د پښتنو دې زړه ور مشر د ډېر لوی قدرت د نیولو آرزو درلوده مګر مخکي له هغه چي خپل پلانونه عملي کړي وفات سو. د هغه د شخصیت په برخه کي دوستان او دښمنان دواړه په یوه نظر دي. که څه هم چي هغه ډېر زړه ور وو خو هغه څه چي ده ته یې په خپل قوم کي امتیاز ورپه برخه کړی وو هغه د ده فوق العاده هوښیاري، زیرکي او احتیاط وو. ګواکي د عقل برخه یې تر توري درنه وه. Malcolm. The History of Persia p 412
میرعبدالعزیز:
د میرویس خان له وفات څخه وروسته، چي د وفات د نېټې په برخه کي یې اختلافات موجود دي، او مورخینو یې د وفات د څرنګه والي په باره کي چنداني څه نه دي لیکلي؛ او لیکي چي د میرویس له وفات څخه وروسته د هغه کشر ورور عبدالعزیز قدرت ونیوی*. یوازي د عبدالغفار هوتک منظوم اثر « هوتکنامه » د میرویس خان د مړیني پړه مستقیماً پر عبدالعزیز اچوي او هغه د میرویس قاتل بولي. البته هوتکنامه، د میرویس نیکه په باب لیکل سویو تاریخونو څخه لږترلږه نیمه پېړۍ وروسته پیدا او چاپ سوه او تر دغه نېټې پوري هیڅ مورخ ته د پیښی دقیق درک معلوم نه وو. عبدالغفار هوتک د خپل اثر په ۱۳۷ او ۱۳۹ بیتونو کي لیکي:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* مرحوم غبار هم، د نورو خارجي او افغاني مورخینو په څېر، د میرویس نیکه د وفات علت ته اشاره نه کوي او لیکي چي د هغه له وفات څخه وروسته یوې قومي جرګې، چي شمېر یې تقرباً ۴۰ تنو ته رسېدی، عبدالعزیز د مشر په حیث انتخاب کړ. خو څرنګه چی عبدالعزیز د میرویس کفایت نه درلود نو په لومړي قدم کی د حیات سلطان خان زوی عبدالله خان او د دولت خان زوی زمان خان له هغه څخه بېل سول او د فراه، هرات او سبزوار خواته ولاړل. افغانستان در مسیرتاریخ جلد اول ص ۳۲۳. البته دا هغه معلومات دي چي ما پخپله د بل هیڅ مورخ په کتاب کي نه دي لیدلي او مرحوم غبار هم د خپلو معلوماتو منبع نه ښيي. نور مورخین لیکي چي ابدالیان او هوتک، د میرویس نیکه د پاڅون په وخت کي هم یا په ملتان او یا په هرات کي اوسېدل او له هوتکو سره یې ګډ عمل نه کاوه او مشران یې د عبداعزیز د انتخاب په وخت کي په کندهار کي موجود نه ول.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په زهرو یې شهید حاجي میرخان که
حکومت یې برادر بیا عزیز خان که
او وروسته د میرویس نیکه له وراره یارمحمد سره، چي د هند دربار ته د میرویس د خاص استازي حاجی انکو ورور وو، او د میرویس نیکه طرفدار وو، دښمنۍ او د عبدالعزیز له خوا د یارمحمد د وژلو قضیه بیانوي:
عزیزخان او یارمحمد
دښمني یې شوه بېحد
چي دی ورغی دېوان ته
په پرسش و عزیزخان ته
په هغه ان یې دی بندي که
هم یې مړ داسی دستي که
پرې خوني بیا عزیزخان شو
مخ تورن بیا پښېمان شو.
مورخینو یوازي دونه لیکلي دي چي د میرویس دوه زامن ول چي یو یې ۱۸ او بل یې ۱۴ کلن وو. د پښتنو مشرانو د هغوی د عمر د لږوالي له امله هغوی د قدرت د نیولو لپاره مناسب ونه بلل. البته کروزینسکی د محمود د یوه بل کشر ورور یادونه هم کوي اووايی چي د بنی اصفهان د محاصرې په وخت کي د محمود کشر ورور، د هغه د خاله زوی او د افغانانو څو تنه مشران او یو شمېر افغانان قزلباشو ونیول. او کله چي د ایران شاه خپل استازی د هغوی د خلاصولو لپاره ور واستول قزلباشو د هیأت د رسېدلو څخه مخکي هغوی وژلي ول. تاریخ سیاح ص ۴۳
نور نو اکثرمورخین یوازي د محمود او حسین نومونه یادوي او وايی چي د خپل پلار د وفات په وخت کي یې عمرونه ډېر کم وه او د کندهار قومي مشرانو، د هغه احترام او درناوي په اساس چي میرویس خان ته یې درلود، د کندهار او شاوخوا سیمو مشرتوب د هغه د کورنۍ حق باله او قدرت یې د میرویس ورور عبدالعوزیز ته ورکړ. History of the Late Revolutions in Persia vol 1 p 202
عبدالعزیز د شخصیت له مخي له میرویس خان سره ډېر زیات توپیر درلود. هغه نه د میرویس خان په څېر زړه ور او نه د هغه په څېر هوښیار وو. له عبدالعزیز سره تر هرڅه مخکي دا اندېښنه پیدا سوه چي که یو ځل د اصفهان دربار بیرته پر پښو ودرېدی او یو ځل یې د کندهار د خپلواکۍ د پاڅون د ځپلو لپاره په هوښیارو او پر وخت او منظمو اقداماتو لاس پوري کړ؛ کندهار به د هغوی په مقابل کي د مقاومت کولو توان ونه لري. د ایران د شاه قهرېدلي پوځونه به د کندهار د خلکو د تیرو کلونو د قیامونو او په جنګونو کي د بریالیتوبونو کسات واخلي او پښتنو ته به د پرله پسې ماتو او شکستونو شرم په برخه سي. Ibid p203
هغه په دې مسله کي ځینو قومي مشرانو ته قناعت ورکړ او د ایران له دربار سره یې د روغي جوړي لاره ونیوله. هغه را بللو قومي مشرانو ته قناعت ورکړ چي د اصفهان دربار ته باید یو هیأت ولېږو او د ایران شاه ته څو پېشنهادونه وړاندي کړو. یو دا چي تېرو پېښو وښودله چي د کندهار او شاوخوا سیمو خلکو د خارجي پوځیانو او په تېره بیا د ګرګین د ظلمونو او تېریو په مقابل کي ښورښ وکړ نو باید چي په آینده کي د کندهار سیمي ته پوځیان وانه ستول سي او د کندهار خلک پرېښودل سي چي پخپله خپل پوځ ولري او له دې ښار او شاوخوا سیمو څخه دفاع وکړي. بل دا چي د ایران حکومت دي، د خپلو ځینو نورو ایالتونو په څېر، کندهار ته هم دا واک ورکړي چي خپل حکومت ولري او حکومت دي د میرویس په کورنۍ کي میراثي کړل سي او بل دا چي پخواني مالیات دي کم سي. Ibid p 204
په دې کي شک نسته چي د ایران دربار به دغه ورته وړاندي سوي شرایط په ورین تندي منلي وای؛ ځکه چي د صفوي دربار سره نور د کندهار د بیرته فتح کولو توان پاته نه وو او دا چي هغه سیمه پرته له مقاومته او په لوی لاس بیرته ایران ته تسلیمېدله نو ایران نور څه غوښتل. ځکه چي ایران هم د کندهار د پاڅون په ځپلو او هم د هرات د ابدالیانو د خپلواکۍ د تحریک د ځپلو لپاره خپل تر ټولو قوي او غښتلي جنرالان واستول او ټول پوځي عملیات یې ناکام سول او ټول جنرالان یې په جنګونو کي وژل سوي ول.
مخکي له هغه چي د عبدالعزیز او د هغه د طرفدارو مشرانو هیأت له کندهار څخه حرکت وکړي خلک او هغه قومي مشران چي په توره یې آزادي ګټلې وه، قربانۍ یې ورکړي وې او د خپلواک اوسېدلو ژوند خوند یې تر خوله سوی وو، په دې دسیسه خبر سول او له عبدالعزیز سره یې مخالفت وکړ. خلک پوهېدل چي ایران به هیڅکله، د جنګونو په میدان کي، خپل شرمونکي شکستونه له یاده ونه باسي او که بیا د پښتنو سیمو ته د راتللو اجازه ورکړه سی نو خپل کساتونه به واخلي او زړونه به یخ کړي.
دې قومي مشرانو عبدالعزیز ته وویل چي که چیري د ایران پوځیان دا توان پیدا کړي چي پښتنانه او د کندهار سیمه د توپونو او قواو په زور وځپي نو تر دې چي په لوی لاس او په خپله خوښه د خپل دښمن چړې ته پرې وزو پرېږده چي د تورو په میدانونو کي پر ننګ او غیرت مړه سو. مشرانوعبدالعزیز ته وویل چي تر دې چي په لوی لاس ایران ته تسلیمیږو ولي شاوخوا ګاونډي ایالتونه، چي هغه هم د ایران د صفوي دولت له ظلم او ستم څخه په عذاب دي، له ځانونو سره ملګري نه کړو او تول د ایران د دربار په مقابل کي پاڅون کولو ته ونه هڅوو*. Ibid p206
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* مخکي مو وویل چي پورتنی کتاب د کروزینسکي د خاطراتو په اساس لیکل سوی دی مګر وروستیو لیکوالانو پر هغه باندي څو سوه مخه اضافه کړي دي. زه فکر کوم دوه کاله، چي عبدالعزیز په کندهار کي حکومت کړی دی، کافي وخت وو چي هغه خپل بې زړه او حتی خاینانه پلان تعقیب کړی او عملي کړی وای. د مشرانو رابلل او هغه ته د مشرانو ویناوي کول وروسته ایجاد سوي او زیاتي سوي خبري دي. زه د عبدالغفار هوتک مختصر او له نسبتاً ګتورو معلوماتو ډک منظوم کتاب « هوتکنامه» تعقیبوم. د عبدالعزیز د وژل کېدلو علت یوازي د هغه د بزدلانه او خاینانه نقشو تعقیب نه بلکه د کورنیو وینو تویېدلو او دښمنۍ او په اصطلاح د قصر د کودتا او انتقام اخیستلومحصول بولم. دا هم احتمال لري چي د اصفهان دربار به، په کندهار کي د خپلو جواسیسو له لاري، له عبدالعزیز سره تماس نیولی او هغه به یې تطمیع کړی او د خپل ورور میرویس خان مرګ ته به یې هڅولی وي. ځکه چي عبدالعزیز قدرت ته له رسېدلو سره سم د ایران له دربار سره تماس ونیوی او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چي کندهار به بیرته د هغوی د خاوري او قلمرو یوه برخه وي خو عبدالعزیز به د کندهار حکمران او دا حکمراني به د هغه په کورنۍ کي میراثي وی. د اصفهان دربار داسي روغه جوړه له خدایه غوښته او خبره د هغه تر وژل کېدلو پوري په سوله پای ته ورسېده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لاکهارټ لیکي چي عبدالعزیز د بیري تر سرحده محتاط وواو د خپل اته لس میاشتني حکومت په جریان کي تر پایه پر خپله خبره ټینګ ودرېدی. د نورو مشرانو پر خبرو او مشورو یې غوږونه کاڼه واچول او غوښتل یې چي صفوي شاه حسین ته تسلیم سي. انقراض سلسله صفویه ص ۱۰۸
د پښتنو مشرانو، چي د ایران له دربار څخه خپله آزادي د خپلو سل ګونو وطنوالو د وینو تویېدلو په بیه اخیستې وه، په دومره آساني هغه آزادي بیرته له لاسه نه سوای ورکولای. هغوی د میرویس مشر زوی محمود ته ورغلل. محمود په دې پوهېدی چي د هغه اکا ایران ته د تسلیمېدلو فیصله کړې ده او په هیڅ توګه سمي لاري ته نه راځي؛ ځکه یې نو هغه وواژه او قومي مشرانو سمدستی پخپله محمود د مشر په حیث ومانه. هغه کتاب ص ۱۰۹
شاه محمود:
محمود که څه هم ډېر ځوان وو مګر له پلار سره یې په ټولو نظامي عملیاتو کي برخه اخیستې وه. خپل زړه ورتوب او قوت یې ښودلی او ثابت کړی وو او پر عسکرو باندي ډېر ګران وو.
په دې کي شک نسته چي شاه محمود ته به د اصفهان د دربار کمزوري معلومه وه او د جنګ په میدانونو کي یې د ایران د پوځونو شکستونه لیدلي وه؛ خو موږ دا نه سو ویلای چي هغه به له لومړي سره د ایران د فتح کولو او د ایران د پاچهی د چپه کولو خیال درلود. البته قدرت ته له رسېدلو سره سم د خپل قلمرو د پراخولو په فکر کي سو. شاه محمود د ایران د صفوي دولت پر قلمرو باندي تر لومړۍ حملې پوري، په دووکالو کي، په داخل کي، خپل قدرت ښه ټینګ کړ. په دې دووکالو کي د سیمي اوسېدونکو پښتنو هغه د زړه له کومي د یوازیني مشر په حیث ومانه او په دغه وخت کی یې هزاره ګان هم د ځان تابع کړل او د هغوی ملاتړ یې هم ترلاسه کړ. هغه کتاب ص ۱۲۶
موږ په دغه زمانه کي د محمود د اجرآتو، اداري اصلاحاتو او پوځي عملیاتو او نظم په باره کي چنداني اطلاعات نه لرو خو دا چي په دغه وخت کي، د هغه د عمر د کموالي سره سره، د هغه په مقابل کي د بلوڅو او هزاره ګانو لویو قومونو هیڅ ډول منفی عکس العمل نه دی ښودلی او هیڅ قوم ښورښ ته لاس نه دی اچولی نو موږ ویلای سو چي هغه په خپلو اجرآتو او عملیاتو کي بریالی وو. له بلي خوا صفوي دولت د عبدالعزیز په څېر یوه کمزوري مشر د څه باندي یوه کال یا دوو کالو حکومت او د شاه محمود په څېر یوه زړه ور او قوي جنرال قدرت ته رسېدلو په وخت کي ځکه د کندهار پر لور بله لښکرکښی ونه کړه چي په هغه وخت کي، هم له نورو داخلي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او هم په هرات کي د ابدالیانو د داسي عمومي پاڅون سره مخامخ سو چي نه یوازي یې د هرات او فراه سیمي ونیولې بلکه د خراسان د ایالت مرکز مشهد یې هم تهدید کړ. د صفویانو کمزوری نظام د خپل اداري فساد تر څنګ د بلوڅو کردانو او عربانو له قومي ستونزو سره مخامخ وو او په دغه حساسو شرایطو کي د هرات له تاریخي ښار څخه د ابدالي پښتنو د قیام لمبې پورته سوې.