شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهلارویان/ لیکوال: فرانتس کافکا

لارویان/ لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند
که شپه مهال کوڅې ته د تګ لپاره وتلی یې او یو سړی له ورایه ښکارېږي، چې ستا خوا ته درروان دی او سپوږمۍ هم د څوارلسمې سپوږمۍ ده، ښه به وي، چې له لاس نه يې کلک ونه نيسې او پرې يې ږدې، چې لاړ شي، آن که هغه سړی کمزوری هم وي یا يې پوده جامې غوستي وي یا که یو څوک له شا ورپسې وي او چيغې ورپسې وهي، پرې يې ږده، چې په خپله مخه لاړ شي.
ځکه شپه ده، په دې کې بیا ستا څه ګنا ده، چې کوڅه مخ پر وړاندې اوږده غځېدلې او سپوږمۍ هم ښه ځلانده ده؟ پر دې سربېره څوک خبر دي، چې دا دواړه کسان به د وختتېرۍ لپاره په یو بل پسې منډې وهي، څوک خبر دي، چې دوی دواړه به په درېيم کس پسې وي، څوک خبر دي، چې لومړی سړی به بې ګنا وي او دویم به يې د وژلو نیت لري او ته به یې په وژلو کې له ده سره مرسته وکړې، دا هم شونې ده، چې دوی دواړه به له یو بل سره هېڅ کار ونه لري او هر یو به کور ته_چې ژر ورسېږي، منډې وهي، ښايي دوی به شپه‌ګرځي وي، ښايي لومړی کس به وسلوال وي.
خو بیا هم، د هغه کاسو له امله چې په سر دې اړولې دي، د ستړیا حق نه لرې؟ اوس ته نېکمرغه یې، چې دویم سړی نشته او نور يې نه وينې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب