Homeخبرونهد افغان ښځو د حقونو فعالې زرغونې یفتلي د زاید بنسټ جایزه...

د افغان ښځو د حقونو فعالې زرغونې یفتلي د زاید بنسټ جایزه ترلاسه کړه

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۶مه) د افغان ښځو د حقونو فعالې، زرغونې یفتلي، د ۲۰۲۶ کال د زاید د بشري ورورولۍ جایزه ترلاسه کړه.

یفتلي د جایزې اخیستو پرمهال دا جایزه د ټولو افغان مېرمنو لپاره د تاریخي مبارزې یوه برخه بللې ده.

اغلې یفتلي د ښځو د حقونو، نجونو د زده‌کړې او انساني کرامت لپاره د ژمنې څرګندونې په ترڅ کې زیاته کړه چې، دا جایزه د هیلو، هڅونو او نړیوال ملاتړ مهمه بېلګه ده او د ښځو د اساسي حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونو د پورته کېدو غوښتنه کړې ده.

هغې د افغانستان راتلونکی د ښځو له حقونو سره تړلی بللی او د سیاست او کلتور په نوم یې د ښځو له زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون څخه محرومېدل یې ګواښوونکی بللی دی.

زرغونې یفتلي دغه راز دا جایزه ټولو هغو ښځو ته ډالۍ کړې چې د فشارونو، ګواښونو او محدودیتونو سره سره د ښځو حقونو لپاره هڅه کوي.

نوموړې دا جایزه هغو میندو، ښوونکو او نجونو ته هم ډالۍ کړې ده چې، هیلې ژوندۍ ساتي او د زده‌کړو او ښه راتلونکي خوبونه ویني.

1 COMMENT

  1. عرب ځناورو په يوه لاس پنځوس کاله د ښځوضد جهادونو جیزګري کوله او په بل لاس دجهادونو ضد ښځو ته ناجايزې جایزې ورکوي، عجبه 🫏 ک. و. س. ي ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...