پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهروسیې د کازان فرهنګي فورم کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور...

روسیې د کازان فرهنګي فورم کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته بلنه ورکړې

تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۶مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، چې روسیې د کازان ښار د اقتصادي، فرهنګي او ګرځندوی فورم لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېراحمد حقاني ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

خبیب غفران زیاته کړې، چې په مسکو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي اتشې فضل‌الهادي حمزه د روسیې فدراسیون د کلتور وزارت له یو شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

نوموړی وایي، چې د یادې لیدنې پر مهال د روسیې د کلتور وزارت د هنرونو او ولسي نوښتونو د ملاتړ څانګې مرستیال د کازان ښار د اقتصادي، فرهنګي او ګرځندوی فورم لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته رسمي بلنه ورکړې.

روسیې یوازې ۲۰۰ افغانانو ته د کار وېزې ورکړي

خبیب غفران ویلي، په دغه ناسته کې روسي لوري د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی  دی.

دغه راز روسیې افغانستان ته د خپل لوړپوړي پلاوي د سفر لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...