م. احمد
ناول د ادبیاتو له مهمو او اغېزناکو ژانرونو څخه دی. ناول یوازې د پېښو یوه اوږده کیسه نه ده، بلکې د انسان، ټولنې، فکر، احساس، تاریخ او ژوند هنري انځور دی. یو ښه ناول، لوستونکی د کتاب له لومړۍ پاڼې تر وروستۍ پورې له ځان سره ساتي، د کرکټرونو په خوښیو او غمونو کې یې شریکوي او د لوست تر پای وروسته هم د هغه په ذهن کې ژوندی پاتې کېږي.
ناول څه شی دی؟
ناول یوه اوږده ادبي کیسه ده چې څو اصلي او فرعي کرکټرونه، پېښې، مکالمه، چاپېریال او یوه یا څو اصلي موضوعګانې لري. د ناول موخه یوازې د یوې پېښې بیانول نه دي، بلکې د ژوند ژور انځور وړاندې کول دي.
لومړی: د ناول موضوع وټاکئ
هر ناول له یوې مرکزي مفکورې پیلېږي. له ځانه وپوښتئ:
- د څه په اړه لیکم؟
- ولې دا کیسه لیکم؟
- لوستونکی له دې کیسې څه زده کوي؟
د موضوع بېلګې: جګړه او سوله، مینه، مهاجرت، بې عدالتي، سیاست، تاریخي پېښې، کورنۍ ستونزې، راز او معما، علمي تخیل
که موضوع روښانه وي، د ناول جوړښت اسانه کېږي.
دوهم: اصلي کرکټر جوړ کړئ
کرکټر د ناول زړه دی.
یوازې نوم ورکول بسنه نه کوي.
کرکټر باید هدف ولري.ستونزې ولري، کمزورۍ ولري، ځانګړی شخصیت ولري، او د ناول په اوږدو کې بدلون وکړي. مثلاً:
احمد یو بېوزلی ځوان دی چې غواړي ډاکټر شي، خو جګړه یې ښوونځی ورانوي. د همدې هدف لپاره مبارزه کوي. همدا هدف د ناول حرکت رامنځته کوي.
درېیم: مخالف ځواک جوړ کړئ
هره کیسه ستونزه غواړي. که ستونزه نه وي، ناول خوند نه لري.
مخالف ځواک کېدای شي: یو انسان، جګړه، فقر، ناروغي، حکومت، طبیعت یا د کرکټر خپله داخلي وېره وي.
څلورم: پلاټ (طرحه)
د ناول پېښې باید منظمې وي. یو مشهور جوړښت داسې دی: ۱. پیل: لوستونکی له چاپېریال او کرکټرونو سره اشنا کېږي.۲. ستونزه: اصلي مشکل رامنځته کېږي. ۳. پېچلتیا ستونزې زیاتېږي. ۴. اوج: تر ټولو مهمه او هیجانوونکې برخه. ۵. پای: ستونزه حل کېږي یا د فکر لپاره خلاصه پرېښودل کېږي.
پنځم: چاپېریال جوړ کړئ
لوستونکی باید احساس کړي چې هغه د کیسې په منځ کې ولاړ دی.
د ځای او وخت تشریح وکړئ. مثلاً: کابل، خوست، پېښور، هرات غرونه د دوبي ماښام د ژمي واوره او حواس هم وکاروئ. رنګونه، غږونه، بوی، هوا او احساسات بیان کړئ.
شپږم: خبرې اترې
خبرې اترې یا مکالمه باید طبیعي وي. د معلوماتو ورکولو لپاره مصنوعي خبرې مه لیکئ.
ښه مکالمه:
“ته ولې ناوخته راغلې؟”
“لارې بندې وې.”
کمزورې مکالمه:
“سلام احمده، ته دېرش کلن یې او د کابل اوسېدونکی یې.”
دا ډول خبرې مصنوعي ښکاري.
اووم: ښکاره کړئ، مه یې وایئ
د ناول یو مشهور اصل دی: Show, don’t tell. د دې پر ځای چې ووایئ: «هغه ډېر غمجن و.» دا ولیکئ: «سترګې یې له اوښکو ډکې وې، خبرې یې نه کولې، د خونې په کونج کې چوپ ناست و.»
لوستونکی خپله احساس درک کوي.
اتم: د ناول ژبه
ژبه باید: روانه وي، طبیعي وي، بې ضرورته درنه نه وي، د کرکټر له شخصیت سره برابره وي، که بزګر خبرې کوي، د پوهنتون د استاد ژبه مه ورکوئ.
نهم: څېړنه
که تاریخي ناول لیکئ، تاریخ ولولئ، که طبي ناول لیکئ، طبي معلومات ترلاسه کړئ.، که نظامي ناول لیکئ، د وسلو او پوځ په اړه مطالعه وکړئ. څومره چې مو څېړنه قوي وي، ناول به مو د باور وړ وي.
لسم: احساسات
لوستونکی باید له کرکټر سره وخاندي، وژاړي او وډار شي. احساسات د ناول روح ګڼل کېږي.
یوولسم: د ناول سرعت
ټولې برخې باید یو ډول نه وي. ځینې فصلونه چټک، ځینې ورو، ځینې له عمله ډک، ځینې فکري. همدا بدلون لوستونکی نه ستړي کوي.
دوولسم: سمون
لومړۍ مسوده هېڅکله بشپړه نه وي. وروسته اضافي برخې لرې کړئ، کمزورې جملې اصلاح کړئ، تکرارونه حذف کړئ، املا او ګرامر وګورئ، له نورو لوستونکو نظر واخلئ. ډېر مشهور ناولونه څو ځله ایډیټ شوي دي. د ارنست همینګوې خپل یو مشهور ناول (له وسلو سره مخه ښه) په لسګونو واري اصلاح کړی، په ځانګړي ډول د دې کتاب پای او وروستۍ پاڼه یې ۳۹ ځلې او حتی د ارشیف د اسنادو له مخې تر ۴۷ ځلو پورې بیا بیا لیکلې او اصلاح کړې و. دا ناوال په پښتو هم زباړل شوی دی.
د ناول عامې تېروتنې
بې هدفه اوږدوالی، ډېر کرکټرونه، غیرطبیعي خبرې، کمزوری پای، بې ضرورته تشریحات، د کرکټر ناڅاپي بدلون او د منطق نشتوالی عمومي تېروتنې دي چې زموږ په ګڼو ناولونو کې هم لږ و ډېر لیدل کېږي.
د ناول لیکلو عملي طریقه
که غواړئ ناول پیل کړئ، دا ترتیب غوره دی:
۱. موضوع ولیکئ.
۲. د ناول لنډیز په یوه پاڼه کې ولیکئ.
۳. اصلي کرکټرونه جوړ کړئ.
۴. د هر کرکټر ژوندلیک ولیکئ.
۵. د فصلونو پلان جوړ کړئ.
۶. هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰–۱۰۰۰ کلمې ولیکئ.
۷. تر بشپړېدو مخکې ډېرې اصلاحات مه کوئ.
۸. تر پای ته رسولو وروسته یې بشپړ اصلاح کړئ.
د لویو ناول لیکوالانو ګډ راز
که د نړۍ د سترو ناول لیکوالانو لکه تولستوی، داستایفسکي، نجيب محفوظ، ګابریل ګارسیا مارکېز، ارنسټ هېمنګوې او نورو اثار ولولئ، یو ګډ ټکی پکې وینئ: دوی لومړی انسان پېژندلی، بیا یې کیسه لیکلې ده. دوی یوازې پېښې نه بیانوي، بلکې د انسان ویره، هیله، مینه، کرکه، ناکامي او بدلون انځوروي.
پایله
ناول لیکل یوازې د استعداد کار نه دی، بلکې د مطالعې، تمرین، څېړنې، صبر او بیاکتنې پایله ده. یو بریالی ناول هغه دی چې پیاوړي کرکټرونه، منطقي پېښې، ژور احساسات، روانه ژبه او روښانه موضوع ولري. هر څوک چې هره ورځ لیکلو ته دوام ورکړي، د ښو ناولونو مطالعه وکړي او د خپلو لیکنو سمون ته وخت ورکړي، کولی شي په تدریج یو پیاوړی ناول لیکوال شي.
نو که غواړئ چې مسلکي ناول ولیکئ، نو تر ټولو مهم تمرین دا دی چې هره ورځ ولیکئ او د سترو ناول لیکوالانو اثار په تحلیلي نظر ولولئ؛ یوازې د کیسې لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې وګورئ هغوی څنګه کرکټر، مکالمه، صحنه او تعلیق جوړوي.
د تاند د ادب د برخې په ناول څانګه کې یو شمېر ناولونه خپاره شوي. د ځینو لینکونه:
نیکه لیکوال: نصیراحمد احمدي، ډیویډ کاپرفیلډ لیکوال: چارلز دیکنز، د جین ایر برخلیک لیکوال: شارلوت برنتې، د معجزې تیږه (ناول) ارسن لوپن، ژباړه: احمدي، اخ وطنه (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي، رڼا (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي، زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي، پلار سرګی| لیف تولستوي، تلخیص/ ژباړه عیسی ستانکزی، په سترګو کې ليکل شوې افسانه(ناول) طوبي ندا ساپۍ، جوجو (ناول) نصیراحمد احمدي، ځانمرګی (ناول) لیکوال: ډاکتر محب زغم، اغزن سیم (ناول) نصیراحمد احمدي