فرض که ته همدا اوس د انځورګرۍ په یوه کورس کې شاګرد یې، استاد ناڅاپه درباندې غږ کوي، چې سپینې تختې ته راولاړ شه! دا یې رنګ او دا یې هم مویک، شاباس په لسو دقیقو کې پر دې تخته خپل انځور جوړ که! څه به کوې؟ فکر کوم هر څوک به خپل انځور داسې جوړ کړي، چې هم ده ته نږدې وي او هم ښکلی، شاید ځینې پکې رنګینه مبالغه هم وکړي. زه چې کله هم د انسان د ټولنیز شخصیت په اړه فکر کوم، نو د انځورګرۍ د کورس هغه شاګرد راپه یادیږي، چې استاد د خپل انځور د جوړولو لپاره راولاړ کړی وي. ټولنیز شعور د انځورګرۍ د کورس سپینه تخته ده او موږ د خپل انځور د جوړولو لپاره راولاړ شوي شاګردان. هغه مهال چې انسان ټولنیز ژوند ته ورداخلېږي، په اصل کې رنګ او مویک اخلي او پر سپینه تخته د خپل انځور د جوړیدا کار پیلوي. د انسان هر اکټ، هر عمل، هره وینا، هر نظر او … د یوه رنګ او یا یوه خط په څېر د ده د انځور په جوړېدو کې برخه لري. که د ټولنیز شعور پر سپینه تخته د چا انځور بدرنګ راځي، پر تخته دې بد نه وایي، خپل رنګونه، برسونه او د انځورګرۍ مهارتونه دې له سره وګوري. موږ چې د محمد (ص) او ابوجهل نومونه اخلو، نو د ذهنونو پر هېندارو مو دوه کاملا متفاوت انځورونه راښکاره کېږي. ددې تفاوت علت دا دی، چې د هر نوم تر شا دوه بېلا بېل ټولنیز کردارونه دي. له لویه سره ژبه د مفاهیمو صوتي او لیکلي کلیمات یې خطي تصویرونه دي.
ما چې د استاد شهرت ننګیال نوم کله لوستی او یا مې اوریدلی دی، پر ذهن مې د یوه ریښتیني او د کلیمې په اصلي معنا لیکوال انځور شوی، د قلم تقدس رایاد شوی او د قلم زور، هغه، چې خدای (ج) پرې قسم خوړلی او ناپلیون یې ژړا ته راوستی. ننګیال استاد په هغه ډالري دوره کې هم له خپل قلم او کاغذ سره پاتې شو، چې قلموالو خپل قلمونه بولۍ کړل او محققینو د اکاډمیو پر ځای د دربار لاره ونیوه. لیکوالي او قلموالي ځینو ته د وزګار وخت چارې ایسي خو یوازې د ګوتو په شمیر کسان دي، چې د FULL TIME کار په سترګه ورته ګوري او د قلم له تقدس سره ګپ نه لګوي. دا کسان که په افغانستان کې د یوه لاس د ګوتو په شمېر هم وي، یو پکې پرته له شکه استاد ننګیال دی. وایي، میرزا غالب د بهادرشاه ظفر دربار ته تللی و، چې راوګرځید، چا ترې وپوښتل: پاچا په څه ونازولې؟ غالب وویل: هغه غوښتل، چې خپل تاج زما پر سر کېږدي، خو ما خپله خولۍ کوزه نکړه. زه، چې د کابل پر واټونو یو خړپړ قلموال له خپل ښکلي زېړ پټکي او کږې وږې امسا سره وینم، نو د میرزا غالب استغنا رایادیږي. دا قلموال استاد ننګیال دی، چې نه یې خپله امسا په موټر مارچه کړه، نه یې د مارکېټ توندې سیلۍ پټکی له سره لیرې کړ او نه یې هم قلم په چوکۍ بدل کړ. شرعه ظاهر ویني، د قلم او قلموالۍ لپاره همدومره تعهد او قرباني کافي ده، چې سړي ته د غني شعر وریاد کړي:
سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادې خله دونیا زه وږی ستا د دونیا نه یم
د استاد ننګیال په لیکوالۍ کې تر تعهد ورهاخوا هغه هنر ډېر مهم دی، چې دی یې د خپل عصر په لیکوالو کې تر ټولو زیات ځلولی دی. دا هنر تشریح کېدای نشي، د ادبي فنونو معمول اصول ددې هنر جاج نشي اخیستلی. یو څه په داسې بڼه لیکل، چې لوستونکی یې هو بهو رښتیا ومني. د استاد ننګیال پر ځینو خیالي مرکو ځینې خلک په ګردیو میزونو کې د اسنادو په توګه استدلال کوي. دا د هغوی د درک کمزوري نده، د استاد ننګیال د قلم زور دی. بیخي د هغه انځورګر په څېر چې پر انځور کړي ګل یې بورا بوڼیدلی و. که زه د زړه اناتومي او فزیولوژي ولیکم، حتی که نثر مې ګرامري تیروتنې هم ونلري، لیکوال نه یم. ځکه هغه څه چې تیار شته، ما یوازې ذده کړي او قلمبند کړیدي. د لیکوالۍ له هنر سره ځینې نورې ناویلې مسلې تړلې دي، چې یوازې لوی لیکوالان پرې پوهیږي او د حافظ شیرازي خبره:
هزار نکته باریکتر ز مو اینجاست
نه هر که سر بتراشد قلندری داند
ساینس حقیقتونه داسې بیانوي، چې څنګه دي او هنرمند لیکوالان حقیقتونه بدلوي رابدلوي او داسې یې بیانوي، چې څنګه باید وي. د استاد ننګیال په لیکوالۍ کې پیاوړی تخیل ډېره کارنده ونډه لري. دی د خپل فکر د لیږدولو لپاره د منطق او فلسفې د لیکونکو په څېر قضیې نه ثبوتوي، بلکې د خیال په مټ، د طنز، ایروني، تلمیح، متل او شاعرانه ژبې په زور کیسه وړاندې بیایي. ما چې په ژوند کې په لومړي ځل کوم کتاب ته په در، در ژړلي؛ د استاد ننګیال د کابل سفرنامه ده. کابل ما په لنډیو او سندرو کې پېژانده، خو کله مې چې د استاد سفرنامه لوسته نو د کابل په ټولو ورانو ویجاړو کنډوالو کې راوګرځیدم، د بهایي جان شعرونو ته مې وژړل او د کنډر کابل د لوټو او کاڼو درد مې پخپل زړه کې حس کړ. زه، چې اوس هم په کابل کې له جنګه راپاتې ورانیو ته مخ کېږم، د استاد د سفرنامې اغېز احساسوم او بې واره دا بیت رایادېږي، چې:
جنت د ژوندانه مې د دوزخ په لمبو وسوو
په زړه کې یې راپاتې دی داغلی یو تصویر
د استاد د سفرنامه لیکنې سبک په پښتو کې ساری نلري. ددې سبک په ښکلا کې هم د ژبې او تخیل پیاوړتیا لوی لاس لري. د سفر پر مهال چې اشیاوو ته استاد له کومو زاویو ورګوري، خورا نوې او جالبې وي. بله دا چې لوستونکی د یوه سفر پر ځای دوه سفره کوي. یو سفر خو له سفرنامه لیکونکي سره خیالي سفر دی او بل هم د لیکوال د تجربو او لاشعور جهان ته سفر. استاد چې د خپل سفر په هر ګام کې له یوه نوي شي، یا پیښې سره مخ کېږي، نو ددې شي یا پیښې په اړه خپلې حافظې ته هم سفر کوي. له دې نویو پدیدو سره تړلي ټول هغه شیان وریادېږي، چې دده په حافظه کې موجود وو ( تداعي یا RECALLING). پدې توګه نو لوستونکي ته د دوو سفرونو موقع ورکول کېږي او یا په یوه ټېکټ دوې مزې. په هره پیړۍ کې ځینې کسان د یوه تمدن هومره وزن لري. مثلا د میرزا غالب د ژوند او شاعرۍ په اړه پوهه په هند کې د هغه مهال د مغلو د تمدن په اړه ډېرې خبرې را زده کوي او ځینې کره کتونکي وایي، چې د غالب د شاعرۍ غمګینه سمفوني د یوه لوی تمدن د مرګ مرثیه ده. د استاد ننګیال په اړه پوهه راسره مرسته کوي، چې د جهاد او هجرت د یوه نسل په ادبي، سیاسي او کلتوري لوړو، ژورو پوی شو. که دې سړي خپل ادبي او سیاسي ژوند کیسه کړ، زه باور لرم، چې د یوه نسل د ژوند کیسه به ثبت شي.
تر قلم او لیکوالۍ ور هاخوا چې ما له استاد ننګیال سره په دې لږه موده ناسته پاسته کې څومره خوندونه اخیستي، نه ویل کېږي او ټولې خبرې خو څوک په یوه وار نکوي.
سلام
د درمل صيب ليکنه چې د استاد ننګيال په اړه وه، ښکلې وه، خوند يې راکړ، هم نثر او هم موضوع. زه چې کله تاند پرانيزم، نو د يو څو محدودو کسانو ليکنې لولم، چې يو له هغو زبردستو لیکوالو ښاغلی درمل دی. د ده د لا بریاوو په هيله.
«چې امریکا انګیس پخپل ټول مهارت د کوټې د دوکاندار او ملا اخترمحمد منصور توپیر ونشوای کړای، د مینځې کونه مینځوونکي به طالب له نه طالب څه وړ جلا کړای شي» استاد ننګيال
«چې د ملي امنیت مشر ځانمرګی او د سولې استازی ونشوای پېژندلی، ښاغلي راغلي به یې څرنګه په پېژندنه کې بریالي وخېژي.» استاد ننګيال.
اکسير
تلیفون نمبر: 0770129154