Homeخبرونهیوه افغان په دوبۍ کې یو میلیون ډالره جایزه وګټله

یوه افغان په دوبۍ کې یو میلیون ډالره جایزه وګټله

تاند (پنجشنبه، د تلېږ میزان ۲۴ مه) د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي، د دوبۍ یوه استوګن افغان وګړي په تاریخ کې نوی باب پرانیستی، ځکه چې هغه لومړی افغان شو چې د دوبۍ ډیوتي فري (Dubai Duty Free – DDF) د “میلینیوم میلیونر” په نوم لاټرۍ کې یو میلیون امریکایي ډالر وګټل — دا لړۍ له ۱۹۹۹ کال راهیسې روانه ده.

محمد خان بارکزی، ۴۴ کلن افغان تبعه دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دوبۍ کې اوسیږي، د “میلینیوم میلیونر” د ۵۱۹مې دورې بختور ګټونکی شو. هغه د ۱۷۰۰ شمېر ټکټ د سپتمبر په ۲۳مه نېټه آنلاین اخیستی و.

بارکزی، چې درې ماشومان لري او په “بزنس بې” سیمه کې د داخلي ډیزاین یا د کورونو د دیکوراسیون یو شرکت چلوي، د چهارشنبې په ورځ د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر په “Concourse D” کې د دوبۍ دیوټي فري په وروستۍ قرعه‌کشي کې دا جایزه وګټله.

هغه د جایزې تر ګټلو وروسته وویل:

“ډېره مننه، دوبۍ ډيوټي فري! دا زما د ژوند ارمان و چې یو وخت به ستاسې دا بخت‌ ازموینه (لاټري) وګټم، او زه باور لرم چې دا به حتماً پیښیږي — او بالاخره وشول! زه تل باور لرم چې ستاسې لاټري د نړۍ تر ټولو رښتینې ده.”

محمد خان بارکزی د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکی دی او څلور کاله کېږي چې په لاټرۍ کې برخه‌ اخلي. هغه اوس د خپلو هېوادوالو لپاره د دې مشهوري نړیوالې قرعه‌کشي لومړی افغان بریالی استازی شو.

هندي وګړی هم میلیونر شو

له بارکزي سره یو ځای، د سعودي عرب په “تبوک” ښار کې مېشت ۴۷ کلن هندی تبعه، ډاني ټېلیس (Danny Telis)، هم د “میلینیوم میلیونر” د ۵۱۸مې دورې ګټونکی شو او یو میلیون ډالر یې وګټل. هغه د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د دوبۍ د نړیوال هوایي ډګر په “Terminal 2” کې ۰۵۴۲ نمبر ټکټ اخیستی و.

ټېلیس چې درې کاله کېږي په تبوک کې اوسیږي، له پنځو کلونو راهیسې د دوبۍ د ډیوټي فري په لاټرۍ کې برخه اخلي. هغه د ودانیزو چارو مدیر او د دوو ماشومانو پلار دی، او د هند د ممبۍ ښار اوسېدونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...