Homeخبرونهټرمپ: امریکا د افغانستان په کابو ۲۰ کلنه جګړه کې د پام...

ټرمپ: امریکا د افغانستان په کابو ۲۰ کلنه جګړه کې د پام وړ نتیجه ترلاسه نه کړه

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د خپل هېواد جګړه یوه اوږده او له لږو بریاوو سره مله جګړه بللې او ویلي یې دي، چې په دې جګړه کې د نژدې ۲۵۰۰ امریکايي سرتېرو له وژل کېدو سره سره، واشنګټن د پام وړ بریا ترلاسه نه کړه.

ټرمپ د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت د ویرجینیا د ارلینګټن په ملي هدیره کې د مراسمو پر مهال د کوریا، ویتنام، عراق او افغانستان جګړو ته په اشارې وویل چې د کوریا جګړه څلور کاله روانه وه او ۳۶ زره او ۵۰۰ امریکايي سرتېري پکې ووژل شول. د ویتنام جګړې ۲۱ کاله دوام وکړ او شاوخوا ۶۰ زره امریکایان پکې ووژل شول. د عراق جګړه اته کاله روانه وه او تر ۴۴۰۰ ډېر امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

هغه د افغانستان د جګړې په اړه وویل چې نژدې ۲۰ کاله یې دوام وکړ او امریکا پکې ۲۵۰۰ سرتېري له لاسه ورکړل، خو له دغو جګړو څخه یې هېڅ یوه د پام وړ لاسته راوړنه نه لرله.

امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو موخه د طالبانو د لومړي حکومت نسکورول و. جګړې ۲۰ کاله دوام وکړ او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو سره پای ته ورسېده.

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ هم په دې وروستیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي و، چې پنځه کاله مخکې امریکا له افغانستانه په «شرموونکي ډول» ووتله او د نړۍ ټولو دښمنانو یې دا موضوع درک کړه.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې د ایران د جګړې په اړه وویل چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې سوبې» غوښتونکې ده.

ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي. هغه همداراز وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پر ځای د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو دوام غوره بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه فشارونه اغېزمن بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...