يار مې کوچی و کوچ يې وکړ مايې خالي انګړ ته وکړه سلامونه
زموږ ور نیکه کوچی او یا زموږ د سیمي په اصطلاح (مالدار) و.
دا لړۍ زموږ تر وروستیو نیکهګانو پورې را غځېدلې ده، دوی د کوچیاني ژوند غوښتنو ته په کتو له فراه تر غور، هرات او سیاهبند پورې کډې وړي او راوړي دي، د وطن په لویو غرونو او پراخه رغونو کې يې کوچیانی طبیعي ژوند تجربه کړی دی.
دوی د کوچیانو ډلهییزو کېږدیو ته (کلی) وايي، د کلي مشر او سپین ږيري ته (سرخېل) وايي، سرخېل هغه څوک دی چې د مېلمنو لپاره ځانګړې کېږدۍ یا (مهمان خانه) لري، او د دوی ښه مېلمهپالنه او کوربهتوب کوي.
جرګه او مرکه پرې جوړېږي، او پر مېنه يې په اصطلاح د (چا څپلۍ خېژې)؛ بابو مې او وروڼه يې په دغسي ټولنیز دريځ کې د خپل کوچیاني ژوند له خوږو سره پایدل، آن دوی د هرات په غرنیو سیمو کې د خپلو څارویو او اوښانو د څرولو لپاره ځمکې او کارېزونه پېرودلي وه، چې (ورشو) يې ورته ویل.
د دوی د کوچیاني ژوند لړۍ درې نسله غځېدلې ده او پر وطن د شوروي قواوو تر یرغل پورې يې دوام موندلی دی، وروسته بیا د سختو او ستړو حالاتو له کبله لکه د نورو هیوادوالو غوندي بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي دي او تر مهاجرت را وروسته په اصطلاح وطني او (جايي) سوي دي.
دلته د دې یادوني څخه زما موخه د ارواښاد استاد پژواک د (کوچۍ پېغلي) په نوم د داستان څخه د اخستي برداشت او تاثر یو لنډه شننه او ارزونه ده چې په اړوند يې زما د لاشعور دنیا اوس هم را ويښوي.
په دې خوږ داستان کې د عمومي پېغام ترڅنګ نور ډېر ژور او ګټور مزیتونه هم شته چې د سپړني او شنني ښې زمینې څرګندوي.
زه شخصاً د کوچیاني ژوند تجربه نه لرم، خو؛ د خپلو اجدادو د تېر ژوند د ټینګي روحي اړیکي پر بنسټ اوس هم کله؛ کله په ناخوداګاه توګه د کوچیاني سوچه طبیعي ژوند خواږه احساسوم.
د لوی هنر؛ هنري ځواک همدا دی چې خپل مخاطب د زمان او مکان له تنګو کړیو یو بل لوی اونامحدود جهان ته ورولي، داسي جهان چې دده روح خوځښت پکې کوي، د ده هیلي بیا را ژوندۍ کوي او دده ناخوداګاه حِس ته د سکون فرصت چمتو کوي.
د استاد پژواک د کوچۍ پېغلي داستان زه په دغه شان خپل ورک کړي جهان ته ور وبللم، هلته مې د خپلو نیکه ګانو او اسلافو سره د خواږه کوچیاني ژوند ګډه تجربه حِس کړه، دا یو کلک اود ناخبرۍ طبیعي تړون دی چې بیا؛ بیا راتازه کېږي، اما؛ دا تازه کېدل یو رغنده هنري محرِک غواړي! چې هغه پرېکنده خوځونکی محرِک د استاد د غوره هنر په څېر (اصیل هنرونه) دي.
تاسي به د استاد په دې داستان کې د کوچیاني ژوند داسي بشپړه منظرکشي تجربه کړﺉ چې هلته زموږ د ټولني د دې برخي د وګړو د ژوند هراړخیز پېژند ترسره شوی دی، د دوی د ژوند د روحي اصالت سپړنه او شننه سوې ده، د کلیوالي او کوچیاني ژوند یو ظریفانه او استادانه پرتلنه شوې ده او د کوچیانو د ټولنیز ژوند او ژواک مختلف ګوټونه او اړخونه پکې سپړل سوي اوشنل سوي دي. ددې سره په څنګ کې د دوی د روحي دنیا بې غږه خواوي هم را غږول سوي دي…
استاد پژواک ددې کوچیانۍ وطني کیسې په لړ کې د کوچیانو د (اصیل خوی) د څرګندولو هنري هڅه کړې ده، نوموړی د کوچیانو سره د خپلي راشه درشي د ماشومتوب خوږې خاطرې هم بیانوي چې دغه برخه يې د هنري رسالت پر سوچه والي او لوړ صداقت ښه دلالت کوي.
همداشان دا داستان د کوچیاني ژوند سره د استاد د رښتیني میني او طبیعي اړیکي ښکارندوی هم دی.
د داستان دغه ژور هنري اغېز لا اوس هم ثابت دی چې له اوو، اتو لیسزو وروسته هم د لوستونکي اسلافي خاطرې او د لاشعور پیوندونه ورخوځوي.
زه دا اوس په دغسي یو نوستالوژیک حالت کې را محصور یم چې د ماشومتوب خوږ ژوند دی، زه او ورورمې د مورني بابو چې د کلي په شا کې د لویو ویالو ترڅنګ يې خپله کېږدۍ له نورو کوچیانو سره لکه کړې ده اوموږ د پسرلي په کوم سهار هلته ورځو او له دوی سره کورت، غوړي، پوڅه، ورږه او کوچیاني څپټي نوشیجان کوو.
وروسته بیا د شوخو تازه زېږېدلو وریو او مرغومانو سره په شنه او له ګلونو ډک دښت کې ماشومانه منډي وهو…
د کوچۍ پېغلي د داستان په هرځل لوستلو زه دغه ډول لاشعوري ژوندۍ تجربې احساسوم چې دا چاره د هنري قوت غوره بېلګه ګڼلای سو.
د استاد پژواک د هنري آثارو دغه اړخ لکه د نورو اړخونو په څېر ډېر بریالی او آغېزناک دی.
د دې لنډي شنني د ښې پایلي او غوره مصداق په توګه به دلته د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک دغه ښکلی (ذوقي) داستان ددې آرمان په څرګندولو سره وړاندي کړم چې کاش استاد تر دې لاهم زیات وخت درلودلای وای، چې په خپل دې شهکارهنريې د داستاني دنیا له خوږو او مزیتو لاهم زیات برخمن کړي وای.
زړه مې داستا خبري غواړي+ لکه للمي غنم چې غواړي بارانونه
په دعا او درنښت
همت عمرزوی
٢٨\٤\١٤٠٥
کوچۍ پېغله:
په ټول دښت کې خودرویه ګلان راټوکېدلي او داسي غوړېدلي دي چې ټوله پسرلنۍ هوا او فضا يې عطرینه او مشکینه کړې ده، داسي ښکاري لکه د میو او مشکو وږم چې پر صحرا خپور وي، کومي تورې کېږدۍ چې د دې زرغون دښت په لمنو کې د رنګارنګ تازه ګلونو په منځ کې پلني دي؛ د ورځي لمر او د شپې له خوا سپوږمۍ خپله سپينه رڼا پرې پېرزوکوي، آزاد طبعه کوچیان نراوښځي د ورځي له خوا له خپلو کېږدیو څخه بهر وزي او ځي په دې پراخه دښت کې خورېږي، د بېدیا دا پراخه فضا لانورهم د زلمیو شور او خوښي په سر اخلي، کله چې دا پېغلي او زلمي ماښام مهال بېرته خپلو کېږدیو ته په شوق او شور راګرځي او د نغریو پرڅنډو ګیردچاپېره ګرم انګارته څنګونه وهي نوپه دې سره د مجلس یوښکلې حلقه جوړوي؛ د دوی د خوښیو او مجلسونو دا شور او وږ، وږ له دې تنګي کړۍ څخه آن آسمان ته لاره کوي.
دا وګړي د طبیعت رښتیني بچیان دي، دوی داسي ښکاري لکه هغه ماشوم چې د مور له خوږې اومینه ګري غېږي هيڅ نه وي جدا شوی، اوکله چې شونډي د مور له تیو لري او پورته کوي، نوپه ډېر معصومانه انداز خپل مورته ګوري، دوی (کوچیان) هم په داسي انداز د طبیعت ښکلې غېږي ته کتل کوي، که حرکت کوي نو هم هماغه حرکت دی لکه ماشوم یې چې د مور په غېږ اولمن کې کوي، که آرام کوي نو هم لکه د ماشوم سکون اوخوب چې د مورپه غېږکې له کوم تشویش او وېري پرته په ډاډمنه توګه وي، دوی هم همداسي آرام وي. ژړایي هم بې الایشه ده؛ د همهغه ماشوم په څېر ده چې له موره شېدې غواړي، تبسم یې هم لکه د سهارني پاک نیسم سره چې ګلونه غوړېږي او وږم يې له دریابونو، غرونو، دښتونو او دروڅخه را پورته کېږي همداسي برېښي. دوی(کوچیان) په خپلو روښانه زړونو، دنیا او طبیعت ښکلی او آباد خوښوي، دښت او د غرولمني شنې او خړوبي، پسرلنی وريځي د اوبو ډکي، ژمنی آسمان صاف او بې وريځو، سیندونه مست، چينې بهاندي، بوټي او ګلونه تر او تازه، د غواوو تيونه له شېدو ډک او د خپلو مېږو وري چاغ او غوښن غواړي، دوی؛ له دې څخه پرته بل هيڅ هیله او ارزو نه لري.
کله چې د دښت له هوسیو اوکبلیو سره مخامخ کېږي، باور يې دادی چې دې معصوم مخلوق ته زیان ونه رسوي، صحرایی کوترو ته هم هيڅکله ډبري نه ورغورځوي، اوپه دې عقیده دي چې ددې بې آزاره ژوو ښکارکول ارومرو بد شګون لري، شرمښان وهي او ډاروي يې، ځکه د دوی له لوري وړو وریو ته د زیان اوښتو په خاطر تشویش لري ، پر سپیو لوراندي اومهربان دي ځکه پوهېږي چې دا حیوانان تر دوی کمزوري او ژمن ساتونکي دي، او د دوی سره د هري نېکۍ د قدر او وفاداری ښکلی تاثر محسوسوي.
کوچیان د خپلو اوښانو په ناروغه کېدو خفه اوغمجن کېږي، آن د زاغ له غږ څخه هم د خوښۍ د زېري تلقین کوي، دوی په داسي عقیدې اوباور متعقد دي چې هیله اوځواک ورکوي او د خیر او صلاح سبب يې ګرځي. دوی هيڅکله خپلو باورونو ته د خرافاتو او وسوسو نوم نه ورکوي، د دوی زړونه د میني او رښتینولۍ ښکلي ځالي دي، ځيګرونه يې د سپېڅلتوب او پاکۍ کورونه دي. د دوی ساده او له ظرافت څخه ډک ژوند ماته لکه جادویي افسانه ده. هغه څوک چې زما په څېر د دوی له دنیا سره آشناوي، دا پېژندګلوي پرټول جهان هم نه ورکوي، د دوی هر کاروان چې د شپې له منځه تېرېږي د ستورو پاشلي اوربڅري خاموشه کېږي؛ اوهمداشان هره ورځ چې پای ته رسېږي او د لمر زریني وړانګي د توري شپې او تورو کېږدیو په منځ کې غروب کوي، ددې حالت سره جوخت زما خاطرې لا هم را ژوندی کېږي.
هغه کوچیاني کاروانونه مې تل په یادېږي چې نور یې کوچ کړی اوله دې لوی دښت پرته يې بله کومه نښه نه ده راپاتي. د بَل کړو اورونو شغلې یې تراوسه زما په زړه کې بلخېږي، زه چې هره ساه کاږم ددې شغلو د ژوند د دوام مرستندویه ده، اوکله چې جلوې پرتو کوي او ځلېږي؛ نو زما د اوسني ژوند هغه تیاري وريځي چې زما لېوالتیا او خوښي يې را پيکه کړې ده هغه له منځه وړي. زه له هغو کوچیانو څخه چې زمونږ کلي ته څېرمه په نېږدې دښت کې خپلي کېږدۍ دروي، ښې او خوږې خاطرې لرم، داسي خاطرې چې زما د ماشومتوب ښکلی ژوند پکې نغښتی اوپټ دی. خو؛ د زمانې د تند سیلاب تېزو څپو دا خواږه یادونه زما د زړه له پردوڅخه لا تراوسه هم نه دي وړي، زه هغه شېبې هیڅکله نه هېروم چې د خپلو همزولو ماشومانو سره په ګډه د دوی کېږدیوته ورتلم، دوی به موږ په ډېري خوښۍ او خورا مینه ګر او ماشومانه انداز بدرګه کولو، هغه بوډۍ انا؛ چې د خپل ژوند اتیا پسرلي یې د صحرا د ګلونو په نندارې تېرکړي وه د خپلي یوازنۍ ورته ګراني توري چرګي ټولي کړي هګۍ به یي ماته په څومره مینه اوپېرزویني ډالۍ کولې، ددې خاوند د قوم مشر و، ددې لپاره چې ما لا نور هم خوشحاله کړي؛ او د خپلي مېرمني ډالی لانوره هم ارزښتمنه وښیې، نوماته به يې ویل چې (آنا) دا هګۍ زما څخه پټي کړي وې؛ ته ورته ګران يې دا دی خاص يې ستالپاره درته ساتلي دي.
د کورنۍ واړه لمسي به يې د دوی په لور په ډېر حسرت ورکتل، زه اوس داسي احساسوم، چې زماددې همزولي ماشوم د کتلو له انداز څخه د اوښکواوکینې د اورنۍ برېښناپړق پورته کېدﺉ.
هغه یوازنی ماشوم و، چې کېږدیوته زما په ورتګ نه خوشحاله کېدﺉ، ځکه دده په نظر زه هغه غل وم چې د انا اونیکه نازونه چې باید ده ته یې ورکولای؛ هغه ما ورڅخه تروړل.
کله چې به کورته راستنېدم ښځو اوپېغلوبه ډول ډول صحرایی ګلونه او د خوشبویه ګلدستو سوغاتونه راکول، ترڅو یي له ځان سره خپل کورته د دوی خواهرخوانده وته ور وړم. هغه وخت د دوی له دې ډالیو څخه چې مابه له ځان سره کورته راوړې؛ ډېر زیات خوښېدم، خو؛ اوس داسي احساسوم چې مابه له کوره کومي ډالۍ دوی ته وروړې، هغه د دوی د سوغاتونو په مقابل کې ډېر بابیزه اوکم څېزونه وه. د دوی سوغاتونه چې له دښت څخه به يې رالېږل بیاهم ارزښتمن او قیمتي وه.
کله چې باراني ورځي تېري شي، د کوچیانو پسرلنی سهار هم پای ته رسېږي، دا خلک سوزونکی لمر نه خوښوي، سمدلاسه کډي تړي اوکوچ ترې کوي، خو! داځل درې ورځي د دوی د بار له تړلو څخه تېري شوي دي. لا هم چې کله د شپې تیارې او خاموشي پر دنیا را خوره شي، نو د دوی د سپيو د غپا آواز لاهم تر غوږونو رسېږي، ټولوته داپوښتنه پیدا سي چې آیا سږکال کوچیان کوچ نه کوي؟ دغه پوښتني نو اوس ټول کلی په سر اخیستی و. د څلورمي ورځي په مازدیګر د اتڼچي ځوانانو او ډول غږ په ګډه واورېدل شو، آیا ټوله قبیله د دې آواز اورېدلو ته انتظار وه؟
هغه ښکلې پېغله چې څلور لسيزي پسرلي يې د ښکلو ګلونو په ننداره د شنو دښتونو په منځ کې لوبي اومستۍ کړي وې، له هغه ځوان سره چې دې مینه ورسره درلوده کوزده شوې وه. د کوزدې شپه سهار سوه، کله چې د سهار سترګه راپورته سوه او سپېدې ودمېدې، ځوانه پېغله چې ټوله شپه نه وه ویده سوې جِګه سوه او کوچنې هینداره یی را واخسته، د لمر روښنایی ته انتظار وه ترڅو خپل پريشانه څېره پکې وګوري. کله چې يې په هینداري سترګي ولګېدې، ویی لېدل چې شپې يې ټول تور، پېچلي او مشکین ویښتیان ورنه وړي دي، او پرځای یي د سپینو ويښتیانو یو دسته ورته راوړې ده.
په دې سره يې څو څاڅکي اوښکې له سترګو راوڅڅېدې، ددې لپاره چې دا حقیقت له نورو څخه پټ کړي؛ د بهانې د موندلوپه لټه کې سوه؛ ترڅو د خېلخانې له تورسرو او سپين سرو څخه خپل دا خجالت پټ وساتي؛ اوس يې نو له خاموشۍ پرته بله چاره ونه موندل، کله چې د لمر شغلو ټول ځایونه روښانه کړه، د قبيلې خلکو په خپلو منځونو کې یوله بله پوښتني او نیوکي کولې چې ولي د نجلۍ پلار دا څو ورځي د کډو تړل معطله کړي وه؟ ښه شوه چې د لور ویښتیان يې په یوه شپه کې داسي تک سپين شول، خدای تعالی(ج) دي زموږ نوري کېږدۍ له بدي ارواح څخه وژغوري، ژرتر ژره باید کوچ وکړو هسي نه چې کومه بله بلا او ټکه مو پر قبيلې را نازله نه شي.
تازه سپين سرې شوې ښځه نو؛ په لاره ورو ورو د اوښ له څنګه خوځېده، د دښت او غرو د لمنو ګلان يې بویول، د کاروان د جرس غږ دا؛ لا نوره هم پريشانه کول، قدمونه يې داسي اوچتول چې تابه ویل بېرته پرځمکه لوېږي، (د دې) اوښ تر ټولو شاته وروستی پاتي و، هغې څو ورځي د لمر په رڼا کې سفر وکړ، او څو شپې يې پرله پسې د ستورو اوسپوږمۍ رڼاته دمه وکړه، خو؛ روح يې نور هم پسې غمګین او احساس یې لا هم ګډاو وډ او غمجن کېدﺉ، په سترګو کې یې د غم، پریشانۍ او ناهیلۍ له تاثره پرته بل څه نه محسوسېدل، پرمخ يې د غم څپې له ورایه ښکارېدې، چې دې غمجنو شېبو د ژوند روښانه خوا د دې له نظره پټه کړې وه. ځان یې په ډاراوتیاره کې احساسوﺉ، داسي تصور يې کوﺉ لکه شپه چې یرغل پرې کوي، د لاري په اوږدو کې چې به کله هم چینې ته ور سېدله؛ نو ژربه يې خپل مخ په رڼو اوبو کې کاته. په دې تمه وه چې ګوندي وېښتیان به يې بېرته تور شوي وي، کله چې به يې له ځان سره په فکر کې داسي سوچ وکړ چې ښايی نور خلک به ددې په راز خبرشي؛ نو ټکان به یې وخوړ، اوغوښتل به يې چې وتښتي، له ځانه پرته بل چا رحم نه پرې کاوه، کله چې انسان له ځانه پرته بل څوک ونه لري چې خپل غمونه اودردونه ورسره و وېشي، نو پر بدمرغۍ يې عواطف او احساسات شور کوي، او په ډېر لوی غم اوخپګان کې را ایسارېږي. تر ټولو لویه بدمرغي داده چې انسان خپل راز په خپله زغمي او داسي څوک نه وي چې له هغه سره يې شریک کاندي.
د پېغلې د سپینو وېښتیانو آوازه د هغې ترزلمي خاوند پوري هم رسېدلې وه. خو؛ نوموړي نه سوه کولای چې په دې آوازو باور وکړي. کوچۍ پېغلي خپل اوښ ډېر شاته ساتئ، ترڅو له خپل زلمي خاوند سره مخامخ نه شي، هرڅه يې کولای شوه چې ویې زغمي اما دا يې نه سوه کولای چې د خپل محبوب سره مخامخ شي. په هره اندازه چې پوښتل کېدل نه یې سوه کولای چې حقیقت څرګند کړي، په دې لړ کې دوکاله نور هم تېرسوه او زلمي څو سفرونه وکړه. په پایله کې يې یوڅه پيسې هم وګټلې، یوه کېږدۍ او څو اوښان یې هم درلودل، نور یې نو کولای سوه چې د خپلي مېرمني ژوند پرې تامین کړي، د واده امکانات یې برابر سوه، ښځي اوزلمي پر شنو دښتونو په ګډاوو او اتڼونو سر سوه، یاد زلمي پر لوړي غونډۍ خپله کېږدۍ له کومي بلې کېږدی څخه په کم واتڼ کې درولې وه. ده د لومړي ځل لپاره ولیدل چې د مېرمني وېښتیان يې سپين دي، د سپوږمۍ په رڼا يې باور وکړ، مېرمني یې د حقیقت د پوښتلو پرته بله وېره نه درلوده، د دې د نېکمرغۍ په دنیا کې له سپينو وېښتو پرته بل کوم سبب آغیز نه درلود. شپه په تېرېدو وه چې پېغله خپل خاوندته مخاطِبه سوه او په فریاد يې ورته وویل: ما ستا سره خیانت نه دی کړی!
زلمي ډېر سخت ټکان وخوړ او په سترګو کې يې داسي اورنۍ شغلې وبرېښېدي، چې دی يې ټول وسوزوﺉ، خو! بې غږه ودرېد او د وېرې او حیرانتیا په حالت کې يې پېغلې ته کتل.
مېرمني يې بیا ورته وویل: هو! ما ستاسره خیانت نه دی کړی! خو؛ څه مې کولای سوه چې ترسره یې کړم؟ غواړم چې ماته بخښه وکړې! ځکه ماهيڅکله نه غوښتل چې ستاسره خیانت وکړم، اما ناچاره سوم زه یو بې وسه ښځه وم.
_ ستا سره يې څه وکړه؟
_ وېښتیان يې سپين کړه، ما خپله مقابله وکړه، ما غوښتل چې تر هغو ژوندې پاتي سم ترڅو یو ځل ستاسره په یوې کېږدۍ کې ووینم…
_ اوس باید راته ووایې! چې وېښتیان دي څنګه سپين سوه؟
_ هو؛ زه هم لېوالتیا لرم چې خپل افسانه درته ووایم، اوله دې څخه وروسته ومرم! ځکه زمالپاره نور ژوند کول ترمرګ لاهم بدمرغه او سخت دی…
_ ژرکوه! زه نشم کولای چې دا افسانه تر ډېره واورم، را لنډه يې کړه.
_ ښايي ستا په ياد وي کومه شپه چې يې زه تاته په نکاح کړم تر هغې پورې ما ستاسره خیانت نه و کړی، ولي په همدې شپې ستورو زما لپاره بدمرغي راوړه، د هغې شپې تیارې زما مخ را تور کړ، د هغې شپې رڼه سپوږمۍ وه چې زما وېښتیان سپين کړه، سپوږمۍ راکښته نه سوه اوزما دوېښتیانو توروالی يې له ځان سره راڅخه یو نه وړ، ستوري راته رانیږدې نه سوه. زه په داسي تخیل او فکرونو کې ویده نه سوم چې د دغسي بدمرغۍ په تمه دي و اوسم، زه ستا په فکر کې د خوب بسترته ولاړم او ستا په خیال کې ویده سوم.
تازه مې زړه خوب وړی و، چې ناڅاپه مې پر شونډانو ګرمي احساس کړه، ويښه سوم ګورم چې سړی دی مچ يې کړم! او غواړي نور مې هم ښکل کړي، له هغه سره مې حملې کړې ترڅو چې مې چيغه جِګول پرته له دې چې هغه وپېژنم وتښتېدﺉ.
شپه تېره سوه او سهار چې مې کتل وېښتیان مې سپين سوي وه، له هغې شېبې څخه اوس نه غواړم چې نوره ژوندۍ پاتي شم، ځکه زه ستا د مېرمنتوب لایقه نه یم، خو؛ د رښتیني میني په درناوي ستا څخه دا یوه هیله کوم چې له دغي پېښي پرته بل فکر او بدګمان په ما مه کوه، دامې هیله ده چې ته په دې پوه سي چې زه د مرګ تر شېبې ستاسره مینه لرم.
ښځي دا خبري وکړې او نور یې سترګې کښته واچولې او زیاته یې کړه: (داچې ستا عزت اوناموس ته زیان وانه وړي اوس مشوره راکړه او راته ووایه چې څنګه باید ومرم؟). ښځي لاسترګي نه وې پورته کړي چې زلمي په غېږکې له خپل ځایه را واخسته، هغه نه پوهېدل چې اوس به څه پېښېږي؟ دې فقط همدا وویل: د خپل ناموس د ساتلو په خاطر دومره درته وایم چې ته ما مه وژنه! پرېږده زه خپل ځان پخپله له منځه وړم، زما وژل په دې توګه د ناموس د ساتلو او زما د قبيلې لپاره عاقلانه نه دي…
خپلي خبري يې پای ته نه وې رسولي چې ویي لیدل نور نه شي کولای شونډي پرانیزي او خبري وکړي، هره شېبه خاموشي زیاتېدل او د ښځي له سترګو په ژوري خاموشۍ کې اوښکې را څڅېدې، ورو ورو یې اندامونه سستېدل غوښتل يې چغه وکړي، خو؛ سېک یې نه درلود، ځکه خپلي شونډي يې د هغه پرشونډو ايښي وې ترڅو چې دواړو ساه اخیستلوته اړتیا پيداکړه. له یو څو شېبو وروسته د ښځي له سترګو د خوښۍ نښي له ورایه ښکارېدې، زلمي ته يې وویل: دا ته وې چې زما وېښتیان دي را سپين کړه؟
زلمي ورته وویل: هو! دا زه وم چې ته مې ښکل کړې وې.
سهار سو لمر راوخوت، کله چې پېغلي نجوني د ناوي ليدوته راغلې، ویي لیدل چې د هغې وېښتیان بېرته تور شوي دي.