ګل رحمن رحماني
بل واده د پیاوړي کیسه لیکوال وکیل سوله مل شینواري یوه لنډه کیسه ده چې د هغه د کیسو په وروستۍ ټولګه «بل زندان» کې چاپ شوې. کیسه په زړه پورې ده، له موضوعي او رواني اړخه ډېرې خبرې ورباندې کېدی شي، ځکه خو ځیرک کره کتونکی استاد محمد اکبر کرګر ورباندې نقد کړی او کیسه یې د فرهنګي ټکر او جنسي محرومیتونو له زاویې سپړلې ده. دا ډول نقد د کیسه لیکوال او کیسه لوستونکي تر منځ د نږدېوالي او درک زمینه مساعدوي، لوستونکی روزي او د کیسې پیغامونه روښانوي، ما هم کیسه او هم د کرګر صیب نقد ولوست، خو هم پر کیسه او هم د استاد کرګر پر کړې کره کتنه ډېرې نورې خبرې کېدلی شي.
سوله مل شینواری د خپل داستاني ذوق او طبیعت له مخې د کیسو لپاره ډېرې ښې او تازه سوژې پیدا کوي، ددې کیسو یوه برخه یې د ښځو د محرومیت انځورونه، جنسیتي محرومیتونه او ډېر ځله داسې بربنډې خبرې او صحنې دي چې له فرهنګي ناخوالو، ټکرونو او د ټولنې له ګوښه خواوو سرچینه اخلي، خو بیان ته یې نور لیکوال په اسانۍ زړه نه ښه کوي، د همدې خبرې په استناد سوله مل ته زړور او استثنايي کیسه لیکوال هم ویلی شو.
خبره به له بل واده پیل کړم، بل واده په لودیځ کې د مېشت افغان خان ولي کیسه ده چې د سترګو د خوږو نندارو او د زړه د مجبوریت تر منځ را ګیر دی، په مېترو کې د سفر پر مهال یې سترګې پر داسې ښځو لګېږي چې پاروونکې جامې یې اغوستې، نیمه بربنډې دي. خان ولي یې په لومړیو کې په لیدو له سختې پرېښانۍ او سرګردانۍ سره مخ دی، کله د ایمان غم کوي او کله یې د زړه مجبوریت په مخه کړي، اخر یې په یوه شوخه او نیمه بربنډه ښځه کې سترګې مېخ پاتې شي، زړه کې کري او رېبې، په خپل تمځي کې ښکته کېدل ورڅخه هېر شي، د ښځې هم پام ور اوړي، نازونه او اداګانې ورته کوي او کله چې هغه کوزه شي، نو دی ورپسې چټک روان وي، غواړي سلام کلام ورسره وکړي.
همدې وخت کې د خان ولي بل ملګری ګل مرجان را پیدا شي، په اوږه یې لاس ږدی، دی دروي، پوښتنه یې کوي او بېرته یې خپل اصلي حالت ته راولي. دلته یوه شېبه دواړه په ولاړه د لودیځ له بربنډو ښځو او چاپېریال شکایت کوي، خان ولي ته د ملګري وروستۍ مشوره خوند ورکوي، د ساتنې لار داده چې باید اوسنۍ ښځې پرېږدي، خپل وطن ته ستانه شي او نوي وادونه وکړي، دا کار به یې هم له ګناه خلاص کړي او هم به یې اوسنۍ ښځې بېرته را ځوانې شي.
لکه مقدمه کې مې چې وویل وکیل سوله په پښتو داستان لیکوالو کې د داستاني موضوع ټاکنې او لید زاویې له مخې تقریبا د یوه جلا سبک لیکوال ګڼلی شو، ماته خو د جنسي او بربنډو صحنو په ماهرانه بیان کې افغان سعادت حسن منټو ښکاري، همدا کیسه یې (بل واده) هم په لودیځ کې د یوه افغان او د هغه د همفکره ملګري ګل مرجان د رواني او عقیدوي سرګردانۍ تصویر دی، خو په کیسه کې د دواړو تصویر طبیعي نه دی او شخصیتونه یې په منطقي او طبیعي ډول نه دي انځور شوي، باید نور هم روزل شوی او په کیسه کې له منطقي اړخه مخته تللی وي.
د کیسې له روایت او تصویره ښکاري چې خان ولي له تېرو لسو کلونو راهیسې له کورنۍ او اولادونو سره په غرب کې اوسي، مېترو کې بربنډو نجونو ته د کتلو او تشویش پر مهال ددې جملو په ویلو (ـ بچیان او خپلوان مې چېرته ونه ویني؟) څرګندېږي چې له کورنۍ پرته یې خپل خپلوان هم دلته ژوند کوي.
دا چې د کورنۍ مشر دی، ښځه او اولادونه لري، نو ممکن له هغوی مخکې هم له غربي چاپېریال سره اشنا وي، ځکه ګڼ افغانان لومړی منفرد یا یوازې غرب ته تللي او بیایې د کورنیو ورتګ ته لار جوړه کړې ده، داسې کورنۍ هم شته چې غرب ته د تګ په شوق کې یې د مخکۍ تللیو خپلوانو غورې او خبرې کلیدي رول لري؛ خان ولي هم خامخا دا ډول خپلوان لري؛ نو دې غورو او خبرو به له غربي فرهنګ او چاپېریال سره څه ناڅه اشنايي هم ورکړې وي.
اوس پوښتنه دا ده چې له لودیځ سره دومره اشنا کس د لسو کلونو په تېرېدو بیا هم ولې دومره حساس او کلیوال غوندې ښکاره شي، لکه بیخي همدا یې چې لودیځ ته لومړی سفر وي، لومړی ځل مېترو کې سفر کوي او لومړی ځل نیمه بربنډې ښکلې نجونې ګوري، حال دا چې یوه لسیزه هم کم عمر نه دی، پر عصري او د مختلط فرهنګ لرونکو ښاري ټولنو کې د هر څومره کلکې عقیدې خاوند هم نورمال حالت ته راځي، له خپلو ځینو باورونو او فرهنګ تېرېږي، رواني او جنسي حساسیت یې نورمال حالت خپلوي، پر ځای یې د زغم او هر اړخیز والي فرهنګ ځای نیسي.
دده بل ملګری ګل مرجان هم – چې همدې مېترو کې سفر کوي – کټ مټ دده په څېر دی، حتی تر هغه حساس انځور شوی دی، مثلا له خان ولي سره د نیمه بربنډو ښځو په اړه خبرو کې وايي:
ـ توبه وباسه او ایمان ټینګ ساته!
ـ چاره يې دا ده چې دا د کفر ملک پرېږدو.
ګل مرجان اوږې پورته ونیسي.
ـ دا بې شرمه ملک کله پرېښودل کېږي؛ بچیان او ښځه کله درسره ځي.
د خان ولي کرکټر بیخي د ګونډې زوی شادګل ته ورته دی چې لومړی ځل ښار ته راغلی، د ښکلو نجونو او پیسو خوبونه ګوري، د جنسي محرومیت اوج یې بیخي یوه مجرد او محروم ځوان ته ورته انځور شوی، حال دا چې ښځه او بچیان لري، د ځوانۍ اوج کې نه دی، لس کاله یې لودیځ کې هم تېر کړي دي، بشپړه ازادي او ورسره طبیعي ده چې ژوند امکانات به هم لري. که یې خوښ نه وي، باید پخوا یې لودیځ پرېښی وی.
بله موضوع د فرهنګي ټکر ده، په چا ځان تاوانول د افغاني فرهنګ یو دودیز اړخ دی، خو خان ولي له یوې لسیزې وروسته هم نه پوهېږي چې لودیځ کې د ځان تاوانولو خبره څه مانا نه لري، دا افغاني ټولنه نه ده او بیا څه پوهېږي چې دده تر نظر لاندې مطلوبه ښکلې مجرده ده که مېړوښه چې پر ده دې ځان تاوان کړي. یو ځای له ځان سره وايي:
«لکه چې دا ډمه ځان راباندې تاوانوي، لکه چې هسې تش ست غواړي.»
پر خپله عقیده او باورونو د ګل مرجان او خان ولي بې حده ټینګار، له لودیځوالو بربنډو ښځو کرکه او یا یې په وجود کې محوه کېدل، بیا بیا توبې کول او په مېترو کې د تسبو اړول او کلمه ویل دا را څرګندوي چې کرکټرونه په طبیعي ډول نه دي غوړېدلي، تازه د مرخېړیو په څېر راټوکېدلي دي، د لیکوال فکري حاکمیت او زیاتی ورسره مل دی.
د کیسې پایله هم زما له انده ډېره منطقي نه ده، د ګل مرجان ناڅاپي را پیدا کېدل، د دوی تر منځ صمیمي خبرې څرګندوي چې خپلوان او نږدې ملګري دي، په لسو کلونو کې باید دا د ایمان او بربنډو ښځو ستونزو بیا بیا د دوی تر منځ مطرح شوې وی، د لارې د سر مکالمو یې یو څه پخواني بګرونډونه هم لرلی، د نوي واده مشوره، غرب کې خپلې کورنۍ پرېښودل او د دویمو وادونو لپاره بېرته ستنېدل هم منطقي نه دي، یو څوک چې لس کاله لودیځ کې تېر کړي او کورنۍ یې هم ورسره وي، دومره په ساده او د لارې سر د تصمیم په اساس نه حاضرېږي چې غرب دې پرېږدي. د دواړو نومونه ګل مرجان او خان ولي هم کلیوالي دي او لیکوال ورباندې د هغوی د ټولنې د فرهنګ یو درک ورکوي.
اوس به د کره کتونکي استادکرګر شننې ته هم یو څه تم شم، په دې کې شک نشته چې کرګر صیب د پښتو داستاني او منظومو اثارو په رواني شننه کې یو مطرح او بېل لاری کره کتونکی دی، خپله ما ورڅخه ډېر څه زده کړي دي، دی په سیندونه او اندونه او خپلو نورو اثارو کې راته په اثبات رسوي چې ددې تحلیل لپاره هم فکري ځواک او هم تر نورو کره کتونکو ژورې خبرې لري.
کرګر صیب د کیسې اصلي کرکټر خان ولي نوم په خپل تحلیل کې ګل ولي راوړی چې باید سم شي، ځکه د ګل ولي په نوم کرکټر کیسه کې نشته، تر کومه چې د بل واده د تحلیل خبره ده، نو کرکټر یې له رواني لحاظه ښه سپړلی دی، لودیځ کې دا د تازه ورغلو افغانانو لپاره یوه داسې ستونزه ده چې سترګې نه شي ورڅخه پټېدلی، خو که د کرکټر رواني سپړنه د مکاني، زماني او رواني منطق له زاویې شوی وی، کیسه به لا روښانه شوې وه، د کرګر صیب کره کتنه یوازې مثبت اړخ لري، د فرهنګي ټکر او جنسي محرومیت له زاویې ورته کتل شوي او دې تمرکز د بل واده د پلاټ د کمزورۍ او منطق اړخ نور هم تیاره کړی دی.
کرګر صیب د کیسې یو مهم اړخ د ساده کلیوالي او ښاري فرهنګ پرتلنه بللې، خو ښايي دایې هېر وي چې لس کاله په لودیځ کې اوسېدونکی هغه هم له کورنۍ سره چې خواړه، جامې او نور امکانات یې تامین وي، مساپر نه وي او د ګرځېدو لپاره به ملګري، وختونه او فرصتونه ورسره وي؛ نور هغه ساده باده کلیوال نه دی، په دوو درېیو کلونو کې هم کلیوالي انسان په ښاري بدلېږي، حتی متشدد فکر نرمېږي، فرهنګ کې باید «لکه چې ځان راباندې تاوانوي» موضوع هم څېړل شوې وی. کرګر صیب د لودیځ لوستو، مډرنو او ازادو نجونو ته بافرهنګه او مقابل کې خان ولي ته کلیوالي فرهنګ اصطلاح کارولې چې مانا یې بې فرهنګه هم کېدی شي چې عالمانه قضاوت نه دی.
زه له خان ولي دفاع نه کوم، خو په کیسه او کره کتنه کې زیاتی ورسره شوی دی، د هغه هر څه لا په ذهن کې روان دي، کوم فزیکي عمل یې نه دی کړی، دا ډول سوچونه یا خیال پلونه یوه انساني او معمول رواني ځانګړنه ده، ضرور نه ده چې د وحشي او حیواني غریزې او فرهنګي ټکر میدان ته یې را وباسو او ناوړه ټاپې ورباندې ولګوو، سره ددې چې خپله هم حل لاره ورته مومي او وايي چې خلاصون ورڅخه بل واده دی، د کومې عیاشۍ او ناوړه اقدام لاره یې نه ده نیولې. د فرهنګي مجبوریتونو او ازادیو له اړخه باید د مېترو او لودیځ د بربنډو نجونو او «وروسته پاتې» فرهنګونو یا د خان ولي د اصلي ټولنې جغرافیوي او زماني محدودیتونه یا مجبوریتونه هم وڅېړل شي.
کرګر صیب د بل واده کیسې د لنډیز او تحلیل یوه برخه داسې راوړي: خان ولي ته مخامخ کښيني،گل ولي ددې نوې پرښتي په تماشه کيږي، کله خپل لاس د خپلو پښو منځ ته تيروي، سترگي د هغي په سينو گنډي، نجلي هم احساس کوي چې گل ولي خو په ټکټ سينما موندلي ده نو ناز او نخرو ته دوام ورکوي کله کښته شي چې د سينو شاه يې مالومه شي او کله پښي وازې کړي خو گل ولي ته يو قيامت ورښیي.
په دې پراګراف کې د ښکلې نجلۍ لپاره د پرښتې کلمه کارول هم بې انصافي ده، ښايي د کارګر صیب موخه به ورڅخه ښاپېرۍ وي چې د ښکلا سېبمول دی، خو پرښته د تقدس او سپېڅلتیا سېمبول وي چې د مېترو ددې نجلۍ لپاره مناسبه کارونه نه ده، د تحلیل په وروستۍ برخه کې خان ولي شیطان او نجلۍ په اصطلاح معصومه او سپېڅلې یا شیطان ضد معرفي شوې چې سمه نه ده او دواړه د یوې شېبې لپاره شیطاني څېرې دي، د علت او معلول په څېړنه کې توازن د کره کتنې د اخلاقو او اصول بل اړخ دی.
کارګر صیب د خپل تحلیل پای کې لیکي: اوس که خبري را لنډي کړو په درې ټکو کي د خپلو خبرو جاج ته غوټه اچولي شو او هغه د اچې ؛
خان ولي د ښاري او تمدني تولني سره په تقابل کې واقع دى، نه يوازې خان ولي بلکي وروسته پاتې کرکتر چې دلته په کيسه کي ننگول کيږي .
کيسه يوازې په جنسي مسايلو راټوله نه، بلکې په شخصيت متمرکزه ده، دگل ولي شخصيت بدوي اوحيواني پراو کي شخصيت دي.
خان ولي تسبيح هم اړوي اوراد هم وايي، خو يو دروغجن، مکار او د خپل وجود او تن د يو غړي نوکر دى.
پورتني درې واړه قضاوتونه له افراطه ډک دي، زما په اند کره کتونکي انصاف نه دی کړی، یوازې خیال پلو، ذهني او رواني ګډوډي چې لا هم کوم فزیکي عمل ورڅخه نه دی صادر شوی، یا کومه داسې پېښه نه ده شوې چې قضاوت ورباندې وشي، هر څه د یوې ذهني فرضیې تر حده دي؛ د یوه کس د بدوي او حیواني شخصیت څرګندوی نه دی، که وي هم د کره کتونکی پر وړاندې باید د کرکټر انساني کرامت خوندي وي. په تحلیل کې ځینې نور کلمات هم داسې دي چې د قلم عفت او انساني کرامت یې نه ایجابوي. ما خو داسې حس کړه چې کره کتونکی له دا ډول افکارو او اشخاصو څخه د خپلې کرکې او کیسه لیکوال سره د خواخوږۍ په رڼا کې یو څه احساساتي شوی او نقد د پوره ذهني ارامتیا، بې طرفۍ او عدل په چاپېریال کې نه دی بشپړ شوی، د علت او معلول سمه سپړنه نه ده شوې.
که څه هم په هر ډول کره کتنه کې خو د داستان په کره کتنه کې باید کره کتونکی یوازې د خپل فکر د بیان لپاره بهانه او وسیله ونه مومي، یوازې لوستونکي ته د لیکوال هنر او فکر توضېح نه کړي، بلکې مهمه خبره دا ده چې د اثارو اېجادوونکي ته سپینه خبره وکړي، د ښو نه تر ښو اثارو د پنځولو مسلکي مشورې ورکړي، د ګوښه خواوو او ناویلو خبرو د بیان لپاره لیکوال ته د اصولو په رڼا کې وننګوي.
۱۳۹۹، د کب ۲۵مه