جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپر تورخم دروازه د ناروغانو د تګ ـ راتګ بندیزونو پر لرې...

پر تورخم دروازه د ناروغانو د تګ ـ راتګ بندیزونو پر لرې کولو خبرې شوي

تاند ( پنجشنبه د قوس ۱) ننګرهار کې د طالبانو د حکومت اړوند باختر آژانس په یوه خبرپاڼه کې د تورخم اطلاعات او کلتور مدیریت له قوله ویلي، چې د تورخم کمیسار په مشرۍ افغان لوري له پاکستاني چارواکو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.

سرچینه وایي، چې په دغه ناسته کې پرېکړه شوې، چې د مریضانو د تګ – راتګ پر وړاندې دې محدودیتونه ختم شي.

دغه راز په دې ناسته کې عامو خلکو ته په بندر کې د اسانتیاوو د برابرولو، سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیاوو رامنځته کولو او کاریګرو ته ځانګړي وخت کې د کاري زمینې برابرولولو باندې هم خبرې شوې دي.

په خبر کې راغلي چې د دې ترڅنګ د لویو بار وړونکو موټرو لپاره د TAD کارت تطبیق، د واده ناوې او مړو وارثینو ته د عاجل تګ – راتګ ځانګړې ویزې یا کوم بل سیستم جوړولو په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د باختر آژانس په خبر کې زیاته شوې، چې پردې سربېره د مسافرو لپاره د فرضي کرښې د تېرېدو د ستونزو په حل هم ټینګار شوی، څو مسافر پر وخت خپل سفر بشپړ کړي او د ځنډ ستونزې ورسره مخ نه شي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د یادو موضوعاتو د حل لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د تورخم بندر د چارو د ښه والي لپاره به کار کوي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته تلونکي افغان مسافر په هره برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي پاکستانی لوری نه یواځې ناروغانو؛بلکې د ویزو درلودونکو سره هم سم چلند نه کوي او په یوه بله بهانه یې ځوروي.

2 COMMENTS

  1. د تورخم په دروازه زمونږ پښتو نوم په عربي لیکل شویدی . که امکان ولري دې دیپلوماتیکو لارو له پنجابیانو وغوښتل شي ، چې هغه اصلاح کړي .
    ځکه داسیمه د پښتنو ده او تورخم کومه عربي وییه نه ده ، چې دوی په « ط » لیکلې ده .

  2. ناروغان متخصص ډاکټر ،شفاخانه او درمل غواړی، د دی لپاره چي حکومت د صحی خدماتو مسئولیت اداء کړی شی نو د طب،فارمسی او بیا هره رشته په لسګونو تخصصی رشتې لری او ټولې فرض کفایی دی نو دا شرعی او حیاتی ضرورت زموږ د ملا سر نه پری خلا صیږی او دا ملی ،انسانی او اسلامی امانت باید اهل ته یی وسپارل شی ؛په خواست ،درویزو او وظیفو زموږ ملا خیل ساتل کیدی شی خو ملت نه ساتل کیږی ،طبابت،تعلیم او انسانیت بشری ضرورت دی ،تخصص ،علمی روابط او بشری همکاریو ته شدیدا اړتیا لری او بالاخره چا ته ووایو ؟مګر دا وږی،مریضان او مظلومان
    سمیع او بصیر الله،قهار او عزیز ذو انتقام رب نلری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...