تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د خیبرپښتونخوا په کوزه کورمه کې نن (پنجشنبې) د سپرلیو پر موټرو په یوه برید کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
راپورونه وايي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات وي.
ځايي چارواکي وايي، برید ماسپښین مهال د علیزو او څپرې پاټک ترمنځ په مندوزیو او بګن سیمه کې په داسي حال کې وشو چې د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کې سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته روانې وې.
د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوي کسان په مندوزیو قبیلې پورې تړاو لري.
په دې برید کې ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په دې سیمه کې له اوږدې مودې راهیسي د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ نښتې کېږي خو دې ته په کتو چې د موټرو په کاروان کې هم سنیان او هم شیعه ګان سپاره وو او مرګ ژوبلو هم دواړو ته اوښتې، ګومان نه کېږي چې دا برید دې فرقوي، انګېزه ولري.
پرون د کورمې د بګن د وتېزیو او خدایدادخېلو سلګونو وګړو د امنیتي وضعیت پر خرابیدو د اعتراض لپاره لاریون وکړ.
احتجاجیانو له څپري پاټکه تر ډډکمر پورې تر لاریون وروسته په بګن کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) د امنيتي پوستې مخې ته تر دوو ساعتونو پرلت هم وهلی وو.
دا تیر ٤٥ کاله دوئ افغانان وژل، افغانستان يي سېځل او ورانول، افغانستان يي په وینو او اورونو را ته لړلئ ؤو، خو اوس دَ دوئ وار دی!
ائ پاکستانئ ملته! څه دي کرل اوس يې نو ریبه!