Home+سيدراحت زاخيلي ژوند، زده کړه، ادبي هلې ځلې، افغان اخبار او د...

سيدراحت زاخيلي ژوند، زده کړه، ادبي هلې ځلې، افغان اخبار او د ښاغلي راحت اثار

هلال کوچی

پښتو ژبې ته د داستاني ادبياتو د نويو ژانرونو راتګ لومړی د ژباړې له لارې راغلی دی، چې لومړی ناول د (ميا حسيب ګل کاکاخېل) د “د نقش نګين” په نوم او دويم ناول د (ميامحمد يوسف) په زيار په (۱۹۰۵م) کې له اردو ژبې څخه پښتو ژبې ته راژباړل شوي دي. له دې ناولونو وروسته پښتون ليکوالو ياد ژانر ته پام واوښت او په ۱۹۱۰ ـ ۱۹۱۱ م کلونو کې د ناول ژانر په پښتو ژبې کې رامنځته او مروج شو.

پښتو ادب کې د لومړني ناول ليکوال د کوزې پښتونخوا راحت زاخيلي دی. سيد راحت زاخيلي لومړی ليکوال دی، چې پښتو ژبه کې يې داستاني ادب رامینځته او په خپلو هنري ګوتو يې د ادبياتو ياده برخه وځلوله. سيد زاخېلي نه تنها د پښتو ژبې د لومړني ناول او لنډې کيسې لیکونکی دی؛ بلکې د پښتو ژبې د داستاني ادبياتو پلار هم ګڼل کېږي. د ياد ليکوال هڅه وه چې پښتو ژبې کې داستاني ادبيات څرګند او وغوړيده.

په دغه ليکنه او بحث کې به تاسو د سيد راحت زاخيلي په ژوند، زده کړو، ادبي هلو ځلو، افغان اخبار او د ښاغلي سيد راحت زاخيلي له اثارو سره اشنا شئ.

لړليک

سيد راحت زاخيلي ژوند او زده کړي

د سيد راحت زاخيلي ادبي هلې ځلې

افغان اخبار او په هغه خپرېدونکي موضوعات

پايله او اثار

د سيد راحت زاخيلي ژوند او زده کړې

سيد راحت زاخيلي د فريح اللّٰه زوی په (۱۸۸۴م) کال د کوزې پښتونخوا د نوښار سيمه کې د زاخيلو په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړی د پښتو ژبې ليکوال، شاعر، کيسه ليکوال، ناول ليکونکی او د خپل وخت يو تکړه ژورنالیست وو.
لومړۍ زده کړې يې له خپل پلار څخه کړي. وروسته يې د عربي ژبې صرف او نحوه مطالعه کړل؛ چې هغه وخت مروج او د علم برخه وه. زاخېلوال صيب له يوه مسیحي مبلغ چې هغه وخت په برتانوي هند کې يې د مسیحت تبلیغ او هغه يې ته خلک دعوتول، دوی مياشتې اوسيده. له دوو مياشتو تېرولو وروسته يې ياد مبلغ ته وويل:
«ستاسو د کتابونو په ويلو او مطالعې کولو سره زما دماغ نور هم تياره شو»

نور يې له هغه څخه لاره بېله کړه او د قرآن کریم مطالعې ته يې مخه کړه او په غور سره يې يادې مطالعې ته دوام ورکړ. سربیره پر دې د نورو ژبو ادبيات هم مطالعه کړل.

نوموړي تر ډېره پورې خطاطي کوله او د ژوندانه چارې يې د خطاطۍ پر مټ مخې ته بېولې.
راحت زاخيلي د ځوانۍ په وخت کې ورور وفات شو؛ د ورور مرګ خورا زيات تاثير پرې وکړ او نوموړي ته د هغه غم ډېر سخت وو؛ ان تر دې چې د هغه په ياد کې يې شاعري پيل کړه، چې (۵۰) پارسي او عربي غزلې يې د هغه په ياد لیکلي دي. يو وخت يې پلار د ده شاعري مطالعه کوي او ورته وايي:

« تا د دې له پاره خپل لېونتوب په کاغذ ښکاره کړی، چې نور خلک لېونيان کړې»
سيد راحت زاخيلي په (۱۹۶۳)م کال، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په خپل پلرني کلي (زاخېلو) کې خاورو ته وسپارل شو. روح يې ښاد.

د سيد راحت زاخيلي ادبي هلې ځلې

راحت زاخيلي د پښتو ژبې او ادب يو ستر شاعر او ليکوال تېر شوی دی. نوموړي  د پښتو ژبې تر څنګ په پارسي او عربي ژبو هم د شعر ليکلو وړتیا درلوده او خورا زيات شعرونه يې پر همدې ژبو ليکلي دي.

پښتو شعر ته يې نوی رنګ او خوند ورکړ. مضمون ته يې هم پاملرنه وکړه. په زاړه قالب کې يې نوې ساه پوه کړه.
زاخېلوال صيب، په کال (۱۹۱۱)م کې د پښتو اونيزه خپرونه “افغان اخبار” رامنځته کړه.

په (۱۹۱۲)م کال کې يې د پښتو ژبې لومړی ناول “نتيجه‌عشق” وليکو او د علامه اقبال اردو نظم “شکوه جواب شکوه” پښتو ژبې ته راوژباړه. د دې ژباړې له کبله د هغه وخت پوهانو ده ته د «افغان اقبال» لقب ورکړ.

د لنډې کيسې پيل يې له “شلېدلې بڼه” نومې کيسې نه وکړه، چې په (۱۹۰۸)م کال کې یې وليکله. ياده کيسه که څه هم بشپړه نه وه؛ خو بيا يې هم نوموړي ته خورا زيات شهرت ورکړ.

په (۱۹۱۷)م کال کې ښاغلي زاخېلي بشپړه لنډه کيسه چې د “کونډه‌جينۍ” پر نوم وه، وليکله او هغه وخت پر افغان ورځپاڼې کې خپره شوه. همدا د پښتو ژبې لومړنی بشپړه کيسه هم يادېږي.

په (۱۹۲۳م) کال کې يې د “سعدي ګلستان” له پارسي څخه پښتو ژبې ته ترجمه کړ.
راحت زاخيلي په (۱۹۳۰)م کې يوه ورځپاڼه “ستړی مشې” خپروله، خو کال وروسته انګرېزانو پرې بنده کړه. تر دې وروسته د افغان اخبار مدير وټاکل شو. په (۱۹۴۸)م کال کې چې “شهباز” نومې ورځپاڼې په فعالیت پیل وکړ، راحت صاحب يې د پښتو برخې مدير وټاکل شو.

د کوزې پښتونخوا معاصره دوره هم د راحت زاخيلي څخه پیلېږي.
د راحت زاخيلي په اړه د ځينې کسانو ویناوې:
حمزه بابا وايې:
« بلې ژبې نه د نثر په نثر او نظم په نظم په پښتو ژبه کې لکه چې راحت صاحب ترجمه کوي داسې بل زوی پښتني دنيا لا نه دی پيدا کړی»

ښاغلی بينوا صاحب وايې:
« دا شاعر که له يوې خوا د پښتو د منظومو داستان ګوئ استناد منلی شي نو بل خوا د يوه ستر اديب حيثيت هم لري. د شعر او شاعرۍ په میدان کې د يوې ممتازې درجې او د غزلو، نظمونو، رباعياتو او غيره عام فهمه او رنګینو اشعارو د يو څو مجموعو خاوند دی. کلام يې اکثر د شعري ښېګړو حامل دی»

ځينې ادبيان نوموړی «په پښتونستان کې د خطاطانو  بابا ادم او د ادیبانو لار ښوونکی» بولي او وايي چې « د زړې شاعرۍ واګي یې موجوده رنګ ته را ګرځولي دي»

افغان اخبار او پر هغه کې خپرېدونکي موضوعات

افغان اخبار په (۱۹۱۰ـ۱۹۱۱ )م کال کې د راحت زاخيلي له خوا په پښتونخوا کې رامنځته او په کار يې پيل وکړ. ياد اخبار په اردو او پښتو ژبې خپرونې درلودې او د راحت صاحب له لوري د پښتو ژبې د نويو ژانرونو بيلګې پکې خپرېدلې.

په افغان اخبار د راحت زاخيلي صاحب لومړۍ کيسه چې “شلیدلې بڼه” نوميده خپره شوه، که څه هم دا کيسه نيمګړی وه او يوازې د ډيالوګ بڼه يې درلوده، خو بيا يې هم زاخيلي صاحب ته ډېر شهرت ورکړ.

راحت زاخيلي صاحب په افغان اخبار کې داستاني طرحه، لنډه کيسه، طنزي ټوټې، خاکې او نور ژانرونه متعارف کړل. له دې امله د هنري نثر او نويو  ژانرونو موسس ګڼل کېږي.

پايله
راحت زاخيلي د پښتو ژبې لومړنی داستان ليکونکی دی، چې پښتو ژبې کې يې لنډه کيسه او ناول وليکه. ياد کس که له يوې خوا پښتو په داستاني ادبياتو مشتمله کړه، له بلې خوا يې د شعر په برخه کې هم پوره خواري کړي. ښاغلي سيد پښتو ژبې ته خورا زيات اثار بښلي دي. راحت زاخيلي له هڅو او کارونو څخه نور پښتون ليکوالو هم اخځ وکړ؛ که څه هم يو څه ځنډ پکې راغی، خو و نه درېد، بلکې وروسته ډېر ليکوال د ده نقش قدم ولاړل، چې تر ننه پورې دوام لري او پښتو ژبه د داستاني ادبياتو په برخه کې تر ډېره غني او بډايې پانګې درلودونکې شوه.

په پای کې ويلي شو چې سيد راحت زاخيلي د پښتو داستاني ادبياتو پلار، پښتو شاعرۍ ته د نوي رنګ بښونکی، د لسګونو اثارو او د خپل وخت يوه تکړه ژورنالیست تېر شوی.

د سيد راحت زاخيلي اثار:

• ستاره‌زمين (اردو ناول)
• ګلستان سعدي (پښتو ژباړه)
• کيسه سيف الملوک (پښتو منظوم داستان)
• سوانح انور بيګ (منظوم پښتو)
• تاريخ افغانستان (پښتو)
• خزان د افغان (منظوم پښتو)
• جنګنامه انوري (پښتو منظوم مثنوي…)
• راحت افسانې (مرتب افضل رضا)
• داغستان (شعري ټولګه…)
• شلیدلې بڼه (لنډه کیسه)
• بانګ درا (د علامه اقبال اردو نظم ژباړه)
• پښتو قاعدې (صرف و نحوه)
• نتيجه‌عشق( ناول)
• داغونه (شعري ټولګه)
• صرف میر
• رساله نبض ( پارسي)
• قواعد خوشخطي (منظوم پارسي)
• فالنامه ( منظوم پښتو)
• تحریر قافيه
• تاريخ بغداد(پښتو)
• اقوال حضرت علي (رض) او سيرت(منظوم پښتو)
• التعريفيه (عربي )
• شکوه و جواب شکوه ( د اقبال اردو مشهور نظمونو پښتو ژباړې ټولګه)

اخځونه:
۱ـ ويکيپېډيا
۳ـ معاصر ادب تاريخ
۴ـ سيدي، سيد نظيم ناول به څنګه ليکو
۵ـ رفيقي، ډاکټر عبدالروف، وياړلي. افغانستان ملي تحريک، چاپ کال (۱۳۹۵) ھ،ش.

راحت زاخیلي، ملي،ادبي، سیاسي او اجتماعي شخصیت وو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...