عصمت الله زهیرپښین
راحت زاخیلي دهغه قوتونو او تبلیغاتو په خلاف په خلاص ذهن او خلاص مټ قلمي مبارزه په شدت سره راپېلوي چي پښتانه یې په فکري او ټولنیزه توګه د مرییتوب ، بدبختۍ او غربت ړندو کندو ته ور ویشتي وو ، هم دي :
راحت زاخیلي شاعر و، کیسه لیکونکی، ناول کښونکی ،ژباړونکی ، ژورنالسټ او دملي او اجتماعي فکر لرونکی شخصیت وولاکن مهم ټکی دا دﺉ چي راحت زاخیلي د نوي مفکورې او دنوي سبک لاروی وو ، خو ددې هرڅه برسېره په پښتو ادب کي د راحت پېژندون یا شناخت دلنډي کیسې په حواله سره کیږي :
راحت د روایت څخه بغاوت کړی دﺉ هم یې تقلید زندۍ کړی دی ،ځان ته یې جداګانه شناخت او نوی انداز خپل کړی دی ، د انتقادي ریالیزم په لوریې مخ اړولی دﺉ دا چي راحت په خپلو لنډو کیسو او شاعري کي انتقادي ریالیزم ته مخ اړوي ، ټولنیز خرافات او ناوړه دودونه رټي دیوه هنرمن په حیث نه د واعظ پشان لاکن د دې پیښو او ناخوالو استعماري او استحصالي علتونه په ګوته کوي چي د دې ستړو او ستونځو محور او ترشا یې وډر قوت پامیږي :
دا کار وروسته د (ګجرې) لنډو کیسو ټولګي خپریدو په مهال قلندر مومند سر ته رسوي ، هم دلته دپښتو لنډي کیسې زرین دوران پېلیږي ، د استاد اکبر کرګر په قول :
د پښتو ادبیاتو زیاتره لومړني داستانونه دسیاسي پیښو،ازادي غوښتني ، ټولنیزو خرافاتو ، ناوړه رواجونو او ځینو نورو انتقادي مسایلو ته وقف سوي وو (۱)
د راحت زاخیلي دهنري تخلیقاتو ریښې په پښتو فولکلور کي پیوست وینو خو قالبونه یې عصریز ورته رغولي دي اوسبک یې یې مترقي دی ، ولي چي د راحت زاخیلي نوي فکر د اظهار نوو سانچو ته اړتیا درلوده او د راحت لوستي ذهن او تخلیقي توان د اظهار او موضوع له پلوه سولیدلي دودیزه سبک یا ژانرونه د زغملو وړ پامولی نسو نه یې دقصه خوانۍ په کب شپ ګزاره کېدلی سوه نو ځکه دیوه مترقي سبک دخپلولو او دود ولو هڅه یې وکړه .
د نوموړي پښتو پوه شوروي لیکوال ګیرس په اند:
دمیراحمدشاه رضواني ، مولوی احمد، منشي احمدجان او نورو پخوانیو مترقي لیکوالو سره د راحت زاخیلي توپیر دا دﺉ چي هغوی د ژوند تراخره پوري په ادبیاتو کي یو سبک او یوه لار انتخاب کړې وه او په هم هغه یوه لار ټینګ پاتي سوي دي مګر ده (راحت زاخیلي) دغه اشتباه لیري کړه ، دغي اشتباه واقعاً پښتانه لیکوال نه پریښودل چي د ادبیاتو پراخ او عمومي ډګر ته ور داخل سي لومړنی لیکوال راحت زاخیلي و چي د ادب پراخي ورشو ته له هري خوا ور ګډ شو او د ادب هري څانګي ته یې لاس واچاوه (۲)
ک.ف. ګیرس په دې اړه مخ په وړاندي لیکي :
د زاخیلي نه پخوا ادیبانو کوښښ کاوه چي مضمون ته رنګیني ورکړي او تصعي عبارات چي تشبیهات او استعارې ولري منځ ته راوړي مګر ده (راحت) دساده سبک او ساده الفاظو او عباراتو څخه استفاده وکړه او د ادب ژبه یې د اولس دمحاورې ژبي ته رانژدې کړه ده په ادب کي نوې لارویسته او د ده نه پخوا چي کوم کوښښونه په دې لارکي سوي وو د ده (راحت) سره یې پوره مرسته وکړه (۳)
استاد زیار په اند ( د ډېرو کره کتونکو په وینا بیاهم د احمدشاه رضواني یا منشي احمدجان یانورو دودیزو اولسي پښتو کیسو سره یې په ډاګه خپله پوله رابېله کړې ده ، د اوسنیو سیکالوژیکي داستانو رنګ لري خو بیاه په زړو جامو او شلیدلې پڼه کي (۴)
راحت زاخیلي د منظومو کیسو په جوړولو کي پوره ، پوره برخه لري چي د (سیف الملوک) منظومه یې دبیلګي په ډول یادولی سو ، لاکن د راحت لنډو کیسو په پښتنو کي فکري خوځښت او نوښت ته زمینه مساعدوي او راحت ته په پښتو ادب کي دتل پاتي شخصیت محبوبیت او درنښت ورپه برخه کوي :
په خصوصیت سره (کونډه نجلۍ) یې د انتقادي ریالیزم له پلوه یوه شهکار لنډه کیسه ده ، د زیار صاحب په قول :
په دا لیکنه (کونډه نجلۍ) کي راحت د یوه ژمن انتقادي ریالیست په توګه یو پېغام لرونکی دی او هسي د خوند اخستني او سرګرمۍ موخه نه لري (۵)
دګ.ف. ګیرس په قول :
ولي دې کیسې(کونډه نجلۍ ) چي دحجم له حیثه وړه ده دومره هیجان پیدا کړ او ولي ټولو لر او برو پښتنو په دومره علاقې او اضطراب سره استقبال کړه ځواب یې یو دی او هغه دا چي په پښتو ادبیاتو کي دا لومړی ځل دی چي دښځو په پلوي ږغ پورته کیږي اود ښځو شکایت او د دوﺉ ناوړه او د زړه سوي وضعیت په ادبیاتو کي انعکاس مومي او د دوﺉ د حقوقو څخه دفاع کیږي (۶)
(دکونډي نجلۍ) دکیسې د اتلي مرغۍ ستونځي ، ستومانۍ ، ناخوالي ، ویرونه او ټولنیز جبر دپښتنې ټولني اجتماعي ، بدمرغۍ ، ستونځي ، ستومانۍ ، ناخوالي ، ویرونه او جبرونه دي چي لاملونه یې په بېلو،بېلو بڼو استعماري او فیوډالي چور تالان، او ناروا حکمراني ده ، خپله راحت زاخیلي په دې اړه داسي لیکي :
دکوم سرنوشت او کړاو سره چي مرغۍ مخامخ سوې ده ، داسي چاري په ټولنه کي یو عادي امر دی او ډېري پښتنې په دې ډول قرباني سوي دي او څه چي پرښځه دلته تیرږي هغه په هیڅ ځای کي نسته (۷)
دکونډي نجلۍ څخه برعکس ( سین چپې،چپې اباسین چپې،چپې) لنډه کیسه کي دپښتنې میرمني جمالیاتي تصویرراکښلو سره ،سره دپښتنې میرمني د زیار زحمت ،شرافت ،حیا،میني هم دبشپړه کور دارۍ مسولیتونو تصویر په ډېره هنرمندي او ادبي دیانت سره راکاږي خو اخر دمیني دا دوه سمبولونه د ړندې وبا ناروغۍ قرباني سي .
محترم استاد علامه حبیبي صاحب د راحت زاخیلي په اړه یوځای داسي لیکي :
راحت دخپل عمر اتیا کاله په تفکر او مطالعه او د ژبي او قام په خدمت کي تېر کړه لس کاله مخکي چي ما لومړي پلا راحت ولید ، دسترګو په لچ دپېښور په شفاخانه کي پروت و، زه یې پوښتني ته ورغلم :
ده افسوس کاوه چي مانه سي لیدلای ،خوما یو سپین ژیری او فکور پښتون لېدی چي بنیه یې ډېره قوي نه وه خو روح یې قوي او ګړندی و:
د ده خبري اثرناکي وې، دردمن زړه او مشتعل احساس یې درلود ، ده زه نه لیدم سترګي یې طبیبانو ورتړلي وې مګر د زړه سترګي یې بینا وې یو ساعت یې زما سره هغه څه وویل چي یو اشنا پښتون یې له خپله پښتانه وروره سره وایي :
دی دیوه پاخه او زاړه استاد په ډول دپښتو اینده زمانې ته خوشبین و، او ویل یې :
ګومان کیږي چي زموږ دنوي نسل ادیبان به د خوشحال او رحمان ډیوه روښانه کړي د اجمل او قلندر او رسا، او شیدا فکرونه به نوي ډیوې بلي کړي او نوي ځلمي به ځان ته یوه ځلمۍ دنیا جوړه کاندي :
محترم حبیبي صاحب د دې نه هیریدونکي سړي راحت زاخیلي په اړه په وړاندي داسي لیکي
راحت په پښتو ادب کي تکړه نثرلیکونکی او ناول وال او مترجم او لغت نویس او صحافي و، مګر زه د ده دهنر مهم اړخه د ده غزل ګڼم او په داسي عصرکي دپښتوغزل له استادانو بولم (۸)
راحت زاخیلي او دهغه هنري ارزښتونه ،خوځښتونه او نوښتونه زموږ دپښتو ادب پس منظر یا شالید دی چي دخپل زمان او مکان په اړتیا سره یې راحت دپیش منظر بدلولو ستړي پرځان منلي هم یې پلي کړي وې لاکن اوس موږ ته دخپل عصر دپښتو ادب دپیش منظر د بدلولو اړتیا سته اوکه نه ؟
نن مي هم انجوني کونډیږي ، وطن مي په لمبو کي سوځیږي اوکه نه ؟
دا نن چي بې توپیره او بې کرښي په کابل کي سره راغونډ یو تر منځ مي هیڅ یو توپیر نسته دبېګانګۍ احساس به مي ترمنځ حتماً وي نو ولي لکه هند او پاکستان چي د امن کي آشا په نوم په خپلو کي دیوالي او خپلوالي هڅي کوي موږ پښتانه لیکوال او درسنیو مسولین ولي یو داسي ګډ مرام او پروګرام لپاره دکرښي په دواړو غاړو داسي هڅي نلرو یایې نه پېلوو، په کار ده په دې اړه جدي ګامونه واخیستل سي .
زما په اند راحت زاخیلي دشلیدلي پڼې یا کونډۍ نجلۍ او یا د څو انتخاب در انتخاب شعرونو په چوکاټ کي مطالعه کول یاڅېړل ورپسې دهغه د غونډ هنري فعالیتونو په اړه نظرورکول نور که نه وي د راحت سره ادبي انصاف یې لږ ترلږه پامولی نسو :
د راحت پوهني په څانګه کي په ادبي ، سیاسي ، او تاریخي حواله ډېر څه ته اړتیامن یو ولي چي راحت یوملي ، ادبي ، سیاسي او اجتماعي ، شخصیت وو، هم دا دنن غونډه یې یو ژوندی مثال دی :
دسلیم راز په قول :
چي سفر یې تل دمیني سفارت دی
زه دهغه قافلې یو نماینده یم
سرحدونه مي نظر کي نه ځایږي
دنړۍ دهروطن زه باشنده یم
(عصمت الله زهیر پښين )
اخځلیکونه
۱. دپښتونخوا په داستاني اثاروکي رواني مسایل داکبرکرګرلیکنه (دپښتونخوا داستاني ادب ۱۰۷ مخ
۲. دمیړني اولس ادبیات ګ.ف.ګیرس ژباړونکی معتمدشینواری ۶۵ مخ
۳ . …………… …………….. ۶۷ مخ
۴ . دپښتونخوا داستاني ادبیات دزیار صاحب لیکنه ۱۵ مخ
۵ . …………………… ………………. ۱۶ مخ
۶ . دمیړني اولس ادبیات دمتعمد شینواري ژباړه ۶۹ مخ
۷ . ……………….. ……………….. ۷۰ مخ
۸ .نه هیریدونکی سړی راحت زاخیلي . دعلامه حبیبي شل مقالې دوهمه برخه ۱۱۲ مخ