کله چې د باعاطفه شاعر بحث کېږي، شاید په دې برخه کې زموږ پام تر ټولو د مخه د رښتینو جذبو او د خپل شعر د لفظونو غوندې د ښایسته شاعر سید شاه سعود شعر و شاعرۍ ته واوړي.
د ډېری کره کتونکو په نظر سعود صاحب یې د خپل شعر غوندې دی، یعنې د خپلې شاعرۍ او شخصیت تر منځ یې پولې نه دي ړنګې شوې، څنګه چې د ده دې شعرونو محتوا ده، هماغسې يې شخصیت هم دی.
موږ يې دلته یو غزل چې ژوند ته پکې له دوه متضادو لوریو ورکتل شوي، لنډ بحث کوو:
تا هوښیاران جوړول، ما لېوني جوړول
تا هم سړي جوړول، ما هم سړي جوړول
تا د تسبو لپاره، ما د رباب لپاره
تا هم ځونډي جوړول، ما هم ځونډي جوړول
هم دغه رنګ زاهده، تا په محراب لړلو
ما ترې شينکي خالونه، په سپين تندي جوړول
تا چې منار جوړوو، د خوار انسان کپر و
ما به ايرو نه څلي، د زندګي جوړول
تۀ په خلوت کښې ناست وې، سعود رباب کښې ډوب وو
ماته يې مست سرونه، د موسيقي جوړول
په دې غزل کې سعود صاحب هڅه کړې چې د دوه مشهورو لارو پرتله پکې وکړي. یوه لاره د زاهد د مذهب، خانقاه او محرابي ژوند لاره ده، بله لاره د یوه شاعر، هنرمند، موسيقار او بااحساسه او باعاطفه انسان لاره ده. دا دواړه لارې هڅه کوي د انسان په جوړولو، مانا پيدا کولو او ژوند ته د يو شکل ورکولو مقصد په بر کې ونیسي.
معمولاً هنرمند انسان له نصيحت او پیغامونو ورټ لري، خو زاهد او د ملایېزم نظریه لرونکي چې هر څه ته د مذهب له عینکو ورګوري، نصيحت و وعظ کولو ته یې اصل کار ویلی وي، ځکه نو دوی د همدغه نصيحت له لارې غواړي تعقل پرستي وکړي، خلک جوړ کړي، خو شاعر و هنرمند چې ټول سر و کار یې له جذبو، احساساتو، عاطفې او مینې سره وي، له تعقل پرستۍ لرې ګرځي او غواړي له خپلې ایډیالوژۍ سره سم د زاهد دوی برعکس لېوني جوړ کړي. که څه هم دواړه ډلې غواړي انسانان جوړ کړي، خو له جلا جلا لارو او په همدغه بېلو بېلو لارو کې دوی ته مانا او د ژوند ارزښت پروت دی.
زاهد او هنرمند دواړه ځونډي جوړوي، خو زاهد چې یو مخ یې ذکر و عبادت ته کار ویلی، د تسبو لپاره، د تسبو د ښکلا لپاره ځونډي سازوي، هنرمند د دې برعکس کار ځکه کوي چې په رباب کې د ژوند مانا ویني. په رباب وهلو کې خپل احساسات اوبولی شي. که څه هم دلته وینو چې دواړه یو کار کوي، خو د جلا جلا څیزونو لپاره، ځکه یوه ته په ظاهري عباداتو کې ژوند ماناداره ښکاري، خو بل په هنر کې.
شاعر چې ښکلا، مینې او هنر ته لومړيتوب و ارزښت ورکوي، باطني اخلاص یې ډېر وي، له همدې وجې غواړي د ظاهري ښکلا لپاره يو سمبولیک تصویر ساز کړي. د زاهد دوی د لارې برعکس شین خال پر محراب د ظاهري عبادت نښې لپاره نه پرېږدي، بلکې د ښکلا او جمال لپاره ورته سپين تندی انتخابوي.
لوی منارونه، قصرونه او نور عبادت ځايونه جوړول، یوازې ظاهري ښایست لري او خوار انسانان چې لا هم په کپر یا بد حالت کې وي، دا ځايونه يې د ارام او پناه لپاره خاص څه نه شي کولی، ځکه نو شاعر د دوی د لارې معکوسه خوا نیسي او له خاورو او ایرو نه چې درد، غم و احساس پکې اوبه کېږي، غریبو انسانانو ته څلي جوړوي. هنرمند کوشش کوي د ژوند د مانا او هستۍ یادګارونه میراثي کړي او د زاهد د لارې برعکس په څو ورځني او ښکاره ښایست، تلپاتې او باطني ښکلا ته ارزښت ورکوي.
زاهد او صوفي په ګوشه نشینۍ او خلوت کې د ژوند مانا لټوي، خو شاعر او هنرمند په رباب، مینه، عشق او هنر کې.
په ټوله کې دا غزل د ژوند د مانا له پلوه راته وايي چې: ژوند تنها لمونځ، عبادت، ګوشه نشیني، عقل او هوښیاري نه ده، بلکې ژوند له بدرنګۍ نه د ښکلا کار اخیستلو او جوړولو، له درد نه د هنر سازولو او له احساسه د انسان جوړولو ته هم وايي.