کیسې پسې کیسه
۶مه کیسه
دوه ملګري، د یوې لارې یاران
مولوي واصف او میرمحمد قاسم
استاد شهسوار سنګروال
مولوي محمد سرور خان واصف او میر محمد قاسم خان لغمانی د خپل وخت او د خپلې ټولنې هغه ټولنیز او سیاسي شخصیتونه ول، چې د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې یې داسې یو ګام واخیست چې د ټولنې په سیاسي شعور کې یې د پام وړ ارزښت درلود.
دوی د ځوانۍ په مهال هغه وخت یو له بل سره وپېژندل شول چې دواړه په شاهي مدرسه کې وو او دواړه د یو پرمختللي مترقي فکر خاوندان ول.
هغه وخت په کلکته کې د «حبلالمتین» په نوم یوه مهالنۍ خپرېده، چې دوه ګڼې به یې افغانستان ته راتلې؛ یوه ګڼه به امیر حبیبالله خان ته او بله به سردار عبدالقدوس ته رسېده.
هغه ګڼه چې د امیر دربار ته رسېده، نو د دربار د یوه نامتو شخص له خوا، چې میر احمدشاه خان نومېده، د هغه د شخصي دوستۍ له مخې چې له میر قاسم خان لغماني سره یې درلوده، هغه ته ورکول کېده.
مولوي واصف او میر قاسم لغماني دواړو به له دغې مهالنۍ څخه استفاده کوله. دا هغه مهال و چې په ترکیه کې ځوانانو د سلطان عبدالحمید خان پر وړاندې او په ایران، مصر او هند کې هم د مشروطیت د پراختیا لپاره لارې هوارې شوې وې.
د یو شمېر کورنیو او بهرنیو اغېزو او اړتیاوو له مخې، د ۱۹۰۹ کال د ډسمبر په میاشت کې مولوي محمد سرور خان او میر قاسم خان، په خپلو هڅو او د مولوي واصف په مشرۍ، د مشروطیت تاریخي غورځنګ ته لاره پرانیسته.
که څه هم داسې انګېرنې او لیکنې شته چې ګواکې د مشروطه غوښتونکو غورځنګ مؤسس د حبیبیې ښوونځي مدیر ډاکټر غني و، خو اوسنیو څېړنو وښوده چې پخپله میر قاسم خان لغماني خپل زوی «پوهنیار» ته په ډاګه ویلي دي چې دغه غورځنګ د هېواد مېنو ځوانانو، چې شمېر یې شاوخوا لسګونو کسانو ته رسېده، د خپلو سرښندنو په پایله کې جوړ او پاللی و.
دغه غورځنګ د یوه ځانګړي تشکیلاتي جوړښت له مخې په څو ډلو ویشل شوی و، چې د هرې ډلې شمېر لس تنو ته رسېده، او عمومي رئیس یې مولوي محمد سرور خان واصف و، چې خپله مبارزه یې پیل کړه.
په ۱۹۰۹ کال کې د غورځنګ غړو، د مولوي واصف په مشرۍ، په هغه تالار کې غونډه وکړه چې د حبیبیې ښوونځي زدهکوونکو به پکې زده کړه کوله. په دغه ناسته کې هندي ډاکټر غني او وروڼه یې ګډون نه درلود.
په دې ناسته کې امیر حبیبالله خان ته د یوې عریضې د مسودې وړاندیز هم وشو، چې پکې داسې راغلي وو:
«په ځینو هېوادونو کې خلک د زور او ګواښ له لارې حکومتونه مجبوروي چې نظام د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي او مشروطه شکل او قوانین ومني، خو په ځینو هېوادونو کې پاچایان د روښانفکرو او لوړاندو په نوښت د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره د مشروطیت اصول مني…»
دغه عریضه د یوه نامتو شخص، پروفیسور غلام محمد خان میمنګي، له لارې په جلالاباد کې د امیر حبیبالله خان حضور ته وړاندې شوه.
امیر، پرته له دې چې د دغو هېوادپالو روښانفکرو د روا غوښتنو ملاتړ وکړي، په سخت غضب کې د یو شمېر درباریانو په لمسون امر وکړ چې د دغه غورځنګ څلور مخکښ او نوښتګر ځوانان له منځه یووسي. له هغوی څخه دوه تنه د درباریانو له خوا په تومانچه ځای پر ځای ووژل شول.
په دغه مهال غوربندي جوهرشاه خان هم هلته و، چې امیر ورته د «حرامنمک» خطاب وکړ، خو هغه ورته وویل:
«ما د دې بېوسه ولس نمک خوړلی دی، او د خپل ژوند تر پایه به دې ولس او ملت ته وفادار پاتې شم او خپل ځان به د ولس د ګټو لپاره قربان کړم.»
بیا یې په ډاګه وویل چې د پاچا اصلي دنده د ملت د سر، مال، حیثیت، عزت او ناموس ساتنه ده، خو حرامنمک تاسو یاست چې د ملت پر عزت او ناموس تېری کوئ او شپه او ورځ په عیاشۍ او بېناموسۍ کې ډوب یاست…
د هغه خبرې لا پای ته نه وې رسېدلې چې د امیر په امر په تومانچه وویشتل شو او د تاریخ د دغه اتل ژوند پای ته ورسېد.