تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) قطر له امریکا غوښتي چې دوحې ته څېرمه د السیلیه په کمپ کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې روښانه کړي. دا غوښتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لنډمهاله کوربتوب د هوکړې له مخې شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا خپاره شوي ډیپلوماتیک اسناد ښيي چې واشنګټن او دوحې مخکې هوکړه کړې وه چې افغان کډوال به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې په دغه کمپ کې پاتې کېږي، څو د بیا مېشتېدو بهیر یې بشپړ شي.
د اسنادو له مخې، تر ۱۱۰۰ ډېر افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ایستل شوي وو، اوس هم په دغه مرکز کې ژوند کوي.
دې موضوع وروسته له هغې بحثونه وپارول چې راپورونه خپاره شول چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له قطر څخه د کانګو جمهوریت ته د افغانانو د لېږدولو احتمال څېړلی و.
د امریکا څو سناتورانو پر دې طرحې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې د جګړې پر مهال یې له امریکا سره همکاري کړې، باید بل ناارامه هېواد ته ونه لېږل شي او یا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه نه شي.