Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان ترکمنستان ته وړاندیز وکړ چې په کاسا ۱۰۰۰ پروژه کې شریک...

پاکستان ترکمنستان ته وړاندیز وکړ چې په کاسا ۱۰۰۰ پروژه کې شریک شي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) پاکستان ترکمنستان ته وړاندیز کړی چې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد په «کاسا ۱۰۰۰» پروژه کې ګډون وکړي. دا پروژه له تاجکستانه پیلېږي او هدف یې جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا لېږد دی.

اسلام‌اباد تر دې مخکې هم د تاجکستان او قرغیزستان ملاتړ کړی و چې د ازبکستان او ترکمنستان تر خاورې پورې د «کاسا ۱۰۰۰» د برېښنا د مزو د غځولو امکان وارزوي.

پاکستاني رسنیو نن (سې شنبې) راپور ورکړ، د دې پروژې له لارې په پام کې ده چې د دوبي په میاشتو کې تر ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ولېږدول شي. له دې منځه به ۳۰۰ مېګاواټه افغانستان او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته ورکړل شي.

تاجکستان، افغانستان، قرغیزستان او پاکستان د دې پروژې اصلي شریکان دي. د برېښنا لېږد مزی به له افغانستانه تېرېږي. تاجکستان لا دمخه افغانستان ته د برېښنا د صادرولو لپاره مزي غځولي او د «کاسا ۱۰۰۰» پروژه به کابل ته د برېښنا د رسولو ظرفیت نور هم زیات کړي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د تازه معلوماتو له مخې، په پاکستان، قرغیزستان او تاجکستان کې د دې پروژې د بنسټیزو جوړښتونو د جوړولو چارې تر ډېره بشپړې شوې دي. خو افغانستان لا هم د پروژې هغه مهمه برخه ده چې کارونه یې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې بېرته پیل شوي دي.

د پاکستان د برېښنا فدرالي وزیر اویس احمد خان لغاري د دوشنبې په ورځ د ترکمنستان د انرژۍ وزیر اناګلدي ساپاروف ته بلنه ورکړه چې په «کاسا ۱۰۰۰» پروژه کې ګډون وکړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د انرژۍ په برخه کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ او د سیمې د برېښنايي شبکو د نښلولو په اړه خبرې وکړې. د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد پروژه (TAP) هم د دغو خبرو مهمه برخه وه.

لغاري وویل، پاکستان له تاجکستان او قرغیزستان غوښتي چې ازبکستان او ترکمنستان ته د «کاسا ۱۰۰۰» د برېښنا د مزو د غځولو امکان وڅېړي.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د پاکستان په ګوادر بندر کې صنعتي او سوداګریز فعالیتونه د برېښنا غوښتنه په بې‌ساري ډول زیاته کړي او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره به اضافي برېښنا ته اړتیا وي.

هغه وړاندیز وکړ چې ایران او ترکمنستان دې د ایران د برېښنايي شبکې له لارې ګوادر ته د برېښنا د لېږد د ظرفیت د لوړولو امکان وارزوي. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو د کارپوهانو ګډه ډله کولی شي پر دې وړاندیز بحث وکړي.

د پاکستان د برېښنا وزیر وویل، هېواد یې ژمن دی چې د سیمې د انرژۍ بازارونه سره ونښلوي او خلکو ته ارزانه برېښنا برابره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د «کاسا ۱۰۰۰» او «ټي اې پي» په څېر پروژو د بریالیتوب لپاره د هغوی اقتصادي او مالي ګټورتیا ضروري ده، څو وروستي مصرفوونکي یې مستقیمې ګټې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې «کاسا ۱۰۰۰» اوس مهال یوازې په یوه لوري د برېښنا د لېږد سیستم لري، خو که دا سیستم دوه‌اړخیز شي، نو د اړتیا پر مهال به د دواړو لورو ترمنځ د برېښنا تبادله ممکنه شي. د نوموړي په وینا، دا بدلون به د پروژې اقتصادي او مالي پایښت هم پیاوړی کړي.

د «ټي اې پي» پروژې په اړه لغاري وویل چې د پرمختګ لپاره اوو مهمو تخنیکي معلوماتي ټولګو ته اړتیا ده. پاکستان له دغو ټولګو څخه درې یې وړاندې کړې دي، خو د ترکمنستان له لوري د لازمو معلوماتو د شریکولو بهیر باید چټک شي.

هغه وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو د تخنیکي کاري ډلو غونډه دې جوړه شي، څو په څو اوونیو کې د پروژې د پرمختګ لپاره روښانه کاري نقشه جوړه کړي.

د ترکمنستان د انرژۍ وزیر اناګلدي ساپاروف هم د «ټي اې پي» پروژې د بشپړولو لپاره د خپل هېواد ژمنتیا بیا څرګنده کړه. هغه وویل، د دې پروژې له لارې به د سیمې تر ۳۰۰ میلیونو ډېرو خلکو ته برېښنا ورسېږي.

ساپاروف زیاته کړه چې ترکمنستان لا دمخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد مزي بشپړ کړي دي.

د افغانستان له خاورې تر کوټې پورې د ۱۱۵۰ کیلومتره اوږد برېښنايي مزي د پاتې پړاوونو او د امکان‌سنجونې ارزونې چارې به د دواړو هېوادونو د تخنیکي کاري ډلې له لارې پر مخ ولاړې شي. د دې پروژې ولتاژ ۵۰۰ کیلوولټه او د برېښنا د لېږد ظرفیت یې ۱۲۰۰ مېګاواټه ښودل شوی دی.

ساپاروف ډاډ ورکړ چې ترکمنستان به اړین تخنیکي معلومات ژر شریک کړي او دی به په خپله د «ټي اې پي» پروژې اړوند ستونزو د هواري څارنه وکړي.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د خپلو استازو ترمنځ به منظمې انلاین او مخامخ اړیکې وساتي، څو تخنیکي ستونزې هوارې، د امکان‌سنجونې څېړنه بشپړه او پروژه عملي شي.

د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فدراسیون مشر عاطف اکرام شیخ او د ترکمنستان د سوداګرۍ خونې مشر ګوردوف مرګن میرېتدوردیویچ هم هوکړه کړې چې د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ له لارې به د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري پیاوړې کړي.

د پاکستان د خبري اژانس «اې‌پي‌پي» د راپور له مخې، دا هوکړه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون په دفتر کې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده.

په غونډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او بنسټیزې همکارۍ د نویو لارو د موندلو په اړه خبرې شوې دي.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فدراسیون او د ترکمنستان د سوداګرۍ خونې ترمنځ همکاري پراخه کړي، د سوداګرو ترمنځ مستقیمې اړیکې اسانه کړي او د ګډو پانګونو لپاره زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...