Homeخبرونهد انسان په بدن کې د تایموس غده چیري ده، او ولې...

د انسان په بدن کې د تایموس غده چیري ده، او ولې مهمه ده؟

تاند (پنجشنبه، لړم/ عقرب ۲۱ مه) د سینې د هډوکي (سترنم) تر شا یوه کوچنۍ غوښینه غده موقعیت لري چې تایموس غده (thymus gland) بلل کېږي. پخوا به ډېری وخت ویل کېدل چې دا غده په لویوالي کې نور کوم مهم کار نه لري او لرې کول یې ستونزه نه جوړوي.

خو وروستیو څېړنو ښودلې چې ښايي تایموس غده د انسان د روغتیا لپاره تر هغه ډېره مهمه وي چې پخوا فکر کېده، که څه هم ټول ساینسپوهان په دې نظر نه دي.

په ۲۰۲۳ کال کې امریکايي څېړونکو وموندله، هغه کسان چې د جراحۍ له لارې یې تایموس غده ایستل شوې، په راتلونکو پنځو کلونو کې د مړینې له لوړ خطر سره مخامخ شوي دي.

همداراز، د دغو کسانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر هم زیات و.

د هارورډ پوهنتون د سرطان متخصص ډېوېډ سکاډن د څېړنې د خپرېدو پر مهال ویلي و:

«موږ وموندله چې تایموس غده د روغتیا لپاره پوره ضروري ده. که دا غده موجوده نه وي، د مړینې او سرطان خطر لږ تر لږه دوه برابره زیاتېږي.»

دا څېړنه څه ثابتوي؟

څېړونکي ټینګار کوي چې دا یوه مشاهداتي څېړنه وه، یعنې په مستقیم ډول نه شي ثابتولی چې د تایموس غدې لرې کول سرطان یا نورې وژونکې ناروغۍ رامنځته کوي.

خو د پایلو له امله اندېښنه موجوده ده، او څېړونکي وایي تر هغو چې نور معلومات نه وي ترلاسه شوي، باید د امکان تر حده د تایموس غده وساتل شي.

د تایموس غدې رول څه دی؟

په ماشومتوب کې تایموس غده د معافیتي سیستم په وده کې حیاتي رول لري.

دا غده د T حجرو (T-cells) په جوړولو کې مرسته کوي، چې د وینې د سپینو حجرو یو مهم ډول دی او د میکروبونو او ناروغیو پر ضد مبارزه کوي.

هغه ماشومان چې تایموس غده یې په کم عمر کې لرې شي:

د T حجرو شمېر یې د اوږدې مودې لپاره کم پاتې کېږي؛

د واکسینونو معافیتي غبرګون یې کمزوری وي؛

د معافیتي سیستم فعالیت یې اغېزمنېږي.

کله چې انسان بلوغ ته رسېږي، تایموس غده ورو ورو کوچنۍ کېږي او د T حجرو تولید یې کمېږي. له همدې امله پخوا داسې انګېرل کېده چې په لویوالي کې یې لرې کول جدي ستونزه نه پېښوي.

ځکه چې دا غده د زړه مخې ته موقعیت لري، نو د زړه او سینې د ځینو جراحیو پر مهال ډېری وخت لرې کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د څېړنې موندنې

د باسټن څېړونکو د روغتیايي معلوماتو په یوې لویې زېرمې کې د ناروغانو ریکارډونه وڅېړل.

دوی دوه ډلې پرتله کړې:

له ۶ زرو څخه زیات کسان چې د زړه او سینې جراحي یې کړې وه خو تایموس غده یې نه وه لرې شوې؛

۱,۱۴۶ کسان چې تایموس غده یې ایستل شوې وه.

پایلې وښودلې چې د تایموس غدې لرې شوي ناروغان د نورو پرتله نژدې دوه برابره زیات احتمال درلود چې په راتلونکو پنځو کلونو کې مړه شي.

دغه کسان د سرطان د رامنځته کېدو له دوه برابره لوړ خطر سره هم مخ وو.

تر دې هم مهمه دا وه چې په دوی کې رامنځته شوي سرطانونه عموماً ډېر تهاجمي وو او له درملنې وروسته به بیا راګرځېدل.

سکاډن ویلي:

«دا موندنې ښيي چې د تایموس غدې د لرې کولو احتمالي پایلې باید په جدي ډول په پام کې ونیول شي.»

ولې دا اړیکه موجوده ده؟

څېړونکي لا هم په دقیق دلیل نه پوهېږي، خو ګومان کوي چې د تایموس غدې نشتوالی د لویانو د معافیتي سیستم په سالم فعالیت اغېز کوي.

د څېړنې په یوه فرعي ډله کې د هغو کسانو، چې تایموس غده یې لرې شوې وه، د T حجرو د ریسیپټورونو تنوع کمه ښودل شوې وه.

دا حالت ښايي د سرطان او یا هم د اتوایميون ناروغیو د رامنځته کېدو خطر زیات کړي.

څېړونکې دې نتیجې ته رسېدلي:

«دا موندنې ښيي چې تایموس غده په لویوالي کې هم د نوو T حجرو په تولید او د انسان د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.»

خو یوه بله څېړنه دا پایلې نه تاییدوي

سره له دې، کیسه دلته پای ته نه رسېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د یېل پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو د سکاډن د ډلې د موندنو د تایید هڅه وکړه.

دوی د ۲۰۰۴ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د امریکا د دوو لویو روغتیايي ډیټابېسونو معلومات وڅېړل.

خو د دوی په څېړنه کې داسې هېڅ شواهد ونه موندل شول چې وښيي د تایموس غدې لرې کېدا د ناروغانو پر روغتیا منفي اغېز لري.

څېړونکو لیکلي:

«په هغو لویانو کې چې کوچني یا محدود تایموما (د تایموس تومور) یې درلود، د تایموس غدې لرې کېدا د پنځو کلونو د مړینې یا د سرطان له امله د مړینې له زیاتوالي سره نه وو تړلي.»

دوی ټینګار کړی چې د اوږدمهالو پایلو او د معافیتي سیستم د ځانګړو اغېزو په اړه لا نورو څېړنو ته اړتیا شته.

پایله

اوسنی علمي شواهد لا هم وروستۍ پرېکړه نه شي کولی. د ۲۰۲۳ کال یوه ستره څېړنه د تایموس غدې د لرې کولو او د مړینې او سرطان د خطر ترمنځ اړیکه ښيي، خو د ۲۰۲۵ کال بله څېړنه دا پایلې نه تاییدوي.

له همدې امله ساینسپوهان باور لري چې د تایموس غدې حقیقي رول او د هغې د لرې کولو اوږدمهاله پایلې لا هم بشپړې څېړنې ته اړتیا لري. تر اوسه یوازې دومره ویل کېدای شي چې دا غده ښايي په لویوالي کې هم د انسان د معافیتي سیستم او عمومي روغتیا لپاره تر پخوا ډېره مهمه وي.

همداراز پکار ده چې د تانسل او لپنډیکس د ضرورت په اړه څېړنې وشي. دا دوه د ستونزې په مهال عموماً جراح ډاکتران د انسان له بدنه باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...