Homeخبرونهد عراق پارلمان د کوردستان له سیمې د ایران له لارې افغانستان...

د عراق پارلمان د کوردستان له سیمې د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق ادعا څېړي

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د عراق د پارلمان رئیس هیبت الحلبوسي د امنیتي ادارو او د دغه هېواد د تېلو وزارت کړنې تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د استخباراتي راپورونو له مخې، د کرکوک او د کوردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

الحلبوسي د چهارشنبې په ورځ د پارلمان په غونډه کې د دې موضوع په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه او د امنیتي ځواکونو د پاتې راتګ په اړه یې اندېښنه وښوده.

د عراق پارلمان د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره یوه لنډمهاله کمېټه جوړه کړې چې د امنیتي او دفاعي چارو د کمېټې مشر به یې مشري کوي. ټاکل شوې دا کمېټه د قاچاق د احتمالي لارې، د تېلو د سرچینو او د سرحدي لارو په اړه استخباراتي معلومات وڅېړي او پایلې د پارلمان مشرتابه ته وسپاري.

د پارلمان کمېټه به په بابل ولایت کې د جرف‌النصر سیمې د تېلو د احتمالي غلا او قاچاق په اړه جلا راپورونه هم وڅېړي. د استخباراتي راپورونو له مخې، ښايي د دولتي نللیکو تېل غلا او په ټانکرونو کې لېږدول شوي وي؛ خو د دغو ادعاوو په اړه لا قضايي پرېکړه نه ده شوې.

په همدې ورځ د عراق صدراعظم علي فالح الزیدي هم د جرف‌النصر سیمې د تېلو د احتمالي قاچاق د څېړلو لپاره جلا کمېټه جوړه کړې ده.

د عراق چارواکو تر اوسه نه ده روښانه کړې چې د کوردستان له سیمې د قاچاق په احتمالي لاره کې څومره تېل لېږدول شوي، څوک په کې ښکېل دي او ایا دغه تېل رښتیا هم افغانستان ته رسېدلي دي که نه.

د راپور له مخې، د کوردستان سیمه‌ییز حکومت، کوم ځانګړي چارواکي یا شرکتونه هم په دې ناقانونه کړنو کې په رسمي ډول نه دي تورن شوي.

د عراق استخبارات وايي، له شمالي عراقه ایران ته د تېلو د قاچاق او پر افغانستان او ترکیې یې د پلورلو پلان افشا کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...