دا به مبالغه نه وي که ووایو، چې د نړۍ او سیمې په شفاهي ادبیاتو کې پښتو شفاهي ادبیات د خپلو ځانګړو ځانګړتیاوو له امله تر ټولو بډایه شفاهي ادبیات دي، چې دغې بډاینې عامل د پښتنو مېرمنو فطري هنري ذوق دی.
په افغاني ټولنه او په ځانګړي ډول په پښتنه ټولنه کې د بېسوادۍ تور داغ پښتنو مېرمنو په خپلو ذهنونو، خیالونو، فکرونو او خولو باندې نه دی لګولی، بلکې دغو نالوستو مېرمنو په خپل فطري او هنري ذوق د خپلو سویو احساساتو پرمټ په شفاهي ډول داسې پنځونې پنځولي چې ساری یې د نړۍ په ادبیاتو کې نه شو موندلی.
لنډۍ، کاکړۍ، سروکې، ساندې. نارې، پړاکۍ او د ښادۍ سندرې هغه شعري کالبونه دي چې پښتنې مېرمنو خپل هنري ذوق پکې ځلولی دی. دغه ټول شعري کالبونه ځانته جلا ځانګړنې لري، خو زه د دغو ټولو کالبونو په خصویاتو نه غږېږم، یوازې د ښادۍ سندرې او د ښادیو سندرو یوه برخه چې په ځینو سیمو کې کنځاکۍ هم ورته وایي د بيلګې په توګه را اخلم.
د ښادۍ سندرې بیل بیل ډولونه لري دغه خاصې د واده د مراسمو سندرې د دغه سندرې په دوو برخو ویشل شوي دي. یوه ډول د خوښي سندرې دي چې بابولالې د یوې برخې په توګه را ځي چې زیاتره د هېواد په سهیلي سیمو کې د واده په مراسمو کې ویلې کېږي. او بل ډول یې کنځاکۍ یا سندریزې ناندرۍ دي. د جوړښت له مخې دغه سندرې له دوو مسرو دریو مسرو او کله تر دې زیاتو مسرو څخه جوړې دي او لکه لنډۍ د خپل ساده جوړښت له امله په عام ولس کې ځانګړی ځای لري. چې له لومړنۍ هوکړې نیولې د کوژدې او واده په بیلابیلو مراسمو کې د پښتنو سیمو د بیلا بیلو دودونو له مخې د ښځمنو له خوا په ځانکړي لحن سره ویلې کېږي، لکه دغه سندره چې د مالګې یا لفظ د وړلو او کوژدې په مراسمو کې ویلې کېږي:
د زرو ډک منګی مې دروړ چپه یې نه کړې
پلانکی مې در لېږلی خپه یې نه کړې
په ټولیز ډول د جورښت له مخې کنځاکۍ یوه بیت وي چې ۲۲ سیلابه لري چې هره مسره یې ۱۱،۱۱ سیلابه وي خو ځیني یې د دغې قاعدې لاندې نه راځي چې د مسرو او څپو شمېر یې سره برابر نه وي خو د موضوع له پلوه یو ډول دي. دغه سندرې ځیني قافیه والې دی چې له ځینو سره یې ردیف هم مل وي چې بېلګې دا دي:
زمونږ ناوۍ مه ژړا پردو ته
خیالي لور دې تللی دی ډولو ته
ښه شولې چې خپلو تربور نه کړلې
پلانکی درته ولاړ دی مونږه سپره کړلې
ځیني یې غیر مقفع دي چې د مسرو وزن یې سره برابر نه دی او د شعریت له مخې دېرې ساده دي.
که تول ده دا تول زموږ قبول دی
اتلس دې بېرته یوسه کېنخاب زموږ دستور دی
ګل غونچې غونچې ګل ولاړ په دربچې
د پلانکي داسې سپنږې دي لکه چترې کڼاوې
کنځاکۍ په ځینو سیمو کې د کنځلو په نوم هم یادېږي. د کنځاکیو موضوع په ټولیز ډول ګیلې، شکایتونه مینه ناکې ځورونې او په غېرمستقیم ډول د ځینو غوښتنو پورکول دي چې د کنایې په ډول د زوم او ناوې د خپلوان به خاصه توګه د ښځینوو له خوا یو او بل ته ویلي کېږي. دغه مینه ناکې ناندرۍ کله کله په وادونو کې په یوې ګرمې مشاعرې واوړي چې دواړې خواوې یې د ګټلو هځه کوي، خو ځیني وختونه په دغو ناندریو کې د کلام عفت ماتېږي چې په خفګان او جګړې اوړي.
د بیلګې په ټوګه په بیلابیلو مراسمو کې د دواړو خواوو تر منځ دغه ناندرېزې سندرې:
د ډوډۍ خوړلو په وخت کې:
زوم خیل وایی:
د سپینو وریجو څه شورما شور دی
موږ یې نه خورو چې خیال مو زور دی
د ناوې ورور دې وخوري چې شفتل خور دی
د ناوې خیلو ځواب:
شفتلګیو ګل ایستلی شفتلګیو ګل ایستلی
زموږ دسترخوان ډک دی اوس یې ولې زور درکړی
د زوم خیلو ځواب:
نوم دې په کابل کابل لکیږي
د غوښې دې درک نه مالومېږي
د ناوې خیلو ځواب:
وریجې غوښې نه خورو نازولې یو
مونږه د زمزم په اوبو وللې یو
همدارنګه د د دواړو خواوو تر منځ د زوم او ناوې د ښوالي د ښودلو دغه په زړه پورې ټوټې:
ناوۍ مو کمکولۍ ده خوښه مو نه ده
ونه یې د زوم تر زنګانه ده
ځواب د ناوې خیلو ځواب:
ميرزایي قدم راواخله قسمتونه دي
د زوم لایقه نه وې قلمونه دي
موږ داسې زوم درکړې
لکه تار د زر تار
ځواب:
موږ داسې ناوې درکړه
لکه ونه د چینار
همدارنګه د ناوې خپلوان د ناوې د وړلو په وخت د دغو کنځاکیو په ویلو سره د زوم خیلو لخوا ځورل کېږي:
ناوۍ موږ سږ کال کله ودولې
ابا خو دې لمنې ګرځولې
زموږ ناوې چې ژاړي ګرمه نه ده
نن د پلار په کور کې میلمنه ده
ناوۍ په مخ دې اوښکې غټې غټې
د مور په زړه دې کېښودې سکروټې
موږ به ناوې یوسو له ډولو سره
تاسې خاورې باد کړې له ایرو سره
کنځاکۍ نه یوازې په ودونو کې د ساعترۍ لپاره ویلې کېږي بلکې د دغو ناندرویو په واسطه لوړمفاهیم د کنایې په ډول بیانېږي او لوړهنري ارزښت لري.
لکه د یوې پیغلې پیغلتوب او ناویتوب یعنې د پلار او خسر د کور د ژوند انځور په دې ټوته کې داسې بیان شوې :
سپینې پایڅې مې مېلمنې دي
دا سرې پایڅې مې د ټول عمر زولنې دي
په دغه ټوټه کې سپینې پایڅې د پیغلتوب او سرې پایڅې د ناویتوب لپاره استعاره شوې دي، په دې معنا چې هره پیغله نجلۍ د پلار په کور کې د یوې مېلمنې په توګه ژوند کوي چې بلاخره یوه ورځ ودېږي او د خسر کور ته د تل لپاره وړل کېږي:
اوس به دې امیل دانې دانې کړمه
سبا به دې دا سپیني پايڅې سرې کړمه
دغه سندره د ناوې د جوړولو او خپله خوښه په نکریزو د لاسونه نه سره کولو او سینګار په نه کولو دهمزلو له خوا د نکریزې په شپه ناوې ته اورول کېږي،چې په زور سره د ناوې دلاسونو د سره کېدو او سینګارولو انځور راښي.
څو نورې په زړه پورې بېلګې دا دي چې هنري ارزښت او شعریت یې له واریه څرګند دی:
اوربل دې اړولی پانې پانې
اوس پرې درتوی شي لکه زاڼې
پرون دا وخت د سیند میلې ته تللې وې
نن مو نظر بنده کېښنولې یې
د سلایي لاره مو جوره په تندی کړله
د پلانکی ناوې مو جوړه کاغذي کړله
ناوې تیڼګ نیسه تندی پرې درغې سپرغی
که یو وارې یې در خلاص کړ بیا نه نشي تورپیکی
باران اوري ترخي څاڅي
موږ داسې ناوې راوړه له نوکانو یې زر څاڅي
په کنځاکیو کې د بیلا بیلو سیمو د ښو او بدو دودنو یادونه کېږي. د ناوړو دودونو پلي کول په کنځاکیو کې د پیغور په توګه بیانیږي چې مثبت پیاغمونه او مثبتې پایلې لري.
د بېلګې په توګه د خسر کورته درسېدلو په وخت ناوې په دغو کنځاکیو ځورل کېږي:
ښه شوې چې تر شنو ونو مو تېره کړې
پلار دې په ولور شو ته هېره کړې
د سحر سترګو نارې کړې چې وی وی د خوبه یم
ناوۍ مور ته دې وایه چې وی وی ورکه دې کړم
ولور دې په لکو لکو ټولېږي
اوس به سور کور رامالومېږي
ناوۍ ورک دې شه خېرن خېرن تربرونه
اوس به راښکاره شي ستا خیالي خیالي لیورونه
په فولکوریکو ادبیاتو کې کنځاکۍ د ښادۍ د سندرو په نوم نومول شوي دي او د غه فورم یې د ښادۍ د نورو فورمونو څخه نه دی بېل کړی خو که د ښادۍ سندرو ته پام وکړو د ډولونو له مخې بیلا بیل فورمونه او محتوا لري. ښه به دا وي چې په دغه برخه کې په راتلونکي څېړنو کې غور وشي او ښادۍ سندرې د فورم له او محتوا له اړخه هم په جلا توګه وڅېړل شي نو غوره به وي ځکه کنځاکي ځانته فورم دي او د محتوا له پلوه هم د ښادۍ له نوورو سندرو سره توپیر لري. دا سمه ده چې کنځاکۍ یو دود دی او په په ودونو کې د ساعتري لپاره ویلي کېږي خو په ژبه کې د یوه اصیلې پا نګې په توګه دې ومنل شي او د محتوا له مخې دې یوه منا سب نوم ورته وغوره شي.