یکشنبه, جنوري 19, 2025
Home+حمل مینه او احساس | عبدالوکيل سوله مل

حمل مینه او احساس | عبدالوکيل سوله مل

ای پري کرار دروازه خلاصه کړه، دروازه کې یې څادري پورته کړه، پلن سپین مخ یې ښکاره شو، له راننوتو سره سم ېې څادري په کوچني لرګین مېز واچوله.

ډاکټره له چوکۍ پورته شوه، په غبرګو لاسونو یې چوکۍ مېز ته ور لنډه کړه، نرۍ سپینې څنګلې ېې پر مېز ولګولې، ای پري ته یې وکتل:

ـ پخیر راغلې!

ای پري د غاړې ټیکری په سر سم کړ، د شونډو په سر یې مننه وکړه.

لاس کې نیولی تور پلاستیک یې پرانېست، د تېرو کلونو نسخې او د رحم څو عکسونه یې د ډاکترې پر وړاندې کېښودل. ډاکټره مخکې له دې چې د ای پري د ناروغۍ په اړه له هغې وپوښتي، په منډه یې د هغې تېرې نسخې او عکسونه له نظر تېر کړل،له ځانه  سره وبنګېده:

دلته خو کوم عیب نه وېنم.

 بېرته ېې پر مېز کېښودل:

څه مشکل لرئ؟

ای پري  ورو غاړه پورته کړه:

حمل نه اخلم.

ډاکترې بیا نسخو او عکسو ته وکتل:

ـ خورې دلته خو هر څه سم دي، دې درملو ګټه نه ده درته کړې، لا دې حمل نه دی اخیستی؟

د ای پري شونډې وښورېدې، په ژړه غوني غږ یې ځواب ورکړ:

ـ وا مې خېست خو له اول مېړه.

غریو ونیوه:

ـ خو خدای دواړه رانه واخېستل.

ډاکټرې پر مخ لاسونه تېر کړل:

ـ الله دې ستاسو د بښنې وسیله کړي!

ـ په خپل مرګ؟

ـ نه خورې، مېړه ېې را ته مړ کړ او یو کلن زوی رانه خدای واخېست.

ډاکټرې ټکان وخوړ، اه یې له خولې ووت، په لوړ غږ یې پر قاتل لعنت ووایه:

ـ خدای دې دی تباه کړي، دا چا؟

ـ اوسني مېړه مې!؟

ای پري  په کړېکو کړېکو وژړل :

ـ بس خدای خپل ښایست راپورې اور کړ.ښایست هم ګران مېړه رانه واخېست او هم یې په یو ځناور واړولم.

ډاکټرې ته د جنګسالارانو او قوماندانانو د قدرت او ثروت په زورد ددوي د درې او څلوروودونو ټولې کېسې ورپه زړه شوې:

ـ اوف خداېه دا څه آورم، حتمن به جنګسالار او قوماندان وي؟

ای پري  کرار کرار سونګېده، هر ځل به یې چې خوله خبرې ته جوړله، ژړا او بې جرئتۍ به اجازه نه ورکوله چې خپله خبره وکړي.

ډاکټرې ته ېې بې وسه سترګې ونېوې ،غبرګې سترګې یې لکه د وینو کاسې داسې ځلېدې، له ورایه پکې سره رګونه ښکارېدل.

ډاکټرې وویل:

ـ لعنتي ،څه مشکل لري، کوروالی نه شي کولی؟

ښه شېبه د دواړو ترمنځ په معاینه خانه کې چوپتیا وه.

ای پري خوږمنې سترګې وغړولې، لاندنۍ شونډه یې په منځ دوه ځایه پرې وه، ډومبک وینه پرې ورغړېده ، له دې سره د زړه تشولو ښه فرصت پر لاس ورغی، چې څو یې ستوني کې زور و، چیغې یې ووهلې.

دروازه وټکېده، ډاکټره ورغله، خدمتګاره وه او د ژړا علت یې پوښت.

ډاکټرې دروازه بنده کړه، د ای پري تر څنګ کېناسته:

ـ څومره وخت کې سره یو ځای کېږئ؟

د ای پري سر ځوړند وو، لکه خوب چې وړی وي او یا کڼه وي.  ډاکټرې بیا وویل:

ـ دا لعنتي، څه مشکل لري؟

لکه دای پري خولې ته چې کولپ پروت وي ، ډاکټرې بېا ووېل:

 کوروالی نه شي کولی؟

ای پري  په ورو سر راپورته کړ، راڼه یې ور وکتل. خو خوله یې هماغسې تړلې وه. خبرو ته یې زړه نه کېده.

ډاکټرې غږ لوړ کړ. مخکې له دې چې د هغې ځواب واوري، بله پوښتنه یې وکړه:

ـ بله ښځه خو به نه لري؟

د ډاکټرې د ناروغانو په لویه شمېره  کې د هغو شنډو ښځو کمی نه و چې بنې ېې درلودې، د ای پري په سترګو کې اوښکې وځلېدې. ډاکټرې فکر وکړ چې هغه به هم  بن لري.

ـ پوهېږم چې د بنې موجودیت څومره یوه ښځه اوبه کوي.ـ او په حمل هم اغیز لري، خو دا جدي ستونزه نه ده. خدای به هر څه اسانه کړي.

ای پري شونډه نوره هم په غاښونو کې کلکه ونیوه. د دې پر ځای چې ډاکټرې ته وګوري او ځواب ورکړي. دروازې ته یې سترګې ونیوې. لکه له ډاکټرې چې د تېښتې لار لټوي. دوباره پړینګ په ژړا شوه. ډاکټرې یې په سر لاس کېښود.غیږې ته یې ور ړنګه کړه.

ـ ولې ژاړې، زه خو دې د خور په ځای یم. سپینه خبره راته وکړه!

د ای پري شونډې وښورېدې:

ـ ښځه نه لري، خو……..

ناڅاپه په ځای کې ودرېده، جمله ېې بشپړه نه کړه، خبره یې وخوړه.

ډاکټره بیا حیرانه شوه:

ـ نو بیا څه خبره ده؟

 له دې سره د ای پري سترګې پټې شوې، زړه یې خولې ته راغی:

ـ هلک لري!

د ډاکټرې خوله وازه پاتې شوه. سر ته یې کلک ټس ورکړ، ناڅاپه یې د ذهن په پرده  ټولې هغه مېرمنې  مخ ته  ودرېدې چې مېړونو ېې په پټه او ښکاره هلکان ساتلي وو. داسې مېړونو نه يوازې د دوي د مېرمنوپر حمل اغېز درلود بلکې  په رنګا رنګ رواني ناروغیو یې هم اخته کړې وې.

ـ دا څه وایې؟

ای پري مخ ته څپېړه ورکړه!

ـ هو خورې، زما تر څنګ ېې پرېباسي. اوتر سهاره له هغه سره رغړي. او یو نیم وحت د هغه په وړاندې له ما سره هم ېو ځای کېږي.

ډاکټرې دا ځل له قهره کلک مېز په سوک وواهه، له غوسې سره راواوښته، نیغه ودرېده ، په کتنځي کې لکه لېونۍ چې شي راغله او لاړه:

ـ دا څه ناروا اورم؟

سترګو کې یې اوښکې راغلې. ای پري یې په غیږ کې  ونیوه. په ژړغوني غږ یې وویل:

ـ کاشکې حمل یوازې د نارینه د شهواني سپینو اوبو(منیو) پایله وای، خو داسې نه ده خوږې! د يوې میرمنې لپاره حمل مینه او احساس هم دی. ته که حمل هم واخلې بېرته یې غورځوې.

زیبا ېې نوره هم په غېږه کې کلکه ونیوه:

ـ دا یو لا علاجه ناروغي ده ګرانې، د دې ناروغۍ لپاره نه څه  تولیدېدای او نه څه رانیول کېدای شي.

د زېبا لاسونه د داکټرې له اوږو دا سې مړه ولوېدل لکه له لوی پاڼه چې لاندې لوی سيند ته  راشېوه شي .

انقره ـ ترکیه

جولای ـ ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب