تاند (سېشنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د پولنډ امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې له لیتوانیا سره په سرحدي سیمو کې یې د څو چاپو په لړ کې اته افغان وګړي په داسي حال کې نیولي چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول دې هیواد ته ننوځي.
د راپور له مخې، دا پېښې د تېرې اوونۍ په پای کې په بېلابېلو سرحدي سیمو کې ثبت شوې دي، چې په ټولیز ډول ۳۷ کډوال چې غوښتل یې په ناقانونه ډول پولنډ ته داخل شي، پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د دې ادارې په وینا، د نیول شویو تر ټولو ډله ۲۴ کسان وو، چې د یوه اوکرایني تبعه له لوري په یوه باروړونکي موټر کې له سرحدي لارې وړل کېدل.
پولهساتو زیاته کړې چې دغو کسانو پولنډ ته د ننوتلو قانوني اسناد نه لرل، نو له همدې امله یې د هغوی د داخلېدو مخه په هماغه ځای کې ونیوله.
د عملیاتو په دوام کې، پولنډي سرحدي ځواکونو په نورو سیمو کې هم کوچنۍ ډلې نیولي، چې پکې د Afghanistanافغانستان، پاکستان، بنګله دېش او الجزایر اتباع شامل دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې اته افغانان هم شامل دي.
د پولنډ پوله ساتو ویلي چې ځینې کډوال په پښو له لتوانیا څخه پولنډ ته داخل شوي وو او وروسته په سرحدي سیمو کې وپېژندل شول.