اکسفورډ -۱۷دېسېمبر۲۰۱۷
د پښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره يوه يوازېنۍ کره منل شوې او کارول شوې ابېڅې (Pashto Phonemic Alphabet) ]فونېتيکي او فونيميکي ابېڅې د نوې سايتېفيکې ژبپوهنې اوبيا غږ پو هنې(فونېتکيس) پر بنسټ ټيکاو لري او په اړوندو څانگپوهانو اړه لري، هيله ده، د نورې علمي نړۍ کولتور زموږ پښتانه اماتوران هم را خپل کړي، او يو دبل د پوهنڅانگې درناوی ولري، اوپه دې توگه ځا نته اجازه ور نه کړي ، چې په هره اړونده پوهنه او بيا (پښتو) ژبپوهنه او ور پورې تړلو ربړو (مسألو) کې لاسوهنه وکړي، او په دې لړکې خپلسري ابېڅې (الفبأ) رامنځته کړي- نوې ساينتيفيکه ژبپوهنه د نوي طب غو ندې، بيرته دوه نيم زرکلن زاړه مهال ته ورستنېدای نه شي چې هر ((حکيم جي)) يې راوننگولای شي!- زيار[
غږيزه يا فونيميکي ابيڅې (الفبې) چې ختيځپوهانو، هغه هم اروپايي آريانپوهانو او بيا پښتوپوهانو د نړيوالې سپڼپوهيزې ابېڅې (الفبای خن شناختی) [International Phonetic Alphabet]
پر بنسټ له نژدې يوې نيمې پېړۍ راهيسې د پښتو لپاره ټاکلې او پر کاراچولې ده. نړيواله هغه هم د نولسمې پېړۍ په روستيو کې يانې د نوې ژبپوهنې، او هممهاله د نوې پښتو ژبپوهنې (د نوميالي فرانسي جېمز دارمستېتر له خواله ۱۸۸۰تر۱۸۸۸ د پښتو غږپوهنې او آرپوهنې له کښنې سره) رادود شوې ده. نړ يواله هغه بيا پر۱۹۵۳ کال له دې يادونې سره دويم ځل چاپ شوې ده:
(Courtesy of International Phonetic Association, University College, London. W.C.I. Reprinted by permission.)
پښتو دا د (( افغانستان ژبپوهنې اطلس)) د څه باندې دېرشو افغاني ژبو (۲۸۴ گړدودونو ) لپاره کارول شوې ده. د دغه اطلس لسکلنه پروژه دنړيوال فرهنگي سازمان (يونسکو) په سپارښتنه د دارمستېتر او بيا گايگر د شاگرد نوميالي ناروېژي پښتوپوهانديا دلوېديځوالو په ستاينوم ((د افغانستان د ژبو پلار)) وياړلي استاد ((گيورگ مورگنستيرن)) او زما د سيده سويسي استاد(( ژارژ ردار)) تر لارښوونې لاندې له ۱۳۴۱ تر ۱۳۵۱ل. زما او دوه نورو ځوانو ژبپوهانو له خوا تر سره شوې جې د چاپ چارې يې د پروفېسر ردار له اوږدې ناروغۍ او بيا مړينې (۲۰۰۳) راهيسې د برن پوهنتون د آريانپوهنې په څانگه کې بشپړتيا او چاپ ته سترگې پرلاره ده.
ما اړونده ابېڅې پر۱۳۵۵ لمريز کال د لوی استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې د زړو او نويو استادانو غونډې ته وړاندې کړې او تر هوکړې روسته پښتو ټولنې په خپلې رسمي اورگان ((زيري)) کې خپره کړې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه له شپږ دېرشو څخه شپږ څلوېښتو سېمبولونو (توريو) ته رسولې چې تر اوسه يې د پوهنو اکادېمۍ په اډانه کې په هماغه بڼه په سيندونو(قاموسونو)کې د وينگ (تلفظ) په موخه پر کاراچوي. بيايې هم دهماغې آرې بڼې د ور ځايناستي کولو لپاره زما هلې ځلې روانې دي او ډېر ځوان علمي غړي مې همغږۍ ته را هڅولي دي.
هرگوره، په دغه ترڅ کې دوه (ښ ṣ – ږ ẓ ) سېمبوله چې تش په کندهاري گړدود اړه لري او پر وړاندې يې د استاد مورگنستيرن، انگرېز دېويد مېکنزي او فرانسي شارل کيفر، لکه د پښتو (مومند) پلار په څېر د منځنۍ پښتو (ښx̌ – ږ ğ ) کره بللي دي.
د همدغو دوو توريو په پام کې نيولو سره د ٌ زيارٌ په نامه دالاندې رغولی فونيميک فونټ د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه غوښتلای شئ:
خجنښه (-): چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á).
د عربي ځانگړي توريو (ث،ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق، ء) فونيمي سېمبو
لونو کارول يوازې په قرآن او حديث کې اړين دي چې فونټ يې بياهم له ښاغلي اڅکزي [e-mail:wali achakzai@] راخپلولای شئ!
ابېڅې!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!ا یعنی الفبا!!!!!!!!!!!!!!!!ا زما په نظر خو دی ابتکار ته هیڅ حاجت نه شته!ا
زیار صاحب وايي چی ښ او ږ په کندهاری لهجه اړه لري خو خټک په خیر آباد چي د پېښوره ۴۵ میله لیري په شرق کي پروت دي هم ښ او ږ کندهار غوندي تلفظ کوی د کوټي پښین ږوب لورلايی سیوی وزیرستان او بنو خلک یې هم کندهار غوندي وايي او خټک یې بیا نزدې پېښور ته رسوي. په غربي افغانستان کي خو د ښ او ږ نرم او لرغونی تلفظ د کلاته تر کندهاره تر فراه تر هراته تر فاریابه تر بادغیسه رسېږي او په کندز کي هم سته. لویی اډه میک د پښتو امریکایی پوهاند وايي چي د کندهار په لهجه کي ټول حروف څنکه چي لیکل کېږي هفسي ویل کېږي. په پښتو کي به معیاري ژبه هغه وخت وزېږي چي هر لیکونکی په خپله لهجه لیکل وکړی نو د وخت د تېرېدو سره به پښتانه بو د بل د لهجو سره ښه اشنا سي او پنځوسو تر سلو کالو د تېرېدو سره به پخپله یوه مغیاري ژبه ظهور وکړي. دا په یو طبیعی سیر وي او څوک به دا شکایت نلري چي پر ما پلانکۍ لهجه راتپل سوې ده. ښه به دا وي چی یو د ژبی پوهاند د پښتو پر لهجو د مکتب د پاره یو کتاب ولیکي او هغه په مکتب کي تدریس سی چي زده کونکي له اوله سره د بښتو لهجې وپېژني.
۱ – موږ هم په اصطلاح د ګُذاری یا ګوزاری خلګ یو.
۲ – د زیار صاحب ژبنی اصلاحی فشار د زغم تر حد تیر دی.
۳ – په لاتین ژبه کی د تورو د ترتیب (…..ABCDE ) پر اساس د تورو مجموعی ته آ بی سی وائی او زموږ په ژبه کی هم د تورو د ترتیب مجموعه په ای بی سی پیلیږی ( الف، بی، سی یا ثی ) بناً ( څ یا څی) خو بیخی د سالنګ د تونل په بیخ کی پرته ده او د ث څای نه نیسی چی پدی حساب ” ابیڅی ” نا مناسبه کلمه ده. ښه به دا وی چی 《 الفباء 》وبلل سی.
۴ – د پورته لیکني په ۱۶ مه کرښه کی د ( الفبای خن شناختی) عبارت لیدل کیږی چی البته دا به په حقیقت کی ( خوان شناختی ) وی.
۵ – نو داسی کیسی دی چی نه چاغیږو.
سپوږمۍ فبروري 19, 2023 At 11:28 am

Reply