جمعه, جنوري 23, 2026
Homeروغتیاپر امیدوارو مېرمنو د انټي بیوټيک اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

پر امیدوارو مېرمنو د انټي بیوټيک اغېزې/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

که امیدوارې مېرمنې د اميدوارۍ په لومړيو دريو میاشتو کې انټي بیوټيک درمل وکاروي، کېدای شي ماشوم یې په اوريدلو کې ستونزه ولري. د غوږونو د برخې متخصص ډاکټران وایي، په نویو زيږېدلو ماشومانو کې د نه اورېدو ستونزه دوه لاملونه لري: لومړی دا چې کېدای شي یوه جنېټيکي ستونزه وي، چې دا ډول پېښې ډېرې کمې دي او ښايې له درې تر شپږ سلنې ماشومان دا ستونزه ولري. څېړنو ثابته کړې چې په نویو زيږېدونکو ماشومانو کې د نه اورېدو تر ټولو لوی لامل د امیدوارو مېرمنو له خوا د اميدوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې د انټي بیوټيک درملو کارول دي. ډاکټران وايي چې په خپلوانو کې واده کول هم ډېر کله په ماشومانو کې د نه اورېدو ستونزې پیدا کوي. دوی وایي، د ۴۰ سلنه هغو کسانو اولادونه د نه اورېدو ستونزې لري چې په خپلوانو کې يې واده کړی وي. ويل کيږي هغه ماشومان چې په اورېدو کې ستونزې لري نو وزن يې کم او په سر کې يې تار تار سپين وېښتان موجود وي. د دې ستونزې د هواري دايمي او بنسټيزه حل لاره نشته، خو غوږۍ کولای شي له دغسې ماشومانو سره په اورېدو کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزل ستوري یو څو خاطرې| دوکتور لعل‌پاچا ازمون

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره داستاد شپون او جهاني پل تود و، استاد عبدالله بختانی او د غزل ستوری محمد...