څو ورځې وړاندې مې د خپلو ماشومانو پالونکې یولیا واسیلیونا خپلې خونې ته راوغوښتله، څو حساب ورسره تصفیه کړم.
ورته مې وویل:
ـ کښېنئ، یولیا! پوهېږم چې پیسو ته اړتیا لرئ، خو له شرمه یې نه شئ غوښتلای. موږ هوکړه کړې وه چې هره میاشت به دېرش روبله درکوم، سمه ده؟
هغې ورو وویل:
ـ نه، څلوېښت روبله.
ما وویل:
ـ نه، زما د یادښت په کتابچه کې دېرش روبله لیکل شوې دي. زه تل خپلو پالونکو ته دېرش روبله ورکوم. اوس حساب وکړو. تا دوې میاشتې راسره کار کړی دی.
هغې وویل:
ـ دقیقاً دوې میاشتې او پنځه ورځې.
ما ورته وویل:
ـ زه هماغه دوې میاشتې حسابوم. نو ټولې شپېته روبله کېږي. خو باید د نهو یکشنبو پیسې ترې کمې کړو، ځکه په هغو ورځو کې ته له کولیا سره نه وې، بلکې چکر ته تللې وې. درې نورې رخصتۍ هم وې…
یولیا له شرمه سره شوه، د خپلې جامې له څنډې سره یې لوبې کولې، خو هېڅ یې ونه ویل.
ما دوام ورکړ:
ـ نو د نهو یکشنبو او درې رخصتیو لپاره دوولس روبله کمېږي. کولیا څلور ورځې ناروغ و، په هغو ورځو کې دې یوازې وانیا ساته. بیا درې ورځې دې غاښ درد کاوه او زما مېرمنې اجازه درکړې وه چې له ماښام ډوډۍ وروسته استراحت وکړې. نو ټول نولس روبله کمېږي. له شپېتو څخه نولس کم کړو، یوڅلوېښت روبله پاتې کېږي، سمه ده؟
د یولیا چپه سترګه له اوښکو ډکه شوه، زنه یې رپېده، خو چوپه وه.
ما بیا وویل:
ـ د نوي کال په شدرشل کې دې یوه پیاله او نعلبکۍ مات کړل. دوه روبله نور هم کمېږي. هغه پیاله ډېره ارزښتناکه وه، خو پروا نه لري.
بیا مې وویل:
ـ ستا د بېاحتیاطۍ له امله کولیا ونې ته وخوت او کورتۍ یې وشلېده. لس روبله نور کمېږي. همدا ډول ستا د بېغورۍ له امله نوکرې د وانیا بوټونه غلا کړل او وتښتېده. ته باید ښه پام کړی وای، ځکه د همدې کار لپاره معاش اخلې. نو پنځه روبله نور هم کمېږي.
ما دوام ورکړ:
ـ د جنورۍ په لسمه دې لس روبله له ما پور اخیستی و.
یولیا په ورو غږ وویل:
ـ نه، ما نه دي اخیستی.
ما وویل:
ـ خو زما په کنابچه کې لیکلي دي.
هغې ورو وویل:
ـ ما یوازې درې روبله ستاسې له مېرمنې اخیستي وو.
ما وویل:
ـ سمه ده، دا درې روبله خو ما هېر کړې وو. له څوارلسو څخه درې کم کړو، یوولس روبله پاتې کېږي.
بیا مې یوولس روبله وشمېرلې او هغې ته مې ورکړې.
هغې په لړزېدلو ګوتو پیسې واخیستې، جیب ته یې واچولې او ورو یې وویل:
ـ مننه.
زه حیران شوم. په غوسه شوم او د خونې په منځ کې مې قدم وهل پیل کړل.
ورته مې وویل:
ـ ولې دې مننه وکړه؟
هغې وویل:
ـ د پیسو لپاره.
ما وویل:
ـ ته نه پوهېدې چې زه دې غولوم؟ ستا پیسې مې خوړلي! بیا هم یوازې “مننه” وایې؟
هغې په ارامۍ وویل:
ـ په نورو ځایونو کې خو دومره هم نه راکوي.
ما وویل:
ـ هغوی خو هېڅ نه دي درکړي! ما یوازې غوښتل تا وازمایم. ما قصداً درسره ناعادلانه حساب وکړ. اصلاً ستا معاش اتیا روبله دی، او ټولې مې په دې لفافه کې درته ایښې دي. دا واخله.
بیا مې ورته وویل:
ـ څنګه ممکنه ده چې انسان دومره چوپ پاتې شي؟ ولې دې اعتراض ونه کړ؟ ولې دې خپل حق وانه خیست؟
هغې یوه ترخه موسکا وکړه، داسې موسکا چې مانا یې دا وه:
ـ هو، داسې کسان هم شته.
ما د خپلې بېرحمانه ازموینې له امله ترې بخښنه وغوښته او د اتیا روبلو پاکټ مې ورکړ. هغې بیا هم په وېرېدلي غږ څو ځله وویل:
ـ مننه… ډېره مننه.
هغه له خونې ووتله، او زه هلته ولاړ پاتې شوم، حیران او په فکرونو کې ډوب.
له ځانه سره مې وویل:
په داسې نړۍ کې پر کمزورو خلکو ظلم کول څومره اسانه دي!
ژباړه: عڅ