تاند ( یکشنبه د اسد/زمري ۱۸مه) د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، مارات خوسنولین، وايي چې مسکو باید د هند سمندر ته د یوې رېلپټلۍ د جوړولو امکان وڅېړي؛ داسې لاره چې د هرمز او بسفر تنګیو بدیل کېدای شي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وايي، د هرمز او بسفر په تنګیو کې د شته خطرونو له امله مسکو باید جنوبي اسیا ته د سوداګریزو لارو د لاسرسي لپاره بدیلې لارې ولټوي.
هغه وايي، یوه له احتمالي لارو څخه دا ده چې د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې تر هند سمندر پورې د رېلپټلۍ جوړه شي.
خوسنولین ټینګار کوي چې ، هره هغه لاره چې له روسیې، هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د منلو وړ ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، د منځنۍ اسیا، ایران او جنوبي اسیا پر لور خپلې ځمکنۍ او رېلي لارې پراخې کړي.
کارپوهان وایي،که دا طرحه عملي شي، افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز په توګه مهم اقتصادي او جغرافیایي ارزښت پیدا کړي.
د دوی په باور د رېلپټلۍ او ترانزیټي زیربناوو پراختیا به افغانستان ته د سوداګرۍ، ترانزیټ او عوایدو د زیاتېدو فرصتونه برابر کړي؛ خو ټینګار کوي چې، د دې لپاره امنیت، سیاسي ثبات او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همغږي خورا مهمه ده.