له اوله سره مې هغه کېسې چې لید یې دویم ګړی وي، نه خوښېږي او اوس خو یې بیخي لوستلی نه شم، مګر د ښاغلي احمدي صیب داستاني لېکنې له دې استثنا دي او دا بیا نورې خبرې دي..
دا چې یو څوک را ته د بل چا کېسه وکړي، ولې خپله کېسه نه کوي؛ دا ځکه وایم چې زموږ لېکوالان د خپلو کېسو او تجربو یا هغه څه چې ویني، دا ستان ته یې د دویم ګړي لید په بڼه را وړي، خو که دا یې له خپله لېده یا له اوله ګړي لیده راته ووایي، خوند به یې څو چنده وي او بله دا چې دا به په کې برلاسی هم وي، ځکه دا چې د بل چا له خولې کیسه وکړو هغومره به په کې برلاسي نه وو، لکه څومره چې خپله کېسه کوو.
مثلا دا چې وایو؛
احمد لومړی ځل ښار ته راغلی و، هر موټر ته یې سترګې اړولې، د ښار رڼاګانو خوند ورکاوه..
همدا له اول ګړي لیده؛
اول ځل ښار ته راغلی وم، هر څه راته پردي ښکارېدل، سرکونه له موټرو ډک وه، دوکانونه او کوڅې، سرو شنو رڼاګانو نېولې وې..
په اول ګړي لید کې د کېسې فضا او د لېدونکې احساسات داسې انځورېږي، چې لوستونکی یې ښه درک کولی شي او انځورونه طبیعي بڼه خپلوي، چې همدا درک او طبیعي والی، د داستان تلوسه او ارزښت نور هم زیاتوي.
وایو چې د استاد شپون ناولونه په خپل ټول هنري ارزښت مالامال دي او داسې مو له ځان سره نیسي، لکه استاد چې راته مخامخ ناست وي، همدا احساس چې ګوندې استاد مونږ ته مخامخ ناست دی، د لوستلو خوند څو چنده کوي، لکه له کتاب سره نه، د یوه ملګري سره چې ناست یو.
که لید اول ګړی وي، خلک د دې پر ځای چې په کېسه کې د داسې چا له کرکټر سره خپه او یا خوشحاله شي، چې ته یې ورته تشریح کوې، مستقیما به له ته، یا له هغه کرکټر سره چې ورته مخامخ دی خواخوږي پیدا کړي او دا به لوستونکی نور هم ځانته نېږدې کړي؛ همدا نېږدې والی داستان لیکونکې ته په کار دی..
احمدالله مېلمه