Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نیمروز د میلک او ورېښم پل ترمنځ د باروړونکو موټرو تګ...

د نیمروز د میلک او ورېښم پل ترمنځ د باروړونکو موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د افغانستان د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو مسوولانو ویلي، چې په لومړي ځل د افغانستان د ورېښمو پل او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د میلک بندر ترمنځ د ترانزیتي باروړونکو موټرو تګ راتګ د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې پیل شوی دی.

د نیمروز د والي د دفتر مشر، سیف‌الله محمدي ویلي، د دغه ولایت د سرحدي چارو، ترانسپورت او ګمرک مسوولان چمتو دي چې د ورځې او شپې په ټولو ساعتونو کې موټرچلوونکو او سوداګرو ته خدمات وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ باروړونکو موټرو له دې لارې وارداتي او صادراتي توکي لېږدول، خو اوس دغه شمېر په ورځ کې ۸۰۰ موټرو ته لوړ شوی دی.

د میلک بندر د ۲۴ ساعته فعالیت موضوع تر دې مخکې هم مطرح شوې وه. د تلې په ۱۵مه د نیمروز د اقتصادي کمېټې او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د چارواکو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوې وه، څو د دغه بندر د څلرویشت ساعته فعالیت په اړه خبرې وکړي.

په هغه غونډه کې افغان لوري ویلي و چې د نیمروز ګمرک د ترانزیتي باروړونکو موټرو منلو او چارو ته د رسېدو لپاره چمتو دی. ایراني چارواکو هم ژمنه کړې وه چې د بندر د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د میلک بندر د ۲۴ ساعته فعالیت پیل په داسې حال کې دی چې د پاکستان په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو له ایران سره پر خپلو سرحدونو محدودیتونه لګولي دي، خو افغانستان له ایران سره خپلې سوداګریزې لارې نه دي تړلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...