Home+په افغانستان کې سیاسي گوندونه ولې ناکام شول؟

په افغانستان کې سیاسي گوندونه ولې ناکام شول؟

زلمی نصرت
دنمارک
بېله تردیده، زه باور لرم چې هره ټولنه خپلواکو سیاسي گوندونو او ازادو مطبوعاتو ته اړتیا لري؛ ځکه دا دواړه د سیاسي پوهاوي، د خلکو د ویښتیا، د ډیموکراسۍ د بنسټیز کېدو او د یوه ځواب‌ویونکي نظام په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.
خو د گوندونو یوازې د جوړولو شمېر د ډیموکراسۍ نښه نه ده.
موږ د دویمې نړیوالې جگړې نه وروسته، په ځانگړي ډول د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، د خورا گڼو داسې گوندونو د جوړولو شاهدان وو چې نه یې پیاوړی ولسي بنسټ درلود او نه یې په سیاسي تحولاتو کې د پام وړ حتا د یو‌ې گولۍ په اندازه رول لوبولی شو.
ځینې یې، سره له دې چې رسمي ثبت شوي وو، د لسو زرو پر ځای ان د «۴۲۰» تذکرو شمېر ته هم ونه رسېدل.
زما په باور، د دې ناکامۍ درې اساسي لاملونه وو:
لومړی: پر بهرنیو قدرتونو تکیه.
ډېری گوندونو د خلکو پر ملاتړ او ملي ارادې ولاړ نه وو، بلکې د بهرنیو هېوادونو په مالي او سیاسي مرستو لکه یوه پروژه یا انجو تکیه کوله. کله چې دا مرستې پرې شوې، د هغوی سیاسي فعالیتونه هم له منځه ولاړل.
دویم: د دولتونو کمزورې خپلواکي او مشروعیت.
هغه دولتونه چې پر بهرني ملاتړ متکي وي، په سختۍ کولای شي د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي. موږ د جمهوریت د سقوط پر مهال ولیدل، چې د بهرني ملاتړ له پرې کېدو سره دولت او ټول سیاسي جریانونه وپاشېدل، لکه دویم ثور.
خلک په خپل ځای پاتې شول، خو مشران، گوندونه او دولتونه وتښتېدل!
درېیم: د اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو کمزورتیا.
د ملي اقتصاد کمزورتیا، د خپلواکو بنسټونو نشتوالی او د سیاسي فرهنگ نه پیاوړتیا د دې لامل شول چې گوندونه په ټولنه کې ژورې ریښې پیدا نه کړي او د خلکو د واقعي استازیتوب وړتیا ترلاسه نه کړي.
د دې ټولو ترڅنگ، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې لا هم د ړنگو شوو کیڼ‌اړخو گوندونو ځینې پاتې غړي او کړۍ د روسیې، چین، ایران، هندوستان، د شانگهای جوړښت او نورو بهرنیو هېوادونو حتا د پاکستان د پیاوړتیا او ملاتړ په تمه دي؛ داسې چې زموږ د سیاسي راتلونکي برخلیک باید د نورو په لاس کې وي.
نو ځکه هر څه له بیرونه غواړو او خپل سرنوشت له بیرونه سره تړو.!
دا حالت ښيي چې موږ لا هم له خپلو تېرو تجربو   څخه لازم درس نه دی اخیستی؛ نه مو خپل ځان سم پېژندلی او نه مو د خپلې ټولنې پر ځواک، باورونو او وړتیا باور کړی دی او نه مو بهرنیان  ښه پیژندلې دي.
زما په باور، پیاوړي گوندونه یوازې په رسمي ثبت او د شمېر په زیاتوالي نه رامنځته کېږي. هغوی د باخبره ټولنې، پیاوړي اقتصاد، خپلواکو ملي بنسټونو، د قانون د حاکمیت او ملي مشروعیت پایله ده.
همدارنگه رښتینې ډیموکراسي یوازې د گوندونو  په شمېر او ازادو مطبوعاتو نه رامنځته کېږي؛ بلکې خپلواکې ادارې، د خلکو واقعي گډون او پر ملي اراده ولاړ د سیاسي نظام پر محور څرخیږي.
تر هغو چې گوندونه پر خپلو خلکو تکیه ونه کړي او له بهرنیو وابستگیو څخه خلاص نه شي، د هغوی شمېر به ډېر وي، خو اغېز به ونلري.
اصلي پوښتنه دا نه ده چې څوک زموږ ملاتړ کوي؛ بلکې دا ده چې موږ کله پر خپل ځان، خپلې ټولنې او د خپلو خلکو پر ارادې باور  او د هغوی سره مشترکه ژبه پیدا کوو.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...