Home+ راروان ژمی او د لوږې‌ څونامي| آصف بهاند

 راروان ژمی او د لوږې‌ څونامي| آصف بهاند

۴۸مه برخه

پاچا که غوږ لرې، نو واوره

خـلـک لـه لـوږې اولادونـه خـرڅـویـنـه

په افغانستان کې د کلونو ـ کلونو جگړو او اداري فسادونو، د لوږي څونامي له پراخیدو سره مرسته کړې، اوس چې د دې لوږې او بیکارۍ د سوځنده اور دایرې ته، نااهله او ظالمو گاونډیانو شپـږمیلیونه نور بېکاره او وږې هم راوشړل، د افغانستان اوسني حاکمان خو پرېـږده، چې د ډېرو امکاناتو لرونکي دولتونه به هم ورته ټینگ نه شي. چې دا ډله‌ایزه راستنیدنه به په نشتو امکاناتو او تش‌لاس څه ډول مدیریت شي، دا په خپله یوه څونامي ده.

په دغسې حالت کې چې خلک هیڅ ډول امکانات هم نه لري، ژمی هم د یوحتمي راتلونکي نابللي میلمه غوندې راروان دی چې دا د ستونزې له‌پاسه بله ستونزه ده. دا اړ افغانان به په تشولاسونو او مشوشو افکارو سره څنگه له دې غرونو ــ غرونو ستونزو سره گوزاره او مبارزه کوي؟

له بېلابېلو بااعتبارو او بې اعتبارو پټو نه رنگارنگ ناهیلې‌کونکو خبرونو خپرېدل، خلک نورهم خپه کوي او حتی لار ورنه ورکوي. په دې وروستیو وختونو کې د نشتو امکاناتو په دایره کې، داسې زورونکي خبرونه او رپوټونه خپریـږي، چې له ستونزو سره لاس‌گرېوان خلک یې اوریدلای او لوستلای هم نه شي. دا یې د سرلیکونو څو بېلگې دي:

تاند:

«م.م : په ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

«ملګري ملتونه: خوارځواکي افغانستان کې تر ټولو زیان اړونکی ګواښ دی ځکه خلک بې وسه دي»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

«… د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) تازه ویلي چې په افغانستان کې نژدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

زه هېڅکله افغانستان ته نه یم تللې’: شپږ میلیونه ایستل شوي کسان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سره ژوند پیلولو ته اړ شوي دي

تاند:

«په افغانستان کې د مرستو کمښت تر ټولو زیانګالو خلکو ته سخت زیان رسوي»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

«د ملگروملتونو مقاماتو څوڅوځلې ویلي دي چې»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

«یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي»

بي‌بي‌سي‌پښتو:

«په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پنځه کاله: نړیوال د ملاتړ د کموالي خبرداری ورکوي»

تاند:

«افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی»

تاند:

«افغانستان لپاره د بشري مرستو بودیجه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې»

له نږدې او لرې هېوادونو څخه د افغانانو د راستنیدو لړۍ روانه ده.

«د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او دسمبر ترمنځ به شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو ادارو د دې بهیر د مدیریت او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالره مالي مرستې غوښتنه کړې ده.»

د دغو ستونزو او د مهاجرو هیوادوالو د بیرته راستنېدو ترڅنگه، د طالبانو حکومت ځینو پالیسیو په وجه نړیوالې مرستې هم ورځ‌تربلې راکمېـږي او ملګري ملتونو وايي چې یو دلیل یې د ښځو او بشري حقونو په اړه د طالبانو حکومت “ځپونکې تګلارې” دي چې د نړیوالو بسپنه ورکوونکي‌ له پالیسیو سره په ټکر کې دي. د دغو ستونزو حللارې هېڅوک نه‌شي ښوولای.

په افغانستان کې د لوږې څونامي ځپونکوڅپو، د شپږمیلیونو په شاوخوا کې دراستانه شوي بیکاره افغانان، وچ‌کالي او طبعي پېښې هغه لاملونه دي چې تر شل‌میلیونه ډېرخلک همدااوس بیـړنیو مرستو ته اړ دي، خو مرسته کونکي هیوادونه او مؤسسې نه یوازې خپلې ژمنې نه‌پوره کوي، بلکې د پخوانیو وعده کړو مرستو اندازه هم راکموي.

د لوږې‌څونامي د پایلو پټ خطر، خوارځواکي ده چې په لومړي گام کې ماشومان او بارداره‌ښځې ځپي. اوس یوځل بیا میډیا کې رپوټونه خپاره شوي دي چې: «د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو شدیده خوارځواکي زیاته شوې»

که د ماشومان خوارځواکي اوږده موده وغځېـږي، په خوازځواکي باندې اخته ماشومانو راتلونکي ژوند باندي هم ژور منفي اغیز لرلای شي. که ژرترژره د دې ستونزو د حل له‌پاره چاره ونه سنجول شي، ښايي لوی بشري ناورین رامنځ‌ته شي.

«د دوی (خلکو) ډیوې دې خدای ولگوي، مو به د زیارت ډیوې بلوو.»

(استاد گل‌پاچا الفت)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...