هیڅ بربادي چې د فزیکي موجودیت ولري، دومره یوه ټولنه او د هغې ټولنې تهذیب نه تخریبوي، لکه په کومه کچه یې، چې د بې شعورۍ څپې تخریبوي، د معنویاتو د تزلزل شېبې او بیا له دې تزلزل سره د تذلیل توقع که یوه ټولنه په بشپړه توګه بې شعوره نه کړي، خو دا کار حتما کوي، چې د معنویاتو زاویي بدلې کړي او ذهنونه د انحراف په وزرو تر اسمان ورسوي.
هر کله چې دا انحرافات دا تعالي تر لاسه کوي، ورسره جوخت په ایډیالوژیک لحاظ بې پرې او د تهذیب او تمدن پر خوا ټول فکرونه، چې یوه ټولنه پر سمه لاره رهبري کوي، له خپلې دې نامشروع او کاذبې تعالي څخه رټي او کنځي.
تر ټولو بده یې لا دا، چې د معنویت په ملاتړ ولاړ شخصیتونه هم ورسره کنخل کیږي، په دې سره ټولنې خپلې اصلي موخې له یاده باسي او له بازاریتوب سره، سره د لنډ مهالې اسودهګۍ پر درشل خپله بدبختي ښکاره کوي. دا لنډ مهالې اسوده ګي، زموږ د وراثتي او نسلي شعوریتوب کلک مخنیوي کوي، ځکه خو یې موږ دا څو لسیزې د سل او زر مبارزو سره بیا هم بایلونکي او مخ تورن یو.
زه دا منم چې لوړ اذهان تر ډېره په دې لومه کې نه وي بند، چې کامیاب دي که ناکام، خو دا غم ورسره حتماً وي، چې څومره مخکې تللي دي، اوس فکر په کار دی، چې زموږ ټولنه څومره مخکې تللې ده، دا خو هسې هم ټولو ته ښکاره ده، چې ناکام خو یو. ددې خاورې نالوستی دهقان دې حد ته رسېدلی، چې د خپلو غنمو درمند اوس په څارویو نه غوبل کوي، ددې پر ځای یې ورته ماشین پیداکړی دی، خو زموږ لوستي قشر د خپلې پوهې د زیاتوالي لپاره لا هم د ځان جوړونې لپاره په جهالت کې دی، دوی له یوې مخې د خپل ژوند تجربو ته د نورو بارزو خلکو د تجربو زولنې اچولې دي او خپلې هغه یې بې له کوم علته په لوی لاس د هغوی غلامانې کړې دي، که یو څوک هر څومره له ستختیو او ربړونو راوتلی وي او ته غواړې هغه ولولې یا یې هم تعقیب کړې، په کار ده، چې د خپلو کړنو یو عکس هم له ځان سره ولرې او کله، کله یې د مقایسې په لاسونو کې ځانته مخامخ کړې، که داسې ونه شي بیا دا طمع لرل بې ګټې دی، چې د نورو له تجربو هم درس اخیستل کېدای شي. د غني خان د شعر د یوې مصرعې مفهوم دی، که چاسره علم زیات شي، د هغه شخصیت له دې دوه لارو سره مخ کیږي، لومړی دا چې شیطان به ترې جوړیږي او که شیطان نه شو، بیا به ترې فقیر جوړیږي، شیطان د تظاهر، منافقت، بې لارۍ، مکارتوب او سل نورو نارواوو لپاره د سمبول په توګه کارېدای شي، که چېرته په دغه ډول شخصیتونو کې، چې اصلیت یې له شیطان سره په یوه اخور لوی وي، له هغې دا توقع ساتل، چې ټولنه دې د خیر ښېګڼې پر خوا یوسي یوه بله ناکامي ده، بر عکس که په یو چا کې علم راټولیږي او دی لا ډېر دناتوانۍ احساس کوي، معلومه خبره ده، چې هغه به له دې شیطاني حرکاتو سره مخه ښه کوي او کله به هم داسې کار ترسره نه کړي، چې هم دی او هم ټولنه په خطر کې واچوي. د وطن د جهل بد مرغي یوازې د مدرسو او مکتبونو نه شتونه نه تقویه کوي، بلکې د دې تر شاه د هغو خلکو لاس هم دی، چې کتاب لوست یې فېشن ګرځولی دی، د خپل شخصیت ظاهر یې پرې ښکلی کړی او یو ډو د نویو ځوانانو او پېغلو د توجو د جلب لپاره یې کاروي، دوی ته دا خوند ورکوي، چې تل له دوی سره کتاب وي او یو څوک یې د کتاب لوستونکي په توګه وپېژني، زما په باور تر دې لویه بد اخلاقي یوې ټولنې ته له دغه شخص پرته بل څـوک نه شي را وړلی. کتاب لوستل ځانګړی مزاج او احساس غواړي دا په عامه پوهاوي نه کیږي، تاسې که په یو چا کتاب لولئ او هغه له دې اړخه له کوم فشار سره مخ وي، هغه که رواني وي او یا فزیکي، له دې لارې دا بلکل ناممکنه ده، چې د هغې کتاب لوست دې هغه ته په ژوند کې ګټه ورسوي، ما چې وړاندې نسل په نسل د مطالعې د راتګ خبره وکړه، دا مفکوره هم کېدای شي ددې په واسطه شنډه شي، زموږ په ټولنه کې د مطالعې حقیقي اغېز له څو ګواښونو سره مخ دی، لومړی دا چې په وراثتي او نسلي ډول مطالعه نه ده را لیږدېدلې، دې چارې په ټولنه کې د مطالعې اغېز په نشت حساب ته رسولی دی، په کلونو کلونو څو مشخصو کسانو مطالعه کړې ده او هغه هم چا خبرو ته نه دي پرېښي، اوس چې دنیا د ټکنالوژۍ په انتها کې ده، د کتاب لوستونکو البته هغه خلک چې مطالعه یې هضم کړې ده، مخه هغه معلوماتي خلکو نېولې ده، چې په یو ډول نه یو ډول یې ژر ژر معلومات تر لاسه کړي دي، دا خلک د هرې خبرې ځواب لري، خو کټ مټ هغه خبره کوي، چې ده اورېدلې یا یې لوستې ده، دویمه خبره ورسره نشته او که دده په مقابل کې دویمه خبره څوک وکړي، د بل خبره ورته د دلیل په توګه وړاندې کوي او کېدلی شي، دده په مقابل کې له ولاړ شخص څخه هغه بل مشهور او منلی وي، دا کار د هر ډول نوښت مخه نیسي، کله چې مخه نیول کیږي، د منطق سوچه والی پیکه کیږي، په دې مانا چې د لږو خبرو له منځه سمه خبره راوځي، په کار خو داده، چې ډېرې خبرې وشي او بیا له هغې منلې او کوټلې خبره یا منطق بېل شي، نوې مسله را منځ ته کول یوازې هغه خلک کولی شي، چې د مطالعې مزاج ولري، هغوی په مطالعه فکر کولی شي، فکر بیا دا توان ورکوي، چې نوی برداشت رامخ ته کړي. بله ورپېښ ګواښ چې کتاب لوست یې چې هغسې په کار ده، زیانمن کړی دی، هغه د مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره د کتاب لوستو تبلیغ دی، په وطن کې خپرندویه ټولنې د خپل بازار د پیاوړتیا لپاره کتابونه په خلکو لولي او دوی ددې لپاره دومره زیات تبلیغ کوي، چې خپل څارونکي احساساتي کړي او کتاب پرې واخلي، داسې ټولنې لکه زموږ چې ده او له پخوا د شعور او تجسس له نیمګړتیا خالي نه ده، نه یې په لیکوال پسې ګرځي او نه هم دا معلومات ورسره شته، چې دا کتاب ولې لیکل شوی یا ژباړل شوی، سره له دې ټولو پوښتنو بیا هم هغه کتاب واخلي او لولي یې، دی دومره د تبلیغاتو تر اغېز لاندې وي، چې هم په کتاب کې نیمګړتیا پیدا نه کړي او هم یې ورته هره کرښه او لفظ د کاڼي کرښه ښکار شي، اوس چې قضاوت سړی کوي، معلومه خبره ده، چې ووایي: ښه ددې کتاب لوستل به څه ګټه وکړي. یوه بله خبره دا ده، چې ډېر ښه ښه لیکوالان شته، خو د روپیو د نشتوالي له وجې کتابونه نه چاپوي او په مقابل کې یې، هغه خلک چې هېڅ یې کتاب په لوستلو نه ارزي او پیسې لري د ګټې وټې په کیسه کې هم نه دی، دا ډول خلک کتابونه د بازار منځ ته راوړي، څه په ډالیو خلاص کړي او څه یې، خپرندویه ټولنه په نشت بیه خلکو ته ورکړي، دې چارې هم د کتاب لوستو کار یوازې تر فېشنه محدود کړی دی، له همدې امله په وطن کې د چاپ کېدونکو کتابونو له منځه دویمه خبره نه راوځي، یوه وجه خو یې دا ده، چې نقادان دا ارزښت نه ورکوي، چې پرې وغږیږي او دویمه دا چې د فکر کولو خبره په کې نه وي او زیات تکراري مسایل لري. یوه بله لویه ستونزه په دې برخه کې د ټولنیزو رسنیو بې مهاري ده، هر چا ځانته یوه صفحه خلاصه کړې ده او بې له کوم فکره یې، چې هر څه زړه وغوښتل پرې لیکي او تر نورو رسیږي، هلته بیا نو بخت د هغوی دی، چې زیات څارونکي لري، له همدې اړخه دده خبره تر ټولو قوي او دمنلو وړ ګرځي، دغه خلک چې له نور دا ډول خلکو سره اړیکي لري، له سوچ پرته ورته کمپاین کوي او خلک اړ ایستل کیږي، چې دا اغېز په خان ومني، په دوی کې یوه برخه د کتاب هم ده، بیا چې هر چا څنګه او د هر چا د کتاب لپاره کمپاین وکړ، اخیستونکي یې ډېریږي، هر څوک هڅه کوي، چې همغه کتاب واخلي او عکس ورسره وباسي، تر څو د نورو کاروونکو له سیالۍ پاتې نه شي، دې کار هم کتاب لوست په فېشن بدل کړی دی، زما په باور مطالعه انسان لکه تخم په ځمکه کې ورک کوي او بیا یې، د یوه زړه راښکونکي موجود په توګه د ځمکې پر سر زرغونوي، خو زموږ د کتاب لوستونکو څخه دا توقع لرل، ماته د مار پښې لټول ښکاري، کتاب لوست او پر هغې فکر انسان ته ځانګړی سټایل ورکوي، چې د هغې له مخې یې شخصیت څرګندیږي او خوند وربښي، مګر دلته به یو څوک د زرګونو کتابونو د ویلو دعوه لري، خو نه یې په شخصیت کې خوند وي او نه هم ورسره کوم ځانګړی سبک وي. کتاب لوستل پر کتاب تر فکر کولو مهم نه دي، تاسې ته ستاسې د خپل ژوند تجربې هم یو عالم پوهه درکولی شي، خو شرط به دا وي، چې تاسې به پرې فکر کړی وي او نوې زاویې به مو په کې موندلې وي، نیمګړتیاوې او ښېګڼې به مو تشحیص کړې وي او په حل لارو به مو فکر کړی وي، کتاب لوستل کټ مټ همداسې دي او په همدغه رقم تجربه غواړي، که یو څوک په دې برخه کې ضعیف وي، اړتیا نشته چې کتاب دې ولولي او ځان دې پرې تکلیف کړي، شاید کتابونه لوستل د هر چا د وس خبره وي، خو دا د ډېرو کمو خلکو له وسه پوره ده، چې ښه کتابونه ولولي او له هغو په واقعي مانا د کتاب لوستو قوت تر لاسه کړي، د هر څېز فېشن ګرځول نه دي په کار او بیا خو د کتاب لوستل په هیڅ صورت نه، کتاب لوستل د معنویت د ریښو غذا ده، خو دا په هغه وخت کې چې کتاب لوست د مزاج له مخې وشي، نه د هغه څه له امله چې معنویات په خطر کې اچوي.
زموږ د نورو بدبختیو سربېره دا هم رانازله ده، چې ډېر خلک په کې د دروغو په مرسته باشعوره ښودل کیږي او دې مسلې د بازاریتوب تر کچې سطحیت ټوکولی دی، که کله په کتابونو فکر وشو، بیا به د فکر تودوخه عبارتونه ویلي کړي او په هغه قالب کې به یې واچوي، چې زموږ د ټولنې اخلاق، سیاست، تعلیم او نور په بنسټیز ډول د انسانیت د ښیګڼې لپاره ورغوي.