Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کراچۍ کې د افغان سوداګرو توکي لیلام شوي

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو توکي لیلام شوي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۳ مه) د پاکستان د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانټینر سوداګریز توکي د لیلام لپاره وړاندې کړي دي.
د یوه لیلاموونکي شرکت له لوري خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د افغان سوداګرو اړوند کانټینرونه پرانیستل شوي او په هغو کې شته سوداګریز توکي احتمالي پېرودونکو ته ورپېژندل کېږي.
د دغو توکو د لیلام اصلي لامل د کراچۍ په بندر کې د اوږدې مودې په مخه د افغان سوداګرو د کانټینرونو پاتې کېدل او له امله یې د درنو مالیاتو او نورو لګښتونو زیاتېدل بلل شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولانو د پاکستان دغه اقدام غندلی او هغه یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
دوی په دې باور دي چې د افغان سوداګرو د مالونو لیلام د سوداګرو پر پانګې او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېزې لرلی شي او هغوی ته مالي زیانونه پېښولی شي.
په ورته وخت کې، لا هم څرګنده نه ده چې د افغان سوداګرو څومره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې پاتې دي او تر اوسه یې څومره توکي لیلام ته وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې دي او د سوداګریزو لارو بندېدو او محدودیتونو افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي دي.

1 COMMENT

  1. یو وخت په افغانستان کی په همدې موضوع په یو تلویزیونی بحث کی د ولسي جرګې د یو سپېڅلی وکیل رمضان بشردوست او د صنایعو او سوداګرۍ خونی مرموز مرستیال خانجان الکوزي ترمنځ جنجال رامنځته شو چی رمضان بشردوست ورته ویل چی یا له پاکستان سره دا ستونزه حل کړۍ یا کومه بدیله لار نه ورته پیدا کړۍ او یا هم عمل بالمثل ورسره وکړۍ او د افغانستان لاری هم د پاکستان په مخ وتړۍ، او که زه ولسمشر شوم نه همداسي ورسره کوم،. په همدې حال کی خانجان الکوزئ پرې رابرګ شو او نژدې یی په بشردوست حمله کړی وه او د هغه د شان عزت په مقابل کی ډېری بدی ردی خبری وکړی او له تهدید سره ډکی چیغی یی پرې وهلی. نو اوس دی افغان سوداګران او عام خلک پوه شی پاکستان له افغانستانه د چا لخوا داسي زړه ور شوی او داسي بې باکه او بې ډاره داسي ګامونه پورته کوي.
    همدا اوس یی وخت دی چی عام افغانان او سوداګران د خانجان الکوزي، قربان حقجو او داسي نورو پاکستانی ایثارگران سره حساب وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...