Homeخبرونهافغان ملي لوبډله په تازه درجه بندۍ کې تر انګلستان مخکې شوه

افغان ملي لوبډله په تازه درجه بندۍ کې تر انګلستان مخکې شوه

تاند/ یکشنبه د لړم ـ عقرب ۳مه/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه‌بندۍ کې له انګلستان څخه مخکې شوه او د نړۍ اووم مقام یې خپل کړی دی.

د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، د خپرې شوې درجه‌بندۍ له مخې، افغانستان د ۹۴ نمرو په ترلاسه کولو سره اووم مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې انګلستان د ۹۳ نمرو په لرلو اتم مقام ته ښکته شوی او سریلانکا د ۹۵ نمرو په لرلو شپږم مقام لري.

افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه‌بندۍ کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دغه تاریخي لاسته راوړنه تکرار کړه.

درې اړخیزې سیالۍ؛ د افغانستان د پرمختګ لامل

د افغانستان د مقام لوړوالی له درې اړخیزو سیالیو وروسته ترلاسه کړ، هغه لوبې چې افغان ملي لوبډلې پکې زمبابوې او بنګله دېش ته په لوړو توپیرونو ماتې ورکړې او سریز یې په خپل نوم کړ.

افغانستان د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د دغو سیالیو په پایلوبه کې زمبابوې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې د افغانستان توپ‌اچوونکو د زمبابوې لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځوله. راشد خان د درېیو وېکټو په ترلاسه کولو سره د افغانستان د توپ‌اچونې په برخه کې غوره لوبه وکړه.

د توپ‌وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې، چې په پایله کې افغانستان په ۳۴.۳ اورونو کې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.

د انګلستان شاتګ:

په همدې حال کې، انګلستان له سریلانکا سره تر وروستۍ ماتې وروسته په نړیواله درجه‌بندۍ کې یو مقام له لاسه ورکړی دی.

انګلستان د ۴۳۰ منډو ستر هدف وټاکه، خو د خپلې موخې په دفاع کې پاتې راغی او سریلانکا وکولای شول چې د یو ورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د تعقیب له سترو بریاوو څخه یوه ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...