Home+د «اخبارونو» رومانس | نعمت‌الله صدیقي

د «اخبارونو» رومانس | نعمت‌الله صدیقي

د اردو ژبې د خورا پیاوړي سیاسي مبصر او کالم لیکوال نصرت جاوید تېر کالم د تېرې جمعې او هفتې په ورځ په اسلام اباد کې د اخبارونو په نه توزېع یا ویشنې لیکلی و، چې ګنې د کوم نامعلوم علت له مخې د اخبارونو مخه نېول شوې.
ښایي دا خبره اوس دومره مهمه نه وي، چې ولې د اخبارونو مخه نېول کېږي، ځکه چې د صحافت سانسور اوس تقریباً په ټوله نړۍ کې د جمهوري او غېر جمهوري دولتونو یو مهم اصل ګرځېدلی، چې د خپلو ګټو او منافعو په خاطر یې په مخنیوي ځان اړ بولي؛ اما دا خبره مهمه ده، چې د اوسمهالیو سوشل یا د دغه بې بندوباره عام یا لاسي رسنیو په شتون کې د اخبارونو لېدل اوس هم د خلکو د پام وړ دي، چې دولتونه یې مخه نیسي او خلک یې په اړه په تشویش کې دي؛ یعنې اوس هم اخبارونه لوستونکي لري!؟
زه چې په دغه مرض معتاد یم، د لاهور د «ډی ایچ اې» امیر صاب او د ریلوې سټیشن هغه سپین ږېری چاچا چې کله به یې «اپ کا پسند اخبارې اج نهی ایا تها» راته کړل؛ نو له پوزې او سر به مې تاو ووته. «ښه» خو د همغه زما د یوې خاکې د مخکوک «اخبار فروش» محمد خان کاکا منم، چې په کوهاټ یې بېخي د هیڅ اخبار ارمان نه و راپرې ایښی او بیا زما هغه ورځ هم یاد شي، چې که کله اوس هم اخبارونه ونه لولم؛ لکه بېخي یو جدي عصبي ناروغ چې هیڅ روغه خبره مې نه وي.
اوس چې سکرین یا ښيښې ته پاتې یو، هر سهار مې له تلاشي چوک لږ ورتېر د مخابراتو د څلورلاري په طرف د اخبار فروشۍ هغه لرګینه او خالي ټپرۍ ، چې ایله په یو رقم اخبار یا اونیزې یې پوښلي وي، بېخي له ستوني نیسي؛ خو حیف زما د وطن د خوارې او غریبې ورځې پر خلکو چې دغه یو رقم اخبار لوستنې او اخیستنې ته هم جوړ نه دي، دومره بې باوره دي، چې که دا اوس دې په لاس اخبار وویني، د درواغ په لوستنه دې متهموي؛ بېخي لکه دوی خواران چې رښتیا د رښتیا او دروغو په توپیر نه پوهېږي؛ حال دا چې دغه د نه لوستنې یوه توجیه یې د تېرو پنځوس کلنو استعماري اخبارونو او فرهنګي پروژو د درواغو په توپیر هم کېدای شي. یعنې دوی د اخبارونو رښتیا او درواغ پېژندلي دي.
خبر دا نه ده، چې ګنې اوسنۍ دور د اخبارونو یا تلویزونونو نه دی او یا یې لرو یا نه؛ خو دا خبره هم ناسمه ده، چې د اوسمهالیو عامو یا سوشل رسنیو په شتون کې فرڼت یا چاپ صحافت ته یې نه اوس کومه اړتیا شته او نه یې ممکن په راروان وخت کې داسې ډېر ضرورت پاتې شي، دا اندېښنه هم ماته چندان نه ښکاري، چې که چیرې رسنیز وضعیت همداسې وي، اخبارونه، تلویزونونه او راډیوګانې ممکن زموږ د حافظو تصویرونه شي؛ ځکه دا زموږ په تجربو کې ده، چې هر هغه شی، چې یوار خپل عروج ته ورسېږي یا یې په مقابل کې بل مصنوعي یا غېر مصنوعي څه شی رامنځته شي؛ نو نسبي زوال یې پیلېږي؛ مګر یو وخت بیا داسې راځي، چې نسبیت له منځه ځي او هغه پدیده بېرته خپل اصل ته راګرځي، چې یو وخت له منځه تللې وي؛ مثلاً همدا عام یا سوشل رسنۍ دي، په اوس وخت کې له هر چا سره د هر چا په لاس کې دي او فکر کوم هیڅ اخبار یا تلویرون او راډیو ته رښتیا هم څوک هغسې اړتیا ونلري؛ خو ولې دا اړتیا نلرل په دې مانا نه دي، چې ګنې دا رسنۍ ختمې شوې؛ سوشل رسنۍ خو د سرعت له پلوه دا د نورو رسنیو ارزښت محدودولی شي؛ ولې د دقت اصل یې هیڅوک نشي توجیه کولی؛ بلکې سوشل رسنۍ د خپل سرعت هومره غېر دقیق والی، دروغ، تحریف او پروپاګنډې انعکاسوي.
دا هغه خبره ده، چې د عامو مطبوعاتو او رسنیو اهمیت زیاتوي؛ موږ که هره ورځ نه وي، په دویمه یا درېیمه ورځ حتماً د داسې درواغو او پروپاګنډو شاهدان یو، چې ورسته له روڼاویو یې هم نشو منلی، د دغو مطبوعاتي ناندریو له بحث معلومولی شو، چې فرنټ او چاپي رسنۍ د دغسې انحرافي رسنیو پر وړاندې چې یوازې سرعت یې هدف دی، د خپل دقت په اساس هموغره اهمیت لري لکه پخوا چې یې و، دا داسې هم مثال کولای شو، لکه په تحقیق او څېړنه کې چې ماخذ مهم وي، په همدومره کچه د یوه روغ او سم خبر لپاره د رسنیو سورس هم مهم دی، اوس چې هره شېبه درواغ او پروپاګنډې خرڅېږي، باید خلک له داسې سورسونو خبر وانخلي، چې د دقت په ځای یې هدف موږ ته د سرعت غوندې یو شي اساس کړی وي.
اخبارونه، تلویزونونه او رادیوګانې که رومانس هم شي، د خپل هغه دقت له مخې یې څوک نشي کمزورې کولای، چې د دقت او رښتیا یې هدف او مرام وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...