Home+د ګاونډیو هېوادونو په امنیتي محاسبو کې بدلونونه

د ګاونډیو هېوادونو په امنیتي محاسبو کې بدلونونه

زلمی نصرت
 دنمارک
په خیبر پښتونخوا کې د مدني اعتراضونو له تودېدو او پراخېدو سره، چې تودوخه یې اسلام‌اباد ته هم رسېدلې او له نښتو او تاوتریخوالي سره هم مل ده، افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د سیالو زبرځواکو د پام وړ گرځیدلی دی.
په داسې شرایطو کې افغانستان ته د روسیې، بریتانیا، عربي او  ځنو اروپايي هېوادونو د چارواکو سفرونه، پاکستان ته د روسيې د کورنیو چارو د وزیر هم مهاله سفر، د یوې گډې اندېښنې څرگندونه کوي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کې د امنیتي وضعیت له کنټروله وتل،په ایران کې د بلوچستان او زاهدان په سیمو کې کړکیچ. دا وضعیت، که څوک یې غواړي او که نه، د منځنۍ اسیا د هېوادونو، تر کشمیر او قفقاز او ایران پر امنیت هم اغېز کوي.  نو ځکه په همدې حال کې، د منځنۍ اسیا هېوادونو د داعش خراسان د فعالیتونو له پراختیا او د دې ډلې د نفوذ له زیاتېدو په اړه اندېښمن دي.
له همدې امله، د ځینو شنونکو هغه تحلیلونه چې وروستي تحرکات په افغانستان کې د اوکراین پر سر د امریکې او  روسې د معاملو په رڼا د نظام د بدلون له هڅو سره تړي، له بنسټه ناسم برېښي.
روسیه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به داعش ته اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد جنوبي پولو ته ځان ور ورسوي او هلته امنیتي گواښونه رامنځته کړي. مسکو په همدې موخه غواړي د دې گواښ د مهارولو لپاره له طالبانو سره همکاري وکړي او خپل دریځ طالباتو‌سره شریکه کړي.
په همدې ډول، د ایران د سوداگریزو پلاوو د سفرونو تر شا هم، د اقتصادي موضوعاتو ترڅنگ، امنیتي مسایل  ځای لري.
د منځنۍ اسیا هېوادونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې د داسې فرصت په لټه کې وو چې له دې لارې خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او د سیمې بازارونو ته د لاسرسي نوې لارې ومومي. هند او چین هم له کابل سره د همکارۍ په لټه کې دي او د همدې تگلارې په چوکاټ کې فعالیت کوي.
بل لور ته، امریکا، بریتانیا او عربي هېوادونه هم نه غواړي چې د افغانستان د تحرکاتو او راتلونکو بدلونونو ډگړ په بشپړه توگه سیمه‌ییزو لوبغاړو ته پرېږدي او پخپله له دې معادلو څخه بهر پاتې شي.
له همدې امله، د اوسنیو تحرکاتو اصلي محور باید د سیمې او نړۍ د هېوادونو په امنیتي اندېښنو، سوداگریزو گټواو ستراتیژیکو موخو کې ولټول شي، نه د طالبانو د نظام په نسکورولو یا بدلولو کې.
په  پای کې دا وایم چې:  زما له باوره، د پاکستان وخت ناوخت هوايي او ځمکني تېري پر افغانستان، پر کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار راکټي بریدونه، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله‌ییز او غیرانساني ایستل، د سرحدونو تړل او د سوداگرو پر وړاندې خنډونه، او د طالبانو د مخالفینو تسلیح کول؛ دا ټول هغه اقدامات دي چې د طالبانو د تضعیف او بې وسه کولو پر ځای د هغوی د لا پیاوړتیا لپاره  زمینه  او فضا برابره کړې ده. د دغو فشارونو په پایله کې، طالبان د لا احتیاط، لا خپلواک تصمیم نیولو او له گاونډیانو سره د اړیکو په برخه کې د متقابل باور د رامنځته کولو پر سیاست ټینگار  وکړي.
دوی لا هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ تنظیم کړي او ځان د یوه کمزوره لوري پر ځای د یوه سیال او خپلواک ، ځواکمن او اغیزمن لوبغاړي په توگه مطرح کړي.
په حقیقت کې، فشار، گواښ او اقتصادي محدودیتونه تل د مقابل لوري د کمزوري کېدو لامل نه کېږي؛ کله ناکله د هغه د یووالي، سیاسي مقاومت او خپلواک دریځ د پیاوړتیا سبب هم گرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...