Homeخبرونهیونیسف او ازبکستان افغانستان ته د درملو د برابرولو پر اسانتیاوو خبرې...

یونیسف او ازبکستان افغانستان ته د درملو د برابرولو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) د ازبکستان د روغتیا وزارت چارواکو او په افغانستان کې د یونیسف استازي په یوه ګډه غونډه کې افغانستان ته د درملو د رسولو د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د درملو د بیو بې‌سارې لوړېدو او د درملو کمښت، ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونه ستونزمن کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز، په افغانستان کې د درملو د کمښت او د بیو د لوړېدو سبب شوی دی. له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو هم دغه ستونزه نوره پراخه کړې ده.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله، د ازبکستان د روغتیا وزارت اړوند د طبي صنعت او درمل جوړونې د پراختیا ادارې له مسوولانو سره په کتنه کې، د لوړ کیفیت درملو د برابرولو او افغانانو ته د ازبکستان د درملو د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو مخکې، چې د تېر میلادي کال په اکتوبر کې وشول، د افغانستان له ۷۰ سلنې ډېر اړین درمل له پاکستانه واردېدل. د دغو وارداتو درېدو د هېواد د درملو بازار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې د کندهار، روزګان، زابل او هلمند ځايي سرچینو هم راپور ورکړی چې د روغتیايي خدمتونو او طبي وسایلو کمښت ناروغان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...