چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Home+له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید

له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید

پوهاند نصرالله ستانکزی

(اوومه او وروستۍ برخه)

   اتلسم – حزم د احتیاط:

   حزم چې د لیرې لیدنه او راتلونکې ته پام، احتیاط او هوښیارتیا او قاطعیت له تدبیر سره؛ په ماناوو استعمالیږي، د خوشال بابا له نظره یو سیاستوال او واکمن هغه باید ولري.

   د خوشال خان له نظره د واکمن چار چاپیره له خپلوانو ‌او اقاربو څخه نیولې بیا تر بل هر چا چې هغه ته لاس رسی لري، د خپلو موخو لپاره، واکمن ته ښایي تملق او غواړه مالې وکاندي؛ نو واکمن ته په کار ده چې چې هوښیار، قاطع او خپل راتلونکې ته یي پام وي. دی وایي:«د ملوکانو دوستان که وایي هیڅوک نشته تر فرزندانو‌ پورې دا چه څوک ورته خوش آمد و تملق تسلیمونه کا واړه د ځان له پاره که دی په حیات صورت د ځایه پاڅي یا خلع شي ده سره به هیڅوک وفا و نه کا، واړه به هغه بل لره ورزغلي. هر څوک د خپل غرض بنده دی. که یو خوار ذلیل سړی ملوک تربیت کا، تر لویه دولته تر مرتبې ورسوي چه یوه ورځ یې زړه بد شي هسي به نه وایي چه څه شو، ورځنی به پرخاش کا، که ښکاره له ډاره نه وایي پټ به ورځنی بد وایي -بل د دولت د معشوقې طالبان ډیر – که زوی وي چه ځوان شي پلار یې لا هسي زوړ نه وي، رضایي دا وي چه که دا پلار ومري زه به یې په ځای کښینم. اکثر به دا هسی وی الا ماشا الله، عزیزان خو لا بلا په دا کار کښې تر دښمنو نه له دوستانو چه خپل وي لا حزم او احتیاط بویه.»

  بیا خوشال خان خټک؛ د سلطنت او واکمنیو دښمنان په دوو ډلو ویشي: ذاتي او عارضې ن. د پاچاهی ذاتي  دښمنان هغه بولې چې د سلطنت او خاورې د نیولو نیت لري او د هغه د ترلاسه کولو له پاره هڅه کوي، د ده له نظره دا ډول دښمنان هیڅکله خپل دریځ نه بدلوي؛ او د هغوی په وړاندې باید له حزم سره چمتووالی په کار دی، خو؛ د عارضي دښمن سره روغه او مصالحه کیدای شي.

 خوشال بابا په دې هکله داسې ارشاد فرمایي:«د عارضي میرڅي امید د رغیدو د اشتۍ د اصلاح شته اما د ذاتي امکان نه لري. هر څوک د ملوک د ملک غلیم دی یا د مذهب تر بله غلیمه، احتیاط تر هغه اولي – که په قول په عهد یې باور اعتبار وکا ضرر به‌ بیا مومي، که یې لاس رسیږي د دې هسي غلیم فکر دی بر اصل کا…»

 نولسم -د ورع د طاعت د عبادت:

 خوشال خان د ملوکانو ورع (تقوا) د فتوا سره مطابق گڼې، لکه چې وایي:«د ملوکانو ورع خو فتوی ده، چې په فتوی ودریدل ځان دی هسې شماري لکه متقی  مشایخ، فتوی به یې د تقوی تر دولت ورسوي. هم دغه تقوی ده چې فتوی ده.»

 خوشال خان خټک دا خصلت ته په دغه سترگو گوري او وایي:«د رعیت د سپاه توابع خویندې لوڼه دي هسی شماري لکه خپلې خویندې، لوڼه چه د ده دربار امانت گاه او صیانتگاه وي، د هر چا ورته ورتله بې د یاره بې وسواس هور ته سبا، بیگاه وي، ماکولات، مشروبات دې د حلالئ وجهې وي. ملبوسات، پوشاک یې که د شبهی د مال وي شاید، هر چه حرام مال وي هغه به خرڅ د عمارت، د وسلې د اسلحې وي. هر چه مسکرات مناهي وي له هغو دې په بیار ته اوسي. محبت دې له عالمانو له صالحانو کا، پنځه وخته لمونځ دې په مسجد کښې په جماعت کا، که مسجد ورته یې فرصت نه وي جماعت دې په کور وکا. حدیث دې د رسالت پناه: چه پنځه وخته نومنځ گذاري، حلال حلال گڼي، حرام، حرام شماري، ځای یې جنت دی.»

  شلم – استغفار:

 خوشال بابا وایي هر انسان که هغه واکمن وي او‌ که یو عادي کس، حتما ترې خطا او گناه تر سره کیږي، نو‌ ټولو لره په کار ده چې استغفار او توبه دې له یاده نه باسي.

له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...