پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د غني خان په درېيو بيتونو کې د اهورا او اهريمن شننه

د غني خان په درېيو بيتونو کې د اهورا او اهريمن شننه

 دوکتور سيد اصغر هاشمي

غني خان د پښتو ژبې ستر شاعر دی. په شعرونو یې ډېرې څېړنې شوې دي او هر چا له خپله لیده پرې نظرونه ورکړي دي. چا ورته فلسفي لیونی ویلی دی، ځینو ور څخه صوفي جوړ کړی دی او په همدې ډول هر چا له خپل نظره پېژندلی دی. د غني خان شعرونه فلسفي، تصوفي، عرفاني، خدای پېژندنه، مذهبي، سیاسي، انسان پالنه او د داسې نورو خواوو په درلودلو سره یې د ځانګړې لارې مخکښ ګڼلی نه شو. په شعرونو کې یې د ټولنیزو مسایلو څرکونه شته؛ یعنې شعرونه یې فلسفي، تصوفي، هیومانیستي او داسې نورې خواوې لري، خو دا هره خوا پکې په منظم او سیستماتیک ډول راغلې نه ده. په شعرونو کې یې فلسفه د یوې لویې څانګې په ډول په ځانګړي ډول ښکلایزه فلسفه لیدل کېږي. ډېر څېړونکي ورته فلسفي شاعر وايي خو دا نه څرګندوي چې د فلسفې کومه برخه یې په منظم ډول کارولې ده. په دې لیکنه کې د غني خان درې بیتونه توضېح کوم چې د غني دغه غوره شوي بیتونه د کومو مسایلو یادونه کوي او د منځپانګې له مخې څه وايي. د شاعر په دغو بیتونو کې د انساني خیر او شر یادونه کېږي. په بېلا بېلو علومو او دینونو کې له خیر، مطٔمینه نفس او اهورا مزدا څخه په ورته ماناوو کار اخیستل کېږي چې د ورته والي برخې یې سره یو شان دي او همدارنګه شر، اماره نفس او اهریمن په یو مانا پکارېږي. هر انسان د خیر او شر د خواوو په درلودلو سره وخت تېروي او د انسان د برلاسۍ یو لامل چې له نورو موجوداتو یې لري، د متقابلو خواوو درلودل دي. انسان ته خیر رسول د انسان معنويت سره تړاو لري. د افلاطون د مُثل په نظریه کې د انسان معنویت او جوهري جوړښت د هر شي اصل او د هر شي شا ته یو بل شي ته ارزښت ورکول دي او د انساني اروا په اړه خبرې کوي. انسان د متضادو خواوو په درلودلو سره د خیر او شر خواوې لري. د انسان داخلي نظام، تېر ژوند، وراثت، ټولنه، لاشعور، ټولنیز لاشعور او داسې نورې خواوې د انساني خیر او شر د پیدا کېدلو لامل ګرځي. کله د انسان خیر په شر غالب وي او کله شر په خیر غالب وي. د خیر او شر دغه جګړه د نړۍ په انسانانو کې پايښت (دوام) لري او کله ـ کله ور څخه انسان ځان خلاصولی نشـي؛ يعنې دنننی نظام، تېر (ماضي)، کورنۍ، ټولنه، لاشعور او ټولنیز لاشعور په خیر او شر کې بنسټيز رول لري. زردشت دغو دوو خواوو ته اهورا او اهریمن وايي، په یو نظر چې دا دواړه ورونه دي، اهورا یې خیر غوښتونکی دی او اهریمن یې شر غواړي، د دې دواړو جګړه روانه ده، د دوی جګړه له هابیل او قابیل سره ډېر توپير نه لري، هلته هم د خیر او شر موضوع د یادونې وړ ده او دلته هم همدا موضوع ده.

په اسلام کې د مطٔمینه نفس او اماره نفس د جګړو یادونه کېږي. د اماره نفس استازیتوب شیطان کوي او د مطٔمینه نفس اړیکې له ښه انسانتوب سره وي. په انساني افکارو کې انساني خیر د دې لامل کېږي چې انسان نورو انسانانو ته هر ډول انساني ښېګڼې ورسوي او شر غوښتونکی انسان نورو انسانانو ته د خیر پر ځای شر رسوي؛ يعنې خیر په سیده او ناسیده ډول خیر زېږوي او له شر څخه شر پیدا کېږي. د جذب د قانون پر بنسټ مثبت افکار مثبتې لاسته راوړنې لري او منفي افکار د منفي کړنو لامل ګرځي.

(زردشت په خپل دین کې خپلو لارویانو ته د فکر کولو، خبرې کولو او د ښه کار کولو لارښوونه کوي چې د همدغو درېیو کړنو پر بنسټ انسان اهورا مزدا ته نژدې کېږي.) ۱. صفت، ابراهیم نیک. (سال چاپ ندارد).روش، مبانی و نظریه انسان کامل در اسلام و انسان ګرایی. سال هفتم، شماره ۲۵، مخ ۱۰۰.

زردشت ښه انسان د اهورا مزدا له نسله ګڼي او په دې فکر دی، هغه څوک چې انسانپال وي، د اهورا له نسله دی او هغه څوک چې انساني ستونزې لري، د اهریمن په امر کار کوي. په زردشتیزم کې د ارباب الانواعو دواړه ډلې له ستر ارباب الانواع زروان څخه پیدا شوي دي. په یوناني اسطورو کې (کرونوس) دوې ډلې ارباب الانواع (تیتانهاو) خیر او (سیکلوپها) شر پنځوي او په (عهد عتیق) کې د هابیل او قابیل جګړیز داستان د خیر او شر بېلګې دي.

د غني خان په غوره شوو بیتونو کې د شیطان او انسان یادونه او د خیر او شر ښودنه په دې دلالت کوي چې انسان د متضادو خواوو درلودونکی دی. وايي:

دې تن کې پټ شیطان که وي

ښکاره خو شیطان نشته

د دې وجود زه خان یمه

بل هېڅوک یې خان نشته

که ښه وي او که بد وي

فیصلې ټولې زما دي ۲. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

شاعر په لومړي نیم بیتي کې وايي: (دې تن کې پټ شیطان که وي) ۳. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

دلته له تن څخه یادونه شوې ده، که له تن څخه موخه د انسان ظاهري جوړښت وي، نو شیطان د انسان په دننه کې وي او که له تن څخه موخه د انسان داخلي او بهرني جوړښت وي، شیطان د انسان په داخلي رغښت کې پیدا کېږي او د بهرنیو حسونو په وسیله یې کړنو کې ښکاره کېږي. کله چې انسان ناسم کارونه کوي او یا هر بهرنی غړی ناسمې کړنې سر ته رسوي، لامل یې په داخلي نظام کې ستونزه ده. په تصوف او عرفان کې نفس، نوس او شیطان په یو مانا ښودل کېږي، چې اصلي ځای یې زړه او اروا ښودل شوې ده. کله چې د تن خبره کوو، نو په همدې وخت کې د انسان له داخلي نړۍ په اړه پوهاوی اړین دی. که انسان د مادیت برخه لري، نو د معنویت خوا یې هم د ستاینې وړ ده. اهریمن او شیطان د انسان په نظام کې شته چې په بهرني او داخلي خواوو کې ځان ښکاره کوي. که یو انسان د خپل هر غړي ناسمه ګټه اخلي، فکر او لید داسې دی، چې دا کار د شیطان دی، شیطان له انسان سره شته، نو ځکه پرې ناسمې کړنې سر ته رسوي.

(فرانسوي عالم سارتر وايي: په څرګند ډول د انسان په وجود کې یو داسې توکی «عنصر» شته چې هغه د مادي کایناتو برخه دي؛ يعنې غیر مادي دی او زموږ هم دا فکر دی چې که چیرې یو انسان له مادې پرته که اروايي نه وي، نو موږ به هیچېرې دا موجوده علوم او فنون نه وو تر لاسه کړي.)

۴. شینواری، امیر حمزه. (۲۰۱۳ز). غنچک. تحقیق، ترتیب او تدوین کلیم شینواری. پېښور، اریانا خپرندویه ټولنه، مخ ۷۸.

سارتر انسان د دوه ګونو جوړښت درلودونکی ګڼي. د ثنویت په نظریه کې د انسان حقیقت له دوو برخو اروا او جسم، نفس او بدن یا ځان او مادې څخه جوړ او تر بحث لاندې نیسـي. دغه نظریه ډېره پخوانۍ ده چې د انسان د ذات حقیقت په اړه خبرې لري او په دې اړه بحثونه د افلاطون په فلسفه کې راغلي دي. د دې نظریې پر بنسټ انسان له دوو برخو جسم او اروا څخه یادونه کوي. د اروا برخه اسماني ګوهر دی، تلپاتې دی، ښه او عالي دی او جسماني برخه یې مادي ده، فاني ده، شیطاني ده. د فساد او حیوانیت منشا ده. په دې نظریه کې د اخلاقو اړیکې له اروا سره ښودل شوې ده او جسم ته په سپکو سترګو کتل شوي دي. نیو افلاطونیزم په دې نظریې ډېرې خبرې لري او داسې وايي چې روزنه له جسم سره هېڅ اړیکه نه لري. دغه نظریه د ډېرو صوفیانو د عقایدو بنسټ او منشا ده، دوی دونیا پرېښودونکي دي، افراطي زهد کوي او له طبیعي ژوند څخه یې مخه اړولې ده. ایډیالیستي نظریه د انسان چارې معنوي ګڼي او د انسان د ذات حقیقت یواځې جوهر ښيي. د انسان دغه جوهر مادي او جسمي نه دی، معنوي دی، ظاهري نه دی، باطني دی. په حقیقت کې دا جوهر اروايي او غیر مادي دی او د نفس او اروا په نوم یادېږي.

د شاعر له تن څخه موخه د انسان کالبد دی چې په دې برخه کې د انسان دوه ګوني رغښتونه د یادونې وړ دي. شاعر شیطان په تن کې ښيي. مخکې یادونه وشوه چې ډېر وخت په تصوف کې نفس او شیطان په یو مانا یادېږي، خو سره توپير لري.

(نفس او شیطان د یو انسان د ټولو اروايي او اخلاقي مرضونو اصل دی. د تصوف د هرې سلسلې په شان روښاني سلسله د نفس او شیطان د نغوتو او له تحریکاتو څخه خپل سالک خبروي او ورسره له دې نغوتو څخه د ځان ساتنې او ژغورنې طریقې هم ښيي. د روښاني سلسلې د تعلیماتو په رڼا کې د نفس او شیطان نغوتو او کارونو ته د سالک پام راګرځول شوی دی او په اروا او اخلاقو د نا سمو اغېزو وضاحت کوي.) ۵. خویشکی، ارزاني. (۲۰۰۵ز). د ارزاني خویشکي کلیات. سمون او څېړنه پروېز مهجور خویشکی. پېښور: پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسټي، مخ ۱۲۲.

شاعر په دې اند دی چې شیطان د انسان په دننه کې پټ دی، ښکاره خو نه ښکاري، کله چې انسان هره ناسمه کړنه سرته رسوي او په ښکاره ډول خراب عمل تر سره کوي، په حقیقت کې د دې کار شا ته یو محرک شته چې بدو کارونو ته یې هڅوي، کله چې انسان بد کارونه سر ته رسوي، په دې کې د شیطان لاس وي. په دویم نیم بیتي کې وايي: (ښکاره خو شیطان نشته)  ۶. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

شیطان یو داسې شی نه دی چې په سترګو ښکاره شي، شیطان د انسان په عمل کې ښکاره کېږي. په هر انساني بد کار کې د شیطان لاس دی. شیطان د انسان سره ملګری دی او د انسان او شیطان دښمني به تر قیامته پورې دوام لري. د شاعر د لومړي نیم بیتي څخه څرګندېږي چې شیطان که په تن کې پټ وي، نو له (پټ) څخه موخه د انسان په دننه کې ښيي. د انسان په عملونو کې شیطاني اعمال ښکاره دي او همدغه یې ښکاره ثبوت دی.

د زردشت په دین او ایین کې شیطان له اهریمن سره سیده او ناسیده  اړیکې لري.

(زردشت د موجوداتو لپاره په یو واحد مبدا باوري دی چې هغه ته (اهورا مزدا) وايي. نُور او ظلمت یا یزدان او اهریمن دواړه حادث بولي. نوموړی په دې عقیده دی چې: (د هستۍ نظام د نُور او ظلمت او یزدان او اهریمن د لښکرو او په وروستۍ پایله کې د قوې او مادې د امتزاج د یو ځای کېدلو په وسیله ټینګېږي، نو دلته د ټولو ښو چارو سرچینه یزدان او د ټولو ناوړه چارو سرچینه اهریمن دی او د یزدان او اهریمنانو لښکر تل سره په جګړه کې دي او خلک به هغه وخت نیکمرغه او سړی به هغه وخت هوسا شي چې د اهریمن نژاد له منځه ولاړ شي.) ۷. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ۴۴.

اهورا مزدا له دوو کلمو (اهورا) او (مزدا) څخه یې ريښه اخیستل شوې ده چې د اوستا په ګاتونو کې لیدل کېږي او کله کله اهورا مزدا د (اهورا) او (مزدا) په شکل بېلا بېل راوړل شوي دي او (مزدا اهورا) په ډول یې هم یادونه شوې ده. په اوستا کې اهورا مزدا د (اهورا، اورمزَد، هورمَزد، اورمُزد، هورمُز، هُرمُز او ورمز) په نومونو یاد شوي دي چې د ښو شیانو پیدا کوونکي ته وايي.

د اهورا مزدا کلمه په اوستا کې شته او د یو ارباب الانواع نوم دی. دا کلمه له دوو (اهورا) چې د هستۍ او پیدايښت په مانا دی او (مزدا) له دوو کلمو څخه جوړه ده چې (مز) د ستر او (دا) د پوه او دانا په مانا دی، نو (مزدا) ډېرې سترې پوهې ته وايي او د دوی په اند د هر انسان دنده ده چې ډېره پوهه تر لاسه کړي، نو له پورته خبرو دې پایلې ته رسېږو چې اهورا مزدا د هستۍ ډېرې سترې پوهې ته وايي.

د ساسانیانو په وروستي وخت کې د بندهشن په نوم اثر ولیکل شو چې د اهورا مزدا مخالف او د بدیو پنځونکي ته یې اهریمن وايه. په زردشتي دین کې هېڅکله اهریمن له اهورا مزدا سره د مقابلې توان نه لري، خو د (زروانیانو) په باور اهریمن د اهورا مزدا ورور او رقیب وه او د (زروان) اولادونه دي او اهریمن خپل پېژند لري.

د خیر او شر او یا د اهورا مزدا او اهریمن په دې بحث کې د یادونې وړ دی چې د لومړنیو انسانانو هابیل او قابیل جګره هم د خیر او شر جګړه وه او هر یو له یوې کورنۍ (اهورا او اهریمن) سره اړیکه لري او د بېلا بېلو هويتونو درلودنکي دي او د انسانانو تر منځ د اهورا او اهریمن لومړنۍ جګړه هم له هماغه ځایه پیلېږي.

زردشت وايي:  (د عالم د پیدایښت بنسټ پر اجدادو ولاړ دی او دا خاورینه کره د نېکۍ او بدۍ یا د یزدان او اهریمن د لښکرو د مبارزې ډګر دی او کاینات د دې ځواکونو د کښلو راکښلو په منځ کې واقع دی. د بشـر نیکمرغي او بد مرغي د دغو دوو متضادو شیانو د مبارزې په پایلې پورې اړه لري، ابدي جنت د یزدان د پیروانو او د هغو خلکو په برخه دی چې ښه نیت او فکر ولري، د خلکو سره ښه وینا وکړي او د ښه کردار درلودنکی وي او دوزخ د ناوړو او اهریمن د ارواوو ځای دی.) ۸. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ۴۵.

د غني خان درېیم نیم بیتی دی: (د دې وجود زه خان یمه) ۹. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

شاعر په دې نظر دی چې شیطان کوم تحریک کوونکی شی نه دی چې دې ته تاوان ورسوي. کله چې انسان بد اعمال په تکراري ډول وکړي، شیطان ورسره ملګرتیا پیدا کوي او د انسان په وینه او اروا کې ځای پیدا کوي، دی بیا کولی شي چې د انسان واک په خپل لاس کې واخلي، هره بده کړنه پرې وکړي. په شعوري کړنو کې یې لاسوهنه کوي او ډېر وخت اراده ور څخه اخلي. شاعر وايي چې شیطان نشته، د خپل داخلي نظام مشري زما سره ده، نه شیطان پکې شته او نه شیطان پکې مداخله کولی شي، خو حقیقت دا دی چې هر انسان سره شیطاني وسوسې شته او شیطاني اعمال تر سره کوي، له چا سره د شیطان ملګرتیا ډېره وي او له چا سره لږه وي. په چا ډېر غالب وي او په چا لږ غالب وي. شاعر د خپل وجود، تن او انساني رغښتیز نظام مشر خپل ځان ګڼي. له وجود څخه یې موخه د انسان تن او ټول داخلي جوړښت دی. دلته (زه) د انانیت په مانا نه دی. دلته (زه) د دکارت د نظريې له مخې هماغه (زه) دی چې انسان د ځان په اړه لومړنی فکر کوي او دی پوهېږي، چې موجود دی او شته.

(د دکارت مشهور اصل (فکر کوم، نو یم!) د (فکر کوونکي «من») په چوکاټ کې انسان ته محوریت ورکوي او د انساني فلسفې د پیل ټکی و.) ۱۰. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ ۸.

کله چې دکارت وايي چې (زه فکر کوم!)، نو فکر کول او عقلانیت د انسان امتیاز دی، بل څوک دا فوقیت نه لري چې فکر وکړي. فکر کولو ته اسلام او نور دینونه خپل لارویان هڅوي. زردشت په ښه فکر کولو خبرې کوي، اسلام په فکر نه کولو انسان محکوموي او په فکر کولو انسان د لوړیتا پوړۍ تر لاسه کوي. بودا د سپېڅلي او ښه فکر او نیت یادونه کوي. کله چې د فکر موضوع یادوو، نو فکر د ښو کړنو لپاره کېږي، د پرمختګ او انساني افکارو د پلي کولو په موخه وي. فکر انسان ته لار ښيي، نورو سره د همدردۍ، عدالت او نېکبختۍ لامل ګرځي. فکر کول د هر چا کار نه دی، د انسان کار دی، انسان ته ورکړل شوی امتیاز دی. د انسان د برلاسۍ لامل دی. د ځان په اړه فکر کول، د نړۍ په اړه فکر کول دي. ځان پېژندل، الله پېژندل دي، په ځان حاکمیت په نړۍ حکومت دی، په نړۍ څېړنه له ځان څخه تحقق مومي، په ځان څېړنه په نړۍ څېړنه ده. انسان هغه وخت په وجود باندې مشـري کولی شي چې د ځان پېژندنې پوړۍ ته رسیدلی وي. کله چې شاعر وايي شیطان او اهریمن نشته او ناوړه نفسونه په ما حکم چلولی نه شي، نو دلته دې پایلې ته رسېږو چې انسان د ځان پېژندنې مرتبه تر لاسه کړې ده.

د (ځان ـ زه ـ من) پېژندل په حقیقت کې د خدای تعالی پېژندل دي، د ځان کشفول د ټول نظام کشفول دي، په ځان کې سفر کول د ځان پېژندنې بنسټ دی، هغه تګ دی چې ډېر شیان د کشف او شهود په مرسته په کې تر لاسه کېدلی شي. په عرفاني نړۍکې معنوي او اروايي زېږېدنه او یا د معنوي مرګ موخه د حقیقت د کشفولو لپاره پیلېږي او ځان پېژندنه یې ښه وسیله ده. معنوي زېږون په خپل ځان کې سفر کول دي، د دې سفر معادل په ټولې نړۍ کې سفر کول دي، دا هغه سفر دی چې پای نه لري، تر کومه چې انسان د اروا درلودونکی وي، دا سفر به دوام لري، د انسان حقیقي ژوند هغه دی او یا انسان په حقیقي ډول تر هغې ژوندی وي چې د ځان پېژندنې په سفر کې وي. حقیقي مرګ د ځان په نه پېژندلو کې دی. د دویم سفر لویوالی د نړۍ له ټولو هستیو څخه ستر دی.  شاعر د خپل وجود «خان» دی. مشـر دی او په خپل ځان حاکمیت لري. اهریمني ځواک نشـي کولی چې له ده سره مقابله وکړي. په دننه کې یې د خیر (اهورايي) خوا دومره پیاوړې ده چې شر ورسره مقابله کولی نشي.

څلورم نیم بیتی دی: (بل هېڅوک یې خان نشته) ۱۱. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

شاعر په ځان حاکمیت ته اشاره کوي. کله چې انسان د خدای پېژندنې وروستۍ پوړۍ ته ورسېږي، بد کارونه نه کوي او یا بد کار ترې نه کېږي او له شیطان سره مقابله کې دی غالب او نفس مغلوب وي، خو د دې خبرې وضاحت اړین دی چې له انسان سره شیطان شته، د چا په کړنو کې ډېره مداخله کوي او خپلې موخې پرې عملي کوي او له ځینو سره مقابله کولی نه شي.

شاعر په وروستي بیت کې وايي: (که ښه وي او که بد وي ـ  فیصلې ټولې زما دي) ۱۲. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

له ښه او بد څخه یې موخه شیطاني او انساني کړنې دي. د ښو او بدو په کړنو کې د انسان واک اړین دی، خو کله کله ډېرې بدې کړنې په انسان تپل کېږي او د انسان واک سلب شوی وي.

د ښو او بدو کولو په وخت کې پرېکړه له انسان سره وي. د بدو کړنو په کولو کې شیطان لاس لري او د ښو په نه کولو کې هم شیطان اړین رول لري. د انسان په دننه کې دغه دوه ګونې جګړه روانه ده چې د اهورا او اهریمن دغه جګړه به تر قیامته پورې وي او هر انسان به له دې ستونزو سره ښکیل وي. د حیوانیت او ملکیت په دې مجادله کې انسان باید د افراط او تفریط په منځ کې پاتې شي.

د ثنویت په اړه ډېرې خبرې په فلسفي پوهنو کې شته. د زردشت په ګاتونو کې د اهورا مزدا او اهریمن یادونه شوې ده او د دوی تر منځ په دایمي ستونزو او جنګونو خبرې کېږي. زردشت اهورا مزدا د پیدا شوو شیانو او خلق شوو هستیو لامل ګڼي او د خیر درلودنکی یې بولي او د دې پر وړاندې د شر وجود نه لري.

(«انګره مینو» یا بده او خبیثه پوهه د وخت په تېرېدلو په اهریمن واوخت او د نړۍ بد او ناسم شیان دي او سپېڅلې پوهې ته «سپنتا مینیو» وايي. دغه دوه خبرې د عالم په اغاز او لومړیو کې یو یې نېکي ده چې د زردشت په وینا په فکر، وینا او عمل کې څرګندېږي او بدي یې هم په فکر، وینا او عمل کې ځان ښکاره کوي او په دوی کې کامل انسان هغه دی چې نېکي غوره کړي. زردشت د نېکي او بدي په هکله داسې فلسفي نظر لري چې نړۍ الله تعالی پیدا کړې ده خو دوه اصله شته چې د انسان له ذهن څخه لاسته راځي. دی وايي چې دا دوه (خیر او شر) موضوعګانې د انسان له ذهن او فکر کولو څخه لاسته راځي او د دوی کړنې (فکر او علم) یو پر بل اغېز لري. دا دواړه خواوې د انسان په دننه کې شته او د ثنویت دغه دوه ګوني موضوعګانې په نورو مذهبونو او فلسفي مکتبونو کې یې هم یادونه شوې ده، لکه خیر او شر، اهورا او اهریمن، مطٔمینه او اماره نفس او داسې نور.)۱۳. توفیقی، حسین. (۱۳۸۵). اشنايی با ایین هندویسم. ګنجینه، مخ ۷.

د زردشت په اند طبیعي قوانیو کې بدي او نېکي نه شته، بلکې ښه او بد، نېک او شر د انسان له فکر سره اړیکه لري او غوره کوونکی یې انسان دی. د حقیقت پلټونکو او پوهانو باندې غږ کوي چې دې حقیقت ته پام وکړي. نېکي او بدي په یو وخت کې د انسان په فکر کې خطور کوي او د انسان په عمل، وینا او فکر کې ښکاره کېږي. زردشت په دې اند دی چې طبیعي قانون ستونزه نه لري، ستونزه د انسان په فکر او د فکر په تولید کې ده، خو د دې خبرې یادونه نه کوي چې فکر له کومه کېږي؟ د فکر د تولید وسیلې او سرچینې کوم دي؟ فکر او کړنې له ټولنې سره کومې اړیکې لري؟ په اصل کې ټولنیز قانون د طبیعي قانون برخه ده، بدې ټولنې بد انسانان او بد فکرونه زېږوي او ښې ټولنې ښه فکرونه. د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې ټولنې ښه فکرونه او انسانان یې جوړوي؛ يعنې د ټولنې او انسان اړیکې د نوک او ورۍ په ډول دي او د ټولنیزو ستونزو پدېده د ځینو علتیزو پدېدو زېږندنه ده او د انساني ستونزو پدېدې له ټولنیزو ستونزو سره تړاو لري. د ښو کولو او بدو نه کولو پرېکړه له انسان سره ده، خو په انسان کې یو داسې داخلي ځواک شته چې انسان بدو کارونو ته هڅوي. د ښو کولو او بدو نه کولو امر له دننه کېږي. د غني خان شعرونه ډېرې داسې نوې خبرې لري، چې له تحلیل او تفسیر وروسته د ده له فکر او نړۍ لید سره اشنا کېږو.

ماخذونه

۱. صفت، ابراهیم نیک. (سال چاپ ندارد).روش، مبانی و نظریه انسان کامل در اسلام و انسان ګرایی. سال هفتم، شماره ۲۵، مخ ۱۰۰.

۲. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۳. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۴. شینواری، امیر حمزه. (۲۰۱۳ز). غنچک. تحقیق، ترتیب او تدوین کلیم شینواری. پېښور، اریانا خپرندویه ټولنه، مخ ۷۸.

۵. خویشکی، ارزاني. (۲۰۰۵ز). د ارزاني خویشکي کلیات. سمون او څېړنه پروېز مهجور خویشکی. پېښور: پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسټي، مخ ۱۲۲.

۶. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۷. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ۴۴.

۸. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ۴۵.

۹. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۱۰. منګل، سلطاني. (۱۳۹۰ل). هیومانیزم د شرقي او غربي فلاسفه وو له نظره. پېښور. جنګي مجله، مخ ۸.

۱۱. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۱۲. غني، غني خان. (د چاپ کال نامعلوم). لټون. مخ ۱۰۸.

۱۳. توفیقی، حسین. (۱۳۸۵). اشنايی با ایین هندویسم. ګنجینه، مخ ۷.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب