ثبات
د لارې خوا ته، څنګ ته شوې تیږه
که څوک راوګرزېد، پر ما تکیه شو
نه ورته نه وایمه
کله چې ځي ترې د مننې تمه هم نه لرم
خو ما نه هم دا غوښتل نه دي په کار
چې زه دې چا پسې یو دوه قدمه منډه وکړم
مېوه
د تورو ورېځو زړه کې
تالندو چېغې وکړې
د اسمان خړه لمن
د برېښناګانو پړکا و څیرله
هلته مې څنګ ته ټکه ولوېدله
دلته مې ته پر ېړه را واورېدې.
زما د هیلو ونې،
د پسرلي له فیضه،
په هره څانګه کې زرګونه ګلان
د زړه په زور زنګول
هغه دې واړه راته
له یوه شړک سره تالا ترغه کړل
اوس به نو ما خلک بې بره بولي
د واړه پارچې د تخنيکۍ ستونزو سره سره ښه شعرونه دۍ.
نظری صیب تخنیکی ستونزی یی کومی دی که یی په ګوته کړی؟؟؟ مـنــنـــه