شنبه, مې 4, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونشرم او اوښکې / استاد شپون

شرم او اوښکې / استاد شپون

که دا نښه دې رښتیا وي چې هم نارینه یې هم پښتون، چې هر څه راځي، تندی تریو قدرې نه کړې، غر هو هسې وي که نه!

نن مې فېس بوک کې دوه ویډیووې وکتلې، یوه د ارکان حرب، جن��ال رحیم وردګ وه چې عسکرو یې د الله اکبر په نعرو د برښنا هغه لویې ستنې یوه په بلې پسې په توپونو راڅملولې چې له نغلو نه یې کابل ته برښنا وړله.  د ډز سره سم به  لکه د ځنار لویه ونه په ناز نخرو راکږه شوه.  تره غونی ماښام و خو کامره مین کوم خارجی و، واضح عکسونه يې اخیستل، بېدو لکه د هالیووډ د فلم.

د خدای بښلي امین خبره یې رایاده کړه چې کابل کې د پاکستان د سفیر ځایناستي د سفارت په یوې مېلمستیا کې ورته ویلي و چې  د ننګراریانو لوی جهاد به دا وي چې د درونټې بند والوځوي. امین صیب په جګ آواز ټولو مېلمنو ته د هغه دا خبره ترجمه کړې وه او ویلي یې و چې دا ده د جهاد او افغانانو سره د پاکستان خواخوږي، او په پروټسټ یې د نورو استادانو سره مېلمستیا پرېښې وه.

 د وېډیو په لېدو مې غوني زیږ شو. دا وردګ د کرزي د راتګ سره د دفاع وزير شو او اوس يې ولسمشرۍ ته پخه کړې ده. لاهم ارګوال یاران ما ملامتوي چې ولې د امین د یار، اشرف غني ننګه کوم. ته او خدای نو!!!

دې ویډیو خو مې چرت خراب کړ او د پاکستتانیانو په وینا، ګبراو شوم، خو دې بلې سم دم را نه اوښکې تویې کړې او لا یو بل شرم یې هم راواړاوه چې میرمنه مې وايي د نارینه سره نه ښايي.

په دې ویدیو کې طالبانو یوه ښځه راڅملولې ده. په څادر یې وجود ورله پوښلی، د څرمنې په تازیانه یې وهي. هغه د هر ګوزار سره کریغې کوي. په ګناه یې نه زه پوه شوم، نه حاضرین چې د بوده ګانو په شان یې ترې چمبر وهلی و. د کوم قاضي یا محکمې آثار مې و نه لېدل، بس یو ځوانکی طالب و، توره پګړۍ، او چرمینه وه. بوده ګانو ترور ترور ورته کتل، ماشومانو پلرونه له لمنې ټینګ نیولي وو او د هرې کریغې سره د هغوی د څو تنو شونډې مرۍ مرۍ کېدې

(یا به ما ته همداسې ښکارېدل). د سعید زابلي خبره اتي مې ځان ټینګ نه کړای شو.

زه سني حنفي مسلمان یم، د شیعه مذهب نه مې بدې راځي خو د عاشورې د دې  مبارکې ورځ په درشل کې ورته سم دم شیعه شوم او خپل مخ ته مې تر هغې څاپېړې ورکولې چې مېرمن مې له بلې خونې تپ و ته ووښ او رېدلی را ورېده ، ټینګ یې کړم. زه غلی شوم خو هغې چې دا ویډیو وکتله په ژړا شوه.

هغې بیا وروسته ویل چې،« زه وخدای زه شرمېږم چې پښتنه یم»  اوس نو د هغې نوبت و. په ټکري یې اوښکې وچولې او هغه رد بد  یې چې کتابو کې نه و طالبانو ته ویل. دا څه زوال دی چې به موږ راغلی. ته بیا په دې حال په پښتنولۍ نازېږې هم. خدای لېدلي چې همداسې زبون او د نور د خندا شی یې ترې جوړ کړي، طالب ورک شه، شمله دې یې ورکه شي. ورک يې شه دا د ځنګلي بنیادمانو، ګوریلاګانو دود.

اوس نو دا راته بل غم شو، غلې کېده نه. لرغون مې یو شعر لیکلی و د ښځو په باب هغه یې رانه غوښت. زما یې یو بند یاد و:

دا د ځنګلي بنیادمانو دود       مو نګه پښتنو پوره ساتلي دی

دغه به نو نوم د پښتنوالې وي، ځکه مو شهرت هره خوا تللی دی

دا ښکلی موجود چې تا ته کور کوي، دا ستا مساوي دی ستا مریی نه دی

تل يې خولګکۍ په ژړا ورانه وي، دا موجود خو ستا د لوبو شی نه دي!

هغې زما پسې راواخیسته،« ته ورک شې دود دې ورک شه. شهرت دې ورک شه، د سړیخور ځناور. ما ورته وویل چې ما څه ګناه کړې؟ نو د واره مو وخندل، نه، تا نه ښیم، طالب ځوانیمرګ ښیم. بیا نو خپلې خونې ته ستنه شوه چې د ماسپښین باقي لمونځ وکړي. ما ورپسې غږ کړ چې اې جلۍ اودس تازه کړه. په ژړا ماتېږي. هغې بېرته راوګرځوله، ښه طالبګیه.

چې پکر ورته کوم شیعه ګان خو ولاکه بد کوي، خپل بړاس وباسي.

9 COMMENTS

  1. Po Islam aw pashtoonwalay ke le de sakht KOFAR bal na shta……………..

    Taleb khana shaytaan dar ta gwata po ghash pate day!

    Le loy aw star KHuday sakha dar ta hase le shara, karaw, zilat aw dardono dak anjam ghwaram che tar osa ye po cha na day lawrawalay……

    Yaa Loya Khudaya ameen ): ): ): ): ): ): :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

  2. په پاک رب قسم کوم چی رشتیا هم د پښتون په نامه څو ځله شرمیدلئ یم او دامی ویلی چی یا الله کاش چی پښتون نه وایی ، اول خو دا جهادی او اسلامی منصفداران او ټیکداران وو چی افغانیت او مذهب جهاد یی وشرمووه او لا تر اوسه لکه بی غیرته چغلان د جهاد او اسلام انګولاوی کوی تیر ظلمونه او کردارونه یی هیر سول او بیا را وروسته دا لامذهبه بی فرهنګه او بی تعلیمه ځناور ځنګلی طالبګی دی چی له نامه څخه یی د سالم انسان نفرت چکیږی ، دي ډلی بیا د پښتون قوم داسی لوڅ لغړ کړ لکه د هیرا منډئ هغه مرداره پلیته چی په ۱۰ کلداری مامله کوی او وروپسی د افغانستان بی علمه دینی ټیکداران دی چی یو یی هم دومره انصاف ونکړ چی یوه فتوا او یو شعار ددي ځناورو په ضد ورکړی، پاته بیچاره ملت سو هغه اوس داسی بی غیرته اموخته سو چی هرڅو ک ورباندی ظلم او ناروا کوی دوی به ژیړی سترګی ورته ګوری هیڅوک د دفاع جراات نشی کولای.

  3. محترم استاد،
    د غه ویډیو ما په یو فیسبوک صفحه کښی لیدلی وه چی د دوستم صفحه وه او نوم یی و ضد پشتون نو ورپسی یی لیکلی و که ما چطور میتوانیم همراه این نوع مردم که به زنان منحیث حیوانات رفتار میکنند صلح بکنیم؟ نو بیا ورپسی چی دده پلویانو څه لیکلي ول هغه خو یی پریږده. خو په لنډه کښی باید ووایم چی په هندوستان کښی محصل یم او هغه هم د سیاسی علومو، شپږرا سره هزاره ګان دوه تاجک او یو هم زه پکښی پښتون یم، زیاتره وخت په سیاسی مضوعاتو او د ورځی په سیاسی پیښو خبره کوو خوبس د انډیوالانو د پیغورونو له امله چی وایی تاسی افغانستان وران کړ، تروریستان یاست، ښځی ته درناوی نلری او داسی نوری ترخی خبری نوبس ورته غلی پاتی شم ځکه چی ملامت یاستو، حقیقت باید ومنو، نو بلاخره باید ووایم چی نه پوهیږم چی مو پښتانه خدای د کومی مادی څخه جوړ کړی یاستو؟

  4. استاد شپون صاحب او نورو ته سلامونه.

    په رښتیا چه د دا ۲قصو بیا یادول دې مونږ هم ژړغونی کړلو،زه وایم هر چاچه ظلم کړی وی،جبر یی کړی وی،وژنی او فساد یی کړی وی که هغه پښتون وی که حتی ستا امریکن یا د ریاض او دوبی عرب یا تش په نوم اسلامی پنجابی ،فارسۍ یا ازبکی ،هزارګی ا.د.ن. وی ،په دی دنیا دی د هاګ انترنشنل محکمی ته کش شی او که نه وی د همدی عاشوری ا دشپی ورځی په برکت دی خدای تعالی پخپله زیاتی سزا او جزا ورکړی.
    هغه ورورچه هند کی محصل دی (طارق جان جهان)باید په هند کی د پښتنو ویاړلی تاریخ لکه د سوریانو،لودیانو،غوریانو،ابدالیانو دا نورو ته په یاد کړی او بیا دی د مغولو او نورو سره مقایسه کړی!.
    ټول پښتانه طالب نه دی او تمام افغانان پښتانه نه دی…!!! .دا وګړی پوی کړی خدایه لویه خدایه لویه خدایه

  5. تبصره لیکونکو ته

    مخترم شپون سیب ته ښې چارې او بیا تبصره لیکونکو ته
    د شپون سیب لیکنه پکر نه کوم چې د پښتونولی په شرمیدو یا دا پښتانه دي، پکر کوم چې د هغه موخه دا ده چې په پښتون باندې داسې لوی تندرله کومه راپریوتوو

    تبصره لیکونکو لیکلي چې په پښتونولی شرمیږي؟

    ښځه په دورو وهل خو پښتونولي نه ده او نه د پښتونو په تاریخ کې راغلي دا خو د اسلام قانون دی که کومه خځه غیر مشروع کار وکړي په دورو یی وهي

    په دې حالت کې باید پښتانه د پښتو پرځای په اسلام وشرمیږي

    • نا آش وروره سلام
      دا خبره د پښتونولی او اسلام نده، دواړه کچیرې په هوښیارۍ و کارول شي د ولس په خیر دي او د ولس د عزت ساتونکي دي.

      خو هغه څه نن خلک پرې شرمیږي هغه د پښتنو جهالت دی. هغه که د پښتو یا اسلام او یا هر بل نامه لاندې وي.

  6. نااش صیب صواد یی د حل لارده. په افغانستان کی داسی ډیرکسان شته چی دافغان او مسلمان فرق ورته ګران ښکاریږ. دښځی حق وهقوق خولاهلته پریږه

  7. ښاغلی شپون صیب، ستا د دې مضمون د لوستو او خپلو اوښکو تویولو او پاکولو په منځ کې مې د پېښوري اداکار اسمعیل شاهد د ډرامې هغه صحنه رایاده شوه چې سوالګر ورته د پیسو د غوښتلو په وخت د خپل د مور پلار او اولاد د مړينې وايي او دی ورته ژاړي. سوالګر په دې تمه چې پیسې به راکړي، خو شاهد خپلو پولس والاوو ته وايي چې دی جېل ته بوځئ ځکه چې زه یې ډېر وژړولم. نه پوهېږم په مضمون کې ولې دومره ډېر اثر و.

  8. سلام علیکم شپون صیب داویدیوتقریبا”یودوه کاله مخکی نشرشوه اوپه دغه شان ویدیوګانی په زرګونوموجودی دی داسی ویدیوګانی اوحقیقتونه په یوټیوب کښی موجود دی چی پښتونولی څه چی حیوانیت(نه انسانیت) ترسوال لاندی راولی داټول دپښتنوبی غیرتی ده چی نوره دونیاڅنګه ترینه استفاده کوی باوروکړی چی زه په خپله نورپه خپله پښتونولی شرمیږم او په کراتومی کوشش وکړچی خپله تزکیره تغیرکړم ډیرشرمیدلی قوم چی په دونیاکښی دی هغه دپښتون قوم دی چی اصلاَ انسانیت ته نه احترام کوی اودبعضی په انسانیت کښی هم شک دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب