Home+په دې ورځ صدام حسین په اعدام محکوم شو

په دې ورځ صدام حسین په اعدام محکوم شو

تاند- له نن څخه 19 کاله پخوا د نوومبر په ۵ مه د عراق سترې محکمې پخوانی ولسمشر صدام حسین د «بشریت پر ضد د جنایت» په جرم په اعدام محکوم کړ.

د سترې محکمې وروستۍ غونډه په دې ورځ د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې په بغداد کې دایره شوه او د قاضي رووف عبدالرحمان په مشرۍ منصفه پلاوي پرېکړه وکړه چې صدام دې په دار وځړول شي.

پر صدام په ۱۹۸۲ کال کې د بغداد د شمال په ۶۰ کیلومتري کې په دُجیل ښار کې په ډله ییز ډول د ۱۴۸ شیعه ګانو د وژلو تور لګول شوی و.

محکمې په دې جرم نه یوازې صدام حسین بلکې د ده ناسکه ورور برزان ابراهیم تکریتي او د صدام حسین د حکومت په مهال د انقلابي محکمې قاضي عامد البندر هم په اعدام محکوم کړل.

په ۲۰۰۳ م کال امریکا په دې پلمه چې صدام حسین د ډله ییزې وژنې وسلې لري او نړۍ ته خطر پېښوي، پر عراق یرغل وکړ، په ۲۰۰۳ کې د صدام حسین رژیم وپرزول شو.

صدام حسین، چې د امریکا له حملې وروسته پټ و، د ۲۰۰۳ د دسمبر په ۱۳مه په یوه کور کې ونیول شو.

د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په دېرشمه، چې د لوی اختر ورځ وه، په بغداد کې په دار وځړول شو.

د عراق د ملي امنيت سلاکار موافق الروبي چې د اعدام پر وخت حاضر و، وويل صدام حسين تر سپيده چاود مهال وړاندې زندۍ شو او دغه چاره د ويډيويي فلم له لارې ثبت شوه.

د ده په وینا صدام حسين په کراره په زولنو کې دار ته ورسول شو، له دۀ سره قران شريف و.

صدام حسين د اعدام پر وخت مقاومت ونه کړ خو د تورې کڅوړې له په سرولو يې انکار وکړ.

صدام حسین د پوځي استخباراتو په يوې پخوانۍ کې اعدام شو.

د صدام حسين د اعدام د خبر تر خپريدا وروسته په يوۀ خپارۀ کړي بيان کې د امریکا د هماغه مهال ولسمشر، جورج ډبلیو بوش وويل، دا د عراق لپاره د يوې مهمې لاسته راوړنې په مانا ده. دۀ وويل د خپلو خلکو پر ضد د خورا بدو جرمونو په خاطر صدام حسين عادلانه محاکمه وليده.

خو ښاغلي بوش په عین حال کې وویل، د صدام حسين په اعدامولو به په عراق کې تاوتريخوالى ختم نه شي. د صدام حسین له اعدامه وروسته په کلونو جګړو په خورا خونړي ډول دوام وکړ.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير مارگريټ بکيټ د صدام حسین پر اعدام په غبرګون کې وويل له صدام حسينه حساب وغوښتل شو.

صدام حسین د ۱۹۳۷ کال د اپریل په ۲۷ د تکریت په العوجه کلې کې په یوه شپنه کورنۍ کې زېږېدلی، له ۱۹۷۹ تر ۲۰۰۳ پورې د عراق ولسمشر و.

دی د بعث ګوند یو مهم غړی و او د دغه ګوند له لوري د ۱۹۶۸ کال په کودتا کې یې کلیدي رول درلود.

بعث ګوند پر پان عربیزم او سوسیالیزم باور درلود.

صدام حسین د خپل حکومت په مهال له ایران سره اته کاله جګړه وکړه، د ایران د خاورې ځینې برخې یې ونیولې خو وروسته له دې چې له ایران سره یې اوربند وکړ، پر کویت یې وبلوسل، دا کوچنی عربي هیواد یې، چې د ایران خلاف د جنګ په مهال یې له بغداد سره ډېرې مالي مرستې کړې وې، په څو ساعتونو کې ونیوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...