Homeخبرونهکرکټ بورډ: له راتلونکي نړیوال جام وروسته د جناتن ټراټ دنده پای...

کرکټ بورډ: له راتلونکي نړیوال جام وروسته د جناتن ټراټ دنده پای ته رسیږي

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ دنده به د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته چې، د فبرورۍ په میاشت کې ترسره کېږي، رسماً پای ته ورسېږي.

افغان کرکټ بورډ وایي، دا پرېکړه د کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د راتلونکو پرمختګونو لپاره له اوږدمهاله ستراتیژیک پلان سره سمه پلې کیږي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، جناتن ټراټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و، په تېرو کلونو کې یې له لوبغاړو سره نږدې کار کړی او د لوبډلې د پرمختګ او نړیوالو لوبو کې د سیالۍ وړتیا لوړولو کې یې ارزښتناک رول لوبولی دی.

سرچینه وایي د نوموړي تر روزنې لاندې، افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې سترې لاسته راوړنې ونمانځلې چې پکې د دوه اړخیزه لوبلړیو ګټل، نړیوالو جامونو کې د سترو لوبډلو په ماتولو تاریخي بریاوې ترلاسه کول او هغه لاسته راوړنې شاملې دي چې د افغانستان کرکټ نړیوال حیثیت یې لا لوړ کړ.

خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان کرکټ بورډ باور لري چې لکه څنګه چې ادلون بدلون یو اداري اصل دی، همداسې د روزونکو بدلون هم د نړیوال کرکټ د مخکې تګ یوه طبعي اړتیا ده. لکه څنګه چې لوبډلې وده کوي، همداسې د هغوی رهبري او ستراتیژیک اړتیاوې هم بدلېږي. هېڅ نړیواله لوبډله د تل لپاره د یوه روزونکي تر لارښوونې لاندې نه پاتې کېږي، په همدې بنسټ دا بدلون هم د افغانستان لپاره د یوه نوي فصل پیل دی، په داسې حال کې چې افغانستان کرکټ بورډ د خپل اوږدمهاله پرمختګ پر لور ګامونه اخلي.”

کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې لپاره به د نوي مشر روزونکي د ټاکلو پروسه د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سمه پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...