Homeخبرونههند د افغانستان د شمالي ولایتونو زلزله ځپلو ته د خوراکي توکو...

هند د افغانستان د شمالي ولایتونو زلزله ځپلو ته د خوراکي توکو مرسته استولې

تاند (دوشنبه د لړم ـ عقرب ۱۲مه) د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر پر اېکس لیکلي، نن (دوشنبه) له ماسپښین وروسته یې له خپل افغان سیال، امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړي او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

اخوا د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال ویلي، شمال کې یې د تېرې شپې د زلزلې زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه خوراکي توکي راستولي دي.

جی شنکر په خپل اېکسپانه کې زیاته کړې چې د هندي ولس او افغان ولس ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د لا زیات ښه کېدو په حال کې دي.

تېره شپه یوه بجه  ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې شمالي ولایتونه په ځانګړي ډول بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه ولړزول.

د وروستیو مالوماتو له مخې په ‏بلخ او سمنګان کې وروستۍ زلزلې نږدې ۷۰۰تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ او سمنګان ځايي چارواکو ویلي، چې د تیرې شپې زلزلې له امله تر ٦٦٠ کسان ژوبل شوي او شاوخوا ٤٠ تنو ژوند بایللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...